Categories

اعلان

Loading…

په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو د سیستمونو د ادارې لپاره دری غوره لارې:

لیکوال: انجینیر حبیب الرحمن (حاذق)

د نړۍ کابو (۷۰) سلنه غریب خلک په کلیوالي سیمو کې هستوګنه لري. د څښاک پاکو اوبو ته دې ۷۶۸ مېلیونه وګړو لاسرسی اوس هم په نړیواله کچه یوه ننګونه ده. ددې لپاره چې بېوزلي مو په اوسني او راتلونکو نسلونو کې له منځه وړې وي؛ په کلیوالي سیمو کې پاکو او خوندي اوبو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې پانګه اچونه یوه اړینه چاره ده.

کله چې د څښاک اوبو ته د لاسرسي کچه په ښاري او کلیوالي سیمو کې پرتله کوو؛ په کلیوالي سیمو او بانډو کې د یو لړ ځانګړو ستونزو او ننګونو سره مخ کیږو.

ډیری وخت په کلیوالي سیمو او بانډو کې د څښاک د اوبو رسولو د سیستمونو د جوړولو سرانه لګښت د ښاري سیمو په پرتله لوړ وي او لوي دلیل یې لږ نفوس او په پراخه سیمه کې د هغوی تیت‌و‌پرک هستوګنه بلل کیږي. دا چاره دغه راز د سیستمونو د ساتنې او څارنې د قېمت د لوړېدو سبب هم کیږي چې له سیستم څخه د لږو استفاده کوونکو څخه باید بېرته ترلاسه شي.

بله مهمه خبره دا ده چې په داسې سیمو کې معمولاً داسې کومه ښکاره اداره یا بنسټ وجود نلري چې د سیستم له جوړېدو وروسته، د هغه د مدیریت، ساتنې او څارنې مسؤلیت ته اوږه ورکړي. د یوې با مسؤلیته ادارې یا بنسټ نشتون خپله دې ته زمینه برابروي چې د اوبو د لګښت ارزښت (قېمت) په اغیزمنه توګه راټول نشي.

تر جوړېدو او بشپړېدو وروسته، د اوبه رسونې د سیستم فعال ساتل ممکن یوه ستره ننګونه وي. د اوبو رسولو له آسانتیاوو څخه د څارنې لپاره د کومې ادارې یا بنسټ د خالیګاه د ډکولو په موخه، د ساتنې او څارنې مسؤلیت ډېری وخت په کلیوالي سیمو کې د هغه اړوندو سیمو وګړو ته سپارل کیږي چې د پام وړ لاسته راوړنې هم نلري او دا کار ډېر اغیزمن نه دی تمام شوی.

سره له دې چې ددې کار لپاره د یوه فوق العاده جوړښت کارول به سخت وي خو لاندې درې موډلونه چې نړیوال بانک په خپلو وروستیو پروژو کې ورنه استفاده کړې؛ په نسبي توګه اغیزمن ثابت شوي چې ښايي په افغانستان کې هم د اوبو د آسانتیاوو د پایدارۍ لپاره ورځینې ګټه واخیستل شي.

  1. په ویتنام کې د (Red River Delta Rural Water Supply and Sanitation) د پروژې له لارې په څلورو ولایتونو کې د کلیوالي اوبو رسولو او حفظ الصحې د تشبثاتو (Enterprise) رامنځته کول وآزمویل؛ ترڅو د اوبو رسولو هغه شبکې چې د دغه پروژې په لړ کې جوړې شوې وې، مدیریت کړي. دغه تشبثات اغیزمن وو او د ځايي حکومتونو او ځايي ټولنو، هغو چې له دغه پروژو څخه یې ګټه اخیسته، ګډ ملکیت ګڼل کیدل. د دغه ازمويښتي پړاو لپاره هدف دا ټاکل شوي و چې د سیستم د چلولو مستقیم لګښتونه په دریو لومړیو کلونو کې ترلاسه شي؛ تر څو د پروژې د مناسب چلښت لګښت د دغه دور څخه وروسته تضمین کړی شي. دغه کار د ځايي ټولونو او ځايي حکومتونو کلک ملاتړ له ځانه سره ملګري کړ او د اوبو لپاره د لوړ فیس د ټاکلو لپاره یی د دواړه طرفونو خوښي له ځانه سره ودرلودله. یادو تشبثاتو وکولی شول چې د اوبو د تولید  مستقیم لګښت په لومړي کال کې راټول کړي او کولی شول چې د پروژې لپاره قرض کړې پیسې په راتلونکو درېو کلونو کې ورکړي.
  1. په سنیګال کې د اوبه رسولو یوه شبکه چې د څه باندې سلو کلیو لپاره یې د څښاک اوبه برابرولې او په لومړیو کې د سعودي عربستان لخوا تمویل شوی وه؛ د اوبو د مصرف کوونکو د ټولنې یا (Water Users’ Association)، یا ASUFORپه فرانسه کې. (ASUFOR) د ساتنې او څارنې له ریاست څخه د کاري جواز تر لاسه کولو څخه وروسته، د اوبو رسولو د سیستم د چلولو او ادارې د اوبو د سیستم د یوه شخصي چلونکی (Private Operator) سره تړون لاسلیک کړ او د اوبو لپاره یې یوه ټاکل تعرفه رامنځته کړه.

د ساتنې او څارنې ریاست د لویو موضوعاتو او کارونو د ترسره کولو مسؤلیت درلود: لکه عمومي حفظ او مراقبت، د شبکې له ملکیت څخه ساتنه، د تخنیکي مشخصاتو تصدیق، ترمیم او تمدید د سیستم او په ټوله کې د ASUFORs څخه نظارت وو. دغه ډول سیستم  چې د حساب او کتاب منظم کنټرول پکې موجود وو، ددې باعث شو چې په پوښښ، تولید او تر خدماتو لاندې نفوس کې زیاتوالي راشي. د یوې داسې تعرفې د رامنځته کولو لپاره چې ټول خلک یې د ورکړې توان ولري، د ټولنې مشارکت ډېر اړین و او دی؛ مګر د شبکې غځول بیاهم یوه ننګونه پاتې وه ځکه چې د هغې پیسې له تعرفې نه، بلکې له مرکزي حکومت څخه تأمیندې.

ددغه موډل د پایدارۍ د تضمین لپاره د ساتنې او څارنې د قوي ظرفیت جوړونې پلان کول، د شبکې ترمیم او غځول، قوي مقرره، څارنه او د مدیریتي تړنونو کنترول اساسي توکي بلل کیږي.

  1. په هایتي کې د کلیوالي اوبو رسولو او حفظ الصحې پروژې:دې پروژې د مدیریت یا منجمنټ یو مسلکي موډل معرفي کړ، په کوم کې چې ځايي سوداګریز د اوبو کارکونکي (community entrepreneur operators) خلک شامل و، کوم چې د ټولنو او خلکو لخوا ټاکل شوی وو چې د اوبه رسونې د سیستمونو مدیریت، ساتنه او څارنه په غاړه واخلي؛ مګر د هغه تړون په اساس چې د ټولنو سره لاسلیک شوی و، دغه مسلکي کارکونکي داسي روزل شوي وو چې هغه د اوبو شبکې، اتصالات او نلونه اداره او تنظیم کړي کوم چې تر دغه پروژه لاندې جوړ شوی وو.په دغه مدیریتي موډل کېد اوبو بېلونه، د سیستم غځول، د شبکې تمدید او د سیستم ورځنۍ چارې شاملې وې. دغه جوړښتونه او کارکونکي د ځايي حکومت په کچه د National Water Directorate (DINEPA) د محلي څانګو لخوا کمک کیدلې. یادې پروژې د قیمت بیرته راټولول، میترکول او کورونو ته د پیپ تمدید او نلونه، ثقلي شبکې، او که ضرورت وو په موثر قیمت سره د اوبو پمپ کولو ته په ښه توګه وده ورکړه.همدارنگه دغې پروژې د نویې کېدو وړ انررژۍ (قابل تجدید) لکه لمریزه انرژۍ ته ډېره ترجیح ورکړه. د دغه مسلکي کارکونکو لویه برخه اوس په دې توانیدلې چې د موجوده تعرفې په شتون کې خپل عملیاتي لګښتونه راټول کړي او ځینې پدي توانیدلې چې خالص عواید هم لاسته راوړي. سره له دې چې دغه د ادارې او منجمنټ مسلکي موډل د اوبو د سیستمونو لپاره د اوږدې پروسې سره مل و تر څو پلی شي او لا تر اوسه اصلاحاتو ته اړتیا لري، خو DINEPA له هغه کلیو او ټولنو څخه چې ددې پروژې له پوښښ څخه بهر وو او ددې موډل په اړه یی اوریدلي وو، غوښتنلیکونه تر لاسه کړل؛ تر څو دوی هم برخه وال شي او تر پوښښ لاندې راشي.

89 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *