Categories

اعلان

Loading…

فولادي/ اجمل پسرلی

له څلویښتې چې کور ته راغی. سر ته یې لاس ونیو. د قاریانو غږ یې په غوږونو کې انګازه کوله. سپین چت ته یې سترګې ونیولې…

 یو دم راپاڅيده. د کار کوټې ور یې پرانیست. غاښونه یې وبریښیدل، ته وا پر سمنټ اورسپنه تیریږي. ورټیټ شو. د رسامي برش تر وره لاندې شوی و.

ترڅلویښتي مخکې چې یې کوم رنګونه د یوه نیمګړي انځور لپاره سره ګډ کړی و، هغوی پترې نیولې وې، وچ شوی وو.

 ژر ژر یې تازه رنګونه سره ګډ کړل. د نیمګړي انځور د لمر پر وړانګو یې پیکه تور رنګ تیر کړ. شنې اوبه یې خړې کړې. پر زنګون یې لاس کیښود راولټیده. له لرې یې رسم ته وکتل. بیا ورته په ګونډو شو د کوڅې هوا یې فولادی رنګه کړه. د سپي خوله یې ورپټه کړه بیا یې د هغه پر سر فولادي برش وموښه. د سپي تن یې هم فولادي کړ، د هغه پښې یې هم فولادي کړې. یوازې یې لکۍ توره ایسیده. د سپې مخې ته یې رسم کړې پیشو هم پیکه کړه لکه په غبار کې چې پټه وي.

دیوال ته یې ډډه ووهله، خو سترګې یې رډې رډې د انځور خوا ته ختلې وې. په رنګ ککړ لاسونه یې پرانیستل. انځور ته یې سر کوږ کړ. برش یې پورته کړ له مځکې یې وواهه. د کار د کوټې دروازه یې کلکه پورې وهله. د دروازې د جګ غږ له غلي کیدو سره یې بیا په غوږونو کې د قاریانو غږ لکه د مچیو بڼا انګازه وکړه.

پای

63 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *