Categories

اعلان

Loading…

حفیظ الله خان او خېمه | سردارمحمد همدرد

دا موضوع زما په ماموریت کې ډېره جالبه موضوع ده. دې موضوع ډېر کش واخیست. حتی په مرکز او ‌ډېرو ولایتونو کې بحث پرې وشو. د دې موضوع راز ډېر په دې کې و، چې د غاصبینو او غلو لپاره چې زه یې مخکې هم هلمند ته راشم، نه یې شوئ زغملئ. په پلمې پسې ګرځېدل. د حفیظ الله خان یوه ورځ زنداني کېدل د دوی لنګه غوا شوه. دا غوا چې لنګه شوه، ټولو ولوشله. اخر د حفیظ الله خان څخه هم لار ورکه شوه او خپله به یې په ډاګه ویل، چې د خیمې واک له ماسره نه دی. دې خېمې دومره کش واخیست، چې د سرخط ورځپاڼې د سرخط لپاره سور خط و. په دې موضوع یې تر (د هلمند د احتجاج تود تنور) سرلیک لاندې مقاله ولیکله. په دې موضوع کې یې د هرڅه په اړه پوره وضاحت ورکړی و او له کابله تر هلمنده پورې یې ټوله مافیا تشریح کړه. د سرخط د مسوول په وینا، چې د مافیا له لوري په ټیلفون کې ورته رد بد ویل شوي وو. د دې ورځپاڼې مسوول د رسنیو په ډګر کې مخکې هم د هېواد ملي مسایلو ته کار کړی دی. هغه وخت چې زه په هلمند کې وم، سید شاه سقیم په ټیلفون کې راسره خبرې وکړې او راته یې و ویل، چې نه سره پېژنو او نه کومه تمه درته لرم. په دې باور لرم، چې ستا مبارزه په حق ده او دا هېواد د مافیا، غاصبینو او جنګ سلارانو څخه رنځ وړي او په دې مبارزه کې زه هم درسره یم. 


یو خو زه هم داسې یم، څوک چې د دې هېواد ملي ګټې او د وطن د ورانۍ لپاره کار کوي، نه مې خوله دریږي او نه مې لاس په ارامه وي او ټولو ته په ښکاره او ډانګ پېیلې خبرې کوم. نه پوهېږم چې دا به زما ښه عادت وي او که بد؟ دا عادت مې داسې دی، چې په سیاست کې مې ډېره ډيپلوماسي نه خوښیږي. زه همېشه د ځان لپاره یوه کرښه ټاکم او بیا د هغه هدف لپاره کار کوم. ځکه چې له تاریخي پېغوره وېرېږم. داسې نه چې سبا را باندې ولس د یوه معامله کوونکي کس په توګه فیصله وکړي. نه غواړم، چې دلته ډېرې خبرې وکړم. یوازې د دې موضوع په اړه اصلي حقیقت را برسېره کول غواړم. 


په هلمند کې د کرېکټ لوبغالي لپاره ۳۶ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې. د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات په هلو ځلو د کرېکټ ملي لوبډله هلمند ته را وستل شوه او له هغوی سره یې د کرېکټ د لوبغالي لپاره د ځمکې وعده وکړه. د دې پروژې لپاره له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت له خوا ۳۶ ملیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې. د هلمند والي ښاغلي حیات غوښتل، چې د دې لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړي. ساحې ته لاړ او ځمکه یې وکتله. دا ځمکه د لښکرګاه ښار د جنوب خوا ته د کوچني کارېز په سیمه کې ۵۳۵ جرېبه ځمکه وه، چې په دې کې ۲۲۰ جرېبه سپینه پاتې وه او نوره لویې څلور دېوالۍ د غاصیبونو له خوا را ګرځېدلې وې. په دې ساحه کې د سولر برښنا بله پروژه هم موجوده وه. کله چې د هلمند والي د کار د پیل خبره وکړه، د خېمې خلکو یې مخالفت وکړ، چې په هغو کې د اسدالله په نامه یو کس هم و، چې د دې موضوع دعوه یې کوله او ویل یې، چې دا ځمکه زمونږ ده. 


خو د هلمند والي د اسدالله نامي او ډلې سره یې تر دولس ځله پورې ناستې وکړې، مګر هېڅ پایله یې نه درلوده او په پرېکنده ډول به یې دا ویل، چې هېڅکله به د کار اجازه درنه کړو او ولایتي اداره به یې چلنجوله. دا داسې وخت دی، چې د پروژې د کار له پیل څخه دوه میاشتې تېرې شوې وې. اسدالله نامی یو کال مخکې د محکمې عارض شوی و، چې ګواکي دا ځمکه زما ده. په دې ورځو کې د لویې څارنوالۍ له لوري وروستی حکم راغئ، چې دا ځمکه په مطلق ډول دولتي ده. په دې وخت کې والي ښاغلی حیات کابل ته راغئ او ما د هلمند ولایت د سرپرستۍ چارې په غاړه واخیستې او ښاغلي حیات له کابل نه را ته ټیلفون وکړ، چې د دې ځمکې په اړه د محاکمو نهایي فیصله راغلې ده، ما اوس په ټیلفون کې د هلمند د محاکمو له رییس سره خبرې وکړې. اوس تاته د محاکمو حکم در وړي. ته سباته د ولایت په ټولنیزو چارو کې مرستیال بسم الله روحاني، د ولایتي شورا رییس محمد کریم اتل، امنیه قوماندان، ښاروال، د استناف، ملي امنیت، ښار جوړونې، عدلیې او د ځمکوالي چارو رييسان را وغواړه او د ځمکې په اړه فیصله وکړئ او د محاکمو حکم تطبیق کړئ. ما هم داسې وکړل. په دې ناسته کې ټول موجود وو. یوازې د ملي امنیت رییس جنرال صیب یاسین خان په کابل کې و. په دې جلسه کې د نوموړي پر ځای د ملي امنیت لومړي معاون میر حمزه خدمتګار برخه واخیسته. دا جلسه زما په دفتر کې ترسره شوه او پر دې مو بحث وکړ، چې د کرېکټ لوبغالي لپاره چې کومې پیسې منظور شوې دي، د وزارت له خوا د هلمند ولایتي ادارې ته یوه اونۍ وخت ورکړی دی، کنه نو یادې پیسې به بل ولایت ته ولاړې شي. 


په دې مجلس کې د استناف رییس د محاکمو د حکم د تطبیق خبره وکړه. ما او ټول مجلس تایید کړه، چې باید د پروژې چارې پيل شي، چې په دې وخت کې د هلمند امنیه قوماندان او د ملي امنیت معاون و ویل، چې مونږ خو عسکر خلک یو، ستاسو امر دی او زمونږ اجرائات. د عدلیې رییس حاجي طیب و ویل، چې د دې کار اجازه چاته نه ورکوو، په دې سره به لاریونونه وشي او خلک به را ووځي. ما ورته و ویل، چې زمونږ لپاره د قانون تطبیق مهم دی. ساحې ته ځم او دا کار کوم. که چا ټک را باندې وکړ، ټک پرې کوم او که څوک د کار مخه نیسي، زندان ته یې اچوم.


شپږ میاشتې مخکې هم د محاکمو حکم راغلی و او د عدلیې رییس پټ کړی و، ځکه ده هم هلته ځمکه درلوده او د ځمکې له دعوه لرونکو څخه یو دی هم دی. وروسته د امنیې قومندان، استناف رییس، ولایتي شورا رییسانو او ځینو نورو ملګرو دا و ویل، چې دې خلکو ته به د خبرو یو چانس ورکړو. په همدې مو فیصله وکړه. د عدلیې رییس و ویل، چې زمونږ مشران امر صیب حفیظ الله خان او حاجي صیب حق بین دي. ما هم داسې وکړل. سهار مې دغه دواړه مشران د خبرو لپاره را وغوښتل. په دې ناسته کې زه او په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیال ښاغلی روحاني، ښاغلی اتل او د استناف محکمې محترم رییس موجود وو. لومړی مو د مشرانو ډېر احترام وکړ او ما د استناف څارنوالۍ رییس ته دوی معرفي کړل او د امر صیب په اړه مې ورته داسې و ویل، چې امر صیب حفیظ الله خان زمونږ جهادي او قومي مشر او د هلمند ولایت پخوانی والي دی. د استناف څارنوالۍ رییس خپله څوکۍ، چې زما په څنګ کې وه، هغه ته پرېښوده او نوموړي ته یې و ویل، چې حاجي صیب پر دې څوکۍ کېنئ. وروسته مو مجلس مو پیل کړ. 


لومړی روحاني صیب خبرې پیل کړې. وروسته ما ورته و ویل، چې امر صیب دا پیسې له هلمند ولایت څخه ځي. تاسو د دې پروژې مخالفت مه کوئ. هغه و ویل، تاسو دا قانون د سیمټي پر خلکو تطبیق کړئ، چې پر دولتي ځمکو پراته دي.

ستا والي ها بل ځل له سل ټانکونو سره ولاړ. دا پروژه نه شئ پلې کولئ. د استناف څارنوالۍ رییس ورته و ویل، چې د هرات ولایتي شورا رییس شل زره خلک را و ایستل. قانون داسې نه دی. که چېرې مونږ د قانون پلي کول وغواړو، نو بیا د لاریونونو او ګواښونو پروا نه لرو. په دې وخت کې امر صیب حفیظ الله خان ماته و ویل، چې دا کوچنی هلک مو له کومه ځایه راوستئ او څارنوال صیب ته یې و ویل، ته کوچنی هلک یې، ږیره دې خرېیلې ده، ته نو په قانون څه پوهېږې. ستا خپل لمونځ زده نه دی. 


څارنوال صیب په ځواب کې ورته و ویل، چې حاجي صیب زما ګناه دا وه، چې ما ستا عزت وکړ او تاته مې خپله څوکۍ پرېښوده او زما مسلکي پوهه تر تا ډېره ده. 


امر صیب ورته ځواب ورکړ، چې مونږ روس ایستلی دی. تاسو کوچني هلکان یاست. که چېرې مونږ نه وئ، ستاسو نومونه به اوس خروس چوپ وئ. خبرې څه سره وواښتې. اخر یې و ویل، چې تاسو په دې بې دینه پولیسو، چې د لسو ډبرو طاقت نه لري، قانون پلی کوئ؟ ستاسو قانون خو د انګرېز دی. 


ما ورته و ویل، چې تاسو یې نه منئ، سبا به یې و وینئ، چې زمونږ پولیس هره ورځ د دې وطن او قانون لپاره سرونه قرباني کوي. نو تاسو به د قانون زور و وینئ، چې د پولیسو دینداري او بې دیني در ته ښکاره کړم. زما د دې خبرو سره د استناف رییس هم د لوی څارنوال د قانون د قاطعیت خبره وکړه. امر صیب په اخر کې لوی څارنول ته رد او بد و ویل، مجلس بې پایلې پاتې شو او په غالمغال سره پای ته ورسېد. نوموړي هڅه کوله، چې د استناف څارنوالۍ رییس ته لاس ور واچوي. څارنوال ماته و ویل، چې نور بس دی، ماته نو هېڅ حیثیت پاتې نه شو. زه به ده ته خپل قانون ور وښیم او بندي به یې کړم. 


ما په ځواب کې ورته وویل، چې دا کار مه کوئ! دی سپین ږیری دی، فشار او شوګر یې لوړ دی او د زړه تکلیف هم لري، پروا نه کوي مریض دی. یوه خبره به د حاجي صیب حق بین په اړه وکړم، چې هغه په واقعیت د یوه مشر او سپین ږیري رول ولوباوه، ښې خبرې یې وکړې او د مخالفت هېڅ خبره یې هم نه ده کړې او مونږ مننه هم ترې کوو. 


ما زیاته کړه، چې سبا ساحې ته ځو او د کار پیلوو. سهار مو همداسې وکړل. په نظامیانو کې د ملي امنیت لومړی مرستیال میر حمزه خدمتګار، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مرستیال، د ولایتي شورا رییس، د ولایتي شورا غړي بشیر احمد شاکر، عبادالله علیزی، حیات الله مایار، ښاروال، د ښارجوړونې رییس، د ځمکوالي چارو رییس او د بېلا بېلو مطبوعاتو استازي، د ساختماني شرکت رییس او کار کوونکي د کار د پیل لپاره ولاړو. د ملي امنیت بهادرو سرتېرو او زمونږ دینداره پولیسو ساحه ټوله تر خپل کنټرول لاندې را وستې وه او مونږ ته یې د کار د پیل او د هر ډول امنیت ډاډ راکړ. 


لومړی انجنیرانو پر ځمکه باندې د سکیچ د عملي کولو ساحه معلومه کړه او وروسته مو پټۍ پرې کړه او د پیل لپاره یې ما په خپل لاس لومړۍ خښته کېښوده. وروسته بیا نورو مسوولینو خښتې کېښودې او دعا مو وکړه. امنیتي مسوولینو هلته د پروژې په ساحه کې څه نظامیان ځای پر ځای کړل او ماته یې د بشپړ امینت ډاډ راکړ. زه له ساحې څخه کور ته لاړم، ځکه چې رسمیات پای ته رسېدلي وو. وروسته څارنوال صیب راته ټیلفون وکړ، چې ما خو امر صیب حفیظ الله خان بندي کړ، ته په دې کې څه مه وایه، زما له زړه څخه نه وځي، چې زمونږ هغو سرتېرو ته یې بې دینه و ویل، چې هره ورځ زمونږ د امنیت لپاره سرونه قرباني کوي او د هېواد لوی څارنوال صیب ته یې هم رد بد و ویل، زه به تر خپل حق ورتېر شوی وئ، په دې سره به یوازې زما دنده مطرح وي، زه یې بښلی نه شم، ځکه چې ټوله شپه مې خوب نه دی کړی. زه به سبا پر بې واسطو او مظلومو باندې دا قانون څنګه تطبیق کړم، چې زورور خلاص وي او غریب له مجبوریت څخه پر دوه بیسوې کور جوړ کړی وي او زه پرې قانون تطبیق کړم. زما لپاره د قانون حاکمیت ارزښت لري. کومې خبرې چې ده کړې دي، که په قانون کې جواز لري، نو ته و وایه.


وروسته روحاني صیب، اتل صیب او نور مشران راغلل او ویې ویل، چې امر صیب سپین ږیری سړی دی، پروا نه کوي، زمونږ لپاره یې خوشی کړئ. په دې راغلو خلکو کې یوه و ویل، چې څارنوال خو د بل ولایت سړی دی، چې تاسو ورسره ملګري نه شئ، مونږ به یې پر کور ور ننه وځو، هغه نو څه کاره دی؟


ما ورته و ویل، چې د بندي کولو ما ورته نه دي ویلي، خو هغه هم ځانته قانوني دلایل لري. زه د ولایت سر پرست یم. د څارنوال پر کور د چا پلار والله که د ننه شي. څارنوال صیب تر دې مخکې چې هغه بندي کوي، لویې څارنوالۍ ته یې راپور ورکړی و، هغه و ویل، چې سمه ده، تاسو ټول زما کور ته راغلئ، ستاسو په احترام به زه نوموړی ایله کړم او د مرکز یو هدایت به واخلم. 


همداسې یې وکړل او ویې ویل، چې دا کار مې په هېڅ صورت نه کاوه، خو ستاسو مشرانو په خاطر مې وکړ. مونږ مننه ترې وکړه او هغه یې مازدیګر ته بېرته را خلاص کړ. ما د ولایتي شورا وکیل بشیر احمد شاکر ته و ویل، چې ته ولاړ شه او په خپله یې له نظارت خانې څخه را وباسه. هغه همداسې وکړل، چې په دې جریان کې د لویې څارنوالۍ پلاوی راغئ. هغوی دا کار قانوني وباله او د محاکمو حکم یې وکاته. 


یوه خبره چې باید یادونه یې وکړم، چې څارنوال صیب د دغه مجلس ټول جریان چې امر صیب حفیظ الله خان کوم څه ویلي وو، په یوه کاغد یې لیکلی وو او پر ما، روحاني صیب او اتل صیب یې لاسلیک کړ. څارنوال د کابل پلاوي ته همداسې و ویل، چې دا د محاکمو حکم دی او دا په مجلس کې د ویل شوو خبرو، چې امر صیب حفیظ الله خان د دغو خلکو په مخکې ویلي دي، د دوی لاسلیک دی او ما دی په همدغه خبرو بندي کړی دی. زما سره دغه قانوني دلایل دي. د لویې څارنوالۍ پلاوي هم خپل راپور لوی څارنوال صیب ته راوړ او په هغه کې یې د قانون د تطبیق خبره کړې وه او مونږ یې په حق او حفیظ الله خان یې په قانون ماتولو یاد کړی و. 


وروسته بیا دې کشالې لکه مخکې مې چې و ویل، له کندهاره تر کابله ټولې مافیا لاس ور اچولی و او دې خېمې اوولس ورځې وخت واخیست، چې اخر د ګل اغا شیرزي په مشرۍ یو بل پلاوی راغئ. ښاغلي شېرزي او پلاوي د هلمند د والي په شمول له ټولو نظامیانو، زما او څارنوال صیب سره بحث وکړ. هلته هم د شېرزي نظر منفي و او د ټولو په مخکې یې دا خبره وکړه، چې په دې وطن کې قانون نه عملي کیږي، ګذاره به مو کړې وه. دغه پلاوي چې ګل اغا شیرزي یې مشري کوله، یو په کې د زابل اوسنی والي حسیني صیب، د ولسمشر سلاکار محی الدین خان بلوچ او بل سلاکار حاجي اسدالله موجود وو. په دې پلاوي کې یوازې بلوڅ صیب پاکه او پر ځای خبره کوله. نورو ټولو یو طرفه او د خېمې والاو په ملاتړ خبرې کولې. 


په دې کې حسیني صیب چې اوس د زابل والي دی، د والي صیب او ټولو نظامي مسوولینو په مخ کې و ویل، چې دا غصب خو په کابل کې هم ډېر وشو، دا امکان نه لري. ولسمشر د کابل بانک په موضوع څه وکړل؟ بېرته ورڅخه پاتې شوه. ولسمشر اشرف غني ګذاره نه کوي، ټول یې په وړاندې ولاړ دي او په دې برخه کې تر هغه کرزی لا ښه و. 
د زون قومندان ښاغلي تره خېل صیب ورته و ویل، چې حسیني صیب داسې نه ده. د کابل بانک په موضوع کې څو کسان بندیان شول او ولسمشر اشرف غني ښه اراده لري. 


ما هم ورغبرګه کړه، چې حسیني صیب ولسمشر د فساد او غصب په وړاندې قوي اراده لري، په دې برخه کې کرزي صیب اراده نه درلوده. خبرې پر همدې شکل وشوې. پلاوي خېمه ټوله کړه او ویې ویل، چې موضوع نوره پای ته رسېدلې ده، ښاغلي شېرزي د ټولنیزو چارو مرستیال روحاني صیب ته و ویل، چې مونږ ځو، ته امر صیب، همدرد او څارنوال صیب ټول ملمانه کړه. موضوع پای ته ورسېده. 


روحاني صیب همداسې وکړل، چې سبا شپه ته، څارنوال صیب، امر صیب حفیظ الله خان، والي صیب او نظامي شورا زما ملمانه یاست. مونږ هم ورسره ومنله. کله چې د دویمې ورځې مازدیګر شو، والي صیب او روحاني صیب راته و ویل، چې دې خلکو اوس خبر راکړ، چې همدرد او څارنوال صیب باید ملمستیا ته را نه شي، کنه نو مونږ نه راځو.ما روحاني صیب ته و ویل، چې ته دې خلکو ته خپله ملمستیا ورکړه، پروا نه کوي مونږ نه راځو. فقط دې خلکو پښتو ماته کړه. کنه ما مخکې هم د ناستې ډېره علاقه نه درلوده، ځکه چې په ځان کې مې ملامتیا نه لیدله. شېرزی دوی چې کله کابل ته راغلل، ولسمشر ته یې برعکس را پور ورکړ او حتی په خپل راپور کې یې دا هم ویلي وو، چې همدرد د امر صیب حفیظ الله خان غاړې ته لنګوټه اچولې وه او په خپل دفتر کې یې کشاوه. 


ما دلته ډېر افسوس وکړ، چې د یو هېواد وزیر، چې ځان ‌ډېر فعاله او تکړه سړی هم بولي او هغه څوک چې د ولسمشر د سلاکارانو په توګه یوه ولایت ته د یوې موضوع د حل لپاره ځي او ولسمشر ته دومره غلط او برعکس راپورونه راوړي، نو د دې هېواد دې خدای چاره وکړي. تر اوسه لا یو شمېر قومي مشران تنظیمي او ناوړه اړیکې ساتي، چې دا د هېواد لپاره یوه ډېره خطر ناکه خبره ده.حاجي امر صیب حفیظ الله خان ته یوه خبره کوم، زه چې کشر وم، ما ستا نوم ډېر لوی او غټ سړی اورېدلی و. خو له بده مرغه ته ډېر کوچنی وې. زمونږ د وطن د نه جوړېدو یوه خبره همدا ده، چې په کوچنیو خلکو غټ حسابونه کوو. زه خو ستا یو وراره وم، صحي ده، د کاکا او وراره تر منځ یوه نیمه خبره راځي. بیا ستا داسې وراره چې هغه ټول عمر د غاصبینو او خاینینو پر ضد مبارزه کړې ده او د وطن جوړونې فکر ورسره و. دا خبره دا ثابتوي چې ستاسره د هېواد جوړولو فکر نه وه، بلکې ستاسره اقتدار خوښونه او شخصي ګټې وې. تا له یوه سپېڅلي نوم څخه غلطه استفاده وکړه، چې هغه قوم و. تا بارکزی او معززه قوم چې د جمال خان بارکزي غوندې شخصیتونه یې لرل، بدنامه دې کړ. زه په افغانستان او افغانیت باور لرم، مګر زه دې په قوم پالنه تورن کړم. بارکزی قوم زما ویاړ دی او زه زیات دوستان په کې لرم او زه به هېڅکله دې معزز قوم ته په بده سترګه ونه ګورم. تا د دې قوم له نامه څخه ناوړه ګټه واخیسته او یوه بله خبره هم کوم، چې ستا دا خېمه به د راتلونکو نسلونو لپاره د متل په ډول یو مثال وي او ټولو خواخوږو او پر وطن مینو ته وایم، چې الحمدالله د دې پروژې کار ۴۰ سلنه بشپړ شوی دی او په راتلونکو څو میاشتو کې به دا نړیوال سټوډیم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 


په پای کې ټولو لوستونکو ته په مسوولیت سره وایم، چې کومې خبرې مې کړې دي، هر ډول اسناد او شواهد چې غواړئ، په هر ځای کې ورته حاضر یم. په خدای تعالی قسم کوم، چې که مې په دې خبرو کې یوه زره مبالغه هم کړې وي. دا هر څه مې د دې لپاره ولیکل، چې مونږ خو د تاریخ لپاره ژوند کوو، زما مخالفینو زه په دې تورن کړی وم، چې همدرد د مشرانو احترام نه لري او په واقعیت وایم، چې مشرانو او علماو کرامو ته ډېر قدر ورکوم، ځکه چې دوی د قدر وړ خلک دي.
په درنښت

81 total views, 3 views today

4 comments

  1. Zadran Reply

    Salamoona.Hamdard brother go ahead.we are with you,God bless you .thank you very much.

  2. Faizullah Isaqzai Reply

    همدرد صاحب . بریالی اوسی. ما چه د تلویزون نه خیمه لیدله که څه هم پّ موضوع سم نه ووم خبر خو دومره مطمئن وم چه غله او داړه ماران د یو پرمختګ په وړاندی دریدلی ي. همدرد صاحب دا ملک ستاسوی غوندی قاطع او په کار باورلرونکو خلکو ته اړتیا لری. غاصبین او جګړه ماران به لا تر ډیر اوږده وخته د جهاد غوا لویشی خو ددی جهادی غوا لوشیل به هله ختم شی چه غوا وچه شی او غوا به هغه وخت وچه شی چه موږ ځوانان یی په وړاندی جدی او قاطع مبارزه وکړو. ستاسو د نورو بریاوو په هیله

  3. Dr.Atal Reply

    همدرد صاحب!
    د فساد سره مقابله دهر مسلمان مسؤلیت دی خو که رښتیا هم ته او څارنوال صاحب قصد لری چی اصلاحاتو ته محضا لله دوام ورکړی نو لاندی ټکی در یادوم :
    اول دا چی حفیظ الله خان مجاهد وو او د یوه قوم سپین .ږیری دی نو بهتره دا وه چی د دعوت او اصلاح ژبه او طریقه مو کارولی وای او که تاسی نشوای کولی نو بیا به مو دا کار والی صاحب ته پریښی وای تاسی د منطقی خلکو باید نه وای کړی
    دوهم دا چی فساد په تیرو تقریبا ۲۵ کلنو او بیا خاصتا په۱۳کلنه دوره د کرزی صاحب کی په ډیرو ابعادو کی وسیع رشد کړی هغه حدیث د رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم را یاد کړم چی فرمایی:
    که دوی طبقی د خلکو فاسد شی نو ټول خلک یا ملت فاسدیږی چی هغه امراء او علما دی ، نوموږ ولیدل او اوس هم ګورو چی له فساد نه ، رئیس ،وزیر، والی ،جنرال، لیډر،ارکان ، قاضی ،ملااو امی هیڅوک هم لیری پاتی نشول.
    نو د اصلاح طریقه هم باید شرعی او آداب او اخلاق یی باید مراعات شی ورنه غلطی طریقی نور مشکلاتت زيږوی او د مسلمان تحقیر هم د مور د زنا نه لویه ګناه ده
    دریم داچی مفسدین طبقه بندی کړی له افسد نه یی شروع کړی او جاهلی تعصبات مه ورګډوی

  4. غ.حضرت Reply

    همدرد صاحب ښه ځوان ئې خدای دی برکتونه در باندی کښېږدی
    څو ورځی مخکی دی د سلیمان لایق په هکله کوم څه لیکلی وه چه په لوستلو ئې زما سترګی ډېری ترخې شوی
    خیر دی دیموکراسی ده هر څوک ځانته ځانګړی افکار لری
    البته ستاسی د وروستۍ لیکنی په لوستلو می د سترګو تریخوالی لږ غوندی خوږ شو
    بله خبره دا چه
    تاسی همیشه د هلمند په مرکز کی ځینی مظاهرې تر سره کوی
    تظاهرات د هر وطنوال مدنی حق دی
    خو
    تاسی فقط یو ځل د کوکنارو د کرلو پر ضد یوه لویه احتجاجی مظاهره تر سره کړی او واضح چیغی ووهی چه
    اې نا اهله زمین دارانو
    د کوکنارو کرل یو حرام او ناروا او جنایتکارانه عمل دی
    بله مظاهره تر سره کړی او چیغی ووهی
    اې خلګو
    قوم پرستی ، د شیطان سره د نکاح په معنی ده

    زه د هغه چا د ایمان او وجدان اصلیت او کیفیت ته حیران پاته یم
    کوم چه غیر پښتون اقوام د قوم پرستی په جرم غندی خو د ګل اغا شیرزی غوندی بیسواده او بنګی او متکبر قوم پرستی ته د تائید کوټئ ښوروی
    اصلاً ستاسی او مجاهد! حفیظ د ستونزی د حل لپاره د شیرزی حضور ته څه اړتیا وه؟
    آیا بارګزیتوب د منځګړیتوب لامل ؤ ؟
    که هو
    نو زموږ بېړه غرقه بولم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *