Categories

اعلان

Loading…

په کانتینینټل کې د بلې چاودنې ږغ واورېدل شو

دا خبر شېبه په شېبه تازه کېږي

د یوه خبر د راپور له مخې، د سولې د عالي شورا غړی احمد فرزان او د فراه ولایت د مخابراتو رييس د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دي.

احمد فرزان د کندهار ولایت اوسېدونکی و او ګڼې لیکنې یې په تاند کې خپرې شوي دي.

په لاندې ویدیو کې هغه کسان وینئ چې له کانتینینټل هوټل له پاسنیو منزولونو څخه د کښته کېدو هڅه کوي. دوی د خوب روجایانې سره تړلي او پړی یې ورڅخه جوړ کړی دی.

د امنیتي چارواکو له اعلان سره سره په کانتینیټل هوټل کې د چاودنې ږغ واورېدل شو او ورپسې څو ډزې وشوې.

څرګنده نه ده چې چاودنه د څه شي وه خو داسې ښيي چې د امنیتي چارواکو مخکینۍ ادعا، چې حمله پای ته رسېدلې او ټول ترهګر وژل شوي، دقیقه نه ده.

د راپورونو له مخې، په دې تروریستي برید کې د فراه د مخابراتو رييس وژل شوی دی. د افغانستان د ټولو ولایتونو د مخابراتو ريیس د معلوماتي ټکنالوژۍ په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره په کانټینینټل هوټل کې راغونډ شوي وو.

د حملې په مهال د ۳۴ ولایتونو د مخابراتو ريیسان په هوټل کې ول.

په کانینیټل کې تول ترهګر ووژل شول او وضعیت عادي حالت ته راوګرځېد

تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د کابل پر انترکانتینینټل هوټل د تېرې شپې په تروریستي حمله کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي دي.

تراوسه پورې د دې برید د ټپیانو شمېر لا نه دی اعلان شوی. امنیتي ځواکونه د هوټل په خونو کې ګرځي او تلاشي اخلي.

د کورنیو چارو وزارت څو شېبې وړاندې اعلان وکړ چې په برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي. په ټپیانو کې ۳ پولیس دي.

د حملې په مهال په هوټل کې ۱۶ بهرنیان حاضر ول چې ۸ یې ښځې وې. چارواکي وايي چې بهرنیانو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

امنیتي ځواکونه وايي چې له هوټل څخه یې ۱۰۰ تنه روغ ژغورلي دي.

په هوټل کې د وروستي ترهګر له وژل کېدو وروسته ګیر پاتې کسان راووتل. هغوی خبریالانو ته ویلي چې ډېر کسان ژوبل شوي دي.

مخکې ویل شوي و چې یو شمېر کسان د یوه پاتې حمله کوونکي له لوري یرغمل شوي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی و چې وسله وال ترهګر د کابل پر یوه لوی هوټل د برید پلان لري.

په کانټینیټل کې ځینې کسان یرغمل شوي

د کابل پر انترکانتینینټل هوټل د تېرې شپې په حمله کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.

د مرګ ژوبلو دا شمېر چارواکو او روغتوني سرچینو لا تایید کړی نه دی.

وروستي راپورونه وايي چې په هوټل کې تر دې مهاله (د سهار اووه نیمې بجې) یو تن حمله کوونکی لا ژوندی پاتې دی او امنیتي ځواکونو هم ډزې درولي ځکه چې پاتې ترهګر یو شمېر کسان یرغمل کړي دي.

ګومان کېږي چې په یرغمل شویو کسانو کې بهرنیان هم وي.

دا حمله، چې تېره شپه ۹ بجې پیل شو۰، په ساعتونو روانه وه. راپورونه وايي چې د هوټل د ودانۍ په یوه برخه کې اور لګېدلی دی. ویل کېږي چې حمله کوونکو لاسي بمونه هر لور ته غورځول چې په نتیجه کې یې اور بل شوی او د هوتل یوه برخه سوځېدلې ده.

حمله کوونکي د هوټل د ساتونکو له وژلو وروسته لومړی د هوټل پخلنځي ته ننوتل او له یو مخې یې ډزې کولې.

د کورنیو چارو وزارت په وینا افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه ۳ حمله کوونکي ووژل او د یوه بل تروریست د نیولو یا وژلو هڅه ته یې دوام ورکړ.

یوه افغان چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په دې برید کې لږترلږه ۵ تنه ټپیان شوي دي خو ګومان کېږي چې د ټپیانو شمېر تر دې ډېر وي.

د پېښې یوه شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې حمله کوونکو ځینې کسان یرغمل کړي دي.

د شپې تر ۱۱نیمو بجو د حمله کوونکو او امنیتي خواکونو ترمنځ ډزې روانې وې، خو وروسته خال خال ډزې اورېدل کېدې.

په هوټل یا یې په شاوهوا کې لږترلږه د ۳ چاودنو ږغونه اورېدل شوي چې ګومان کېږي ترهګرو به ځانونه الوزولي وي.

په دغه هوټل کې د شنبې په ورځ تر حملې وړاندې د چین او افغانستان کنفرانس دایر شو.

طالبانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو داعش ادعا کړې چې دا برید دوی کړی دی.

افغان چارواکي د داعش په وروستیو ادعاوو باور نه کوي او وايي چې دا بریدونه حقاني شبکه کوي.

طالبانو په ۲۰۱۱ م کال هم په انترکانټینینټل هوټل دې ته ورته حمله کړې وه چې په لړ کې یې ۲۱ تنه وژل شوي وو.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *