Categories

اعلان

Loading…

څنګه پوه شو چې د کورنۍ یو تن مو د جنسي تېري ښکار شوی؟

کله چې د جنسي ځورونې یا تېري په اړه خبرې کوو، باید هیڅوک، په هیڅ حالت کې د هیچا له لوري مستثنی ونه ګڼل شي. له بده مرغه یو شخص د هماغه چا له لوري د جنسي ځورونې یا جنسي تېري ښکار ګرځي چې توقع ترې نه شي کېدی. کله چې توقع موجوده وي، ښکاره ده چې هم خپله شخص او هم د هغه کورنۍ تدابیر په پام کې نیسي. کله چې د پلار له لوري پر خپله لور یا د ورور له لوري په خور د جنسي تېري خبرونه تر مونږ رسېږي، پر هیچا باور نه شي کېدی!

که یو تن، په ځانګړې توګه ماشوم، د جنسي ځورونې یا تېري ښکار ګرځېدلی وي، د هغه په چلند او رواني حالت کې له بدلون پرې پوهېدی شو، خو دا هم کېدی شي چې په هغه کې هیڅ ډول نښې ونه لیدل شي. په ډېری مواردو کې د جنسي ځورونې او تېري قرباني د اضطراب، وېرې، قهر، له نورو د کرکې، په تمرکز کې د ستونزو، په خوب کې د ګډوډۍ، له خوراک د ډډې، د اشتها د خرابوالی، یواځیتوب او ګڼو نورو بدلونونو ښکار ګرځي. په ځینو مواردو کې ښایي قرباني ځان ته د زیان رسولو لکه د ځانوژنې هڅه وکړي. دغه راز، په ځینو نادرو حالاتو کې ښایي د قرباني پر بدن نښې هم ولیدل شي. په داسې حالت که له نوموړي تن د بدلون په اړه پوښتنې وشي، ډېره شوني ده چې رنګ یې زېړ، وارخطا او غږ یې ټیټ شي. په لویانو کې ښایي یواځې همدومره نښې ولیدل شي، خو په ماشومانو کې نورې نښې هم شته چې له مونږ د کوم چا له لوري د هغوی د جنسي ځورونې او او جنسي تېري په پوهېدلو کې مرسته کوي.

کنجکاوي په ماشومانو پورې اړوند طبیعي مسئله ده، خو د جنسي غړو او جنسي اړیکو په اړه غیر عادي کنجکاوي او پوښتنې د والدینو او کورنۍ لپاره یوه نښه کېدی شي. دغه راز، د جنسي غړو او جنسي اړیکو په اړه د هغوی له عمر څخه پورته پوهه هم د ماشومانو په جنسي اړیکه کې د ښکېلتیا دلیل کېدی شي.

که ماشوم په ناڅاپي توګه له کوم چا سره له اړیکو څخه ډډه کوي، په ځانګړې توګه له هغه چا څخه چې مخکې یې ورسره علاقه لرله، حتمي نه ده خو دا ښايي د هغه تن له لوري د ماشوم د جنسي ځورونې یا پر هغه د جنسي تېري له امله وي.

په ټیټ عمر کې ماشومان په خلکو کې توپیر نه شي درک کولی. په دې مانا، چې که له یوه چا ښه ویني، فکر کوي چې ټول خلک دغسې دي او که له کوم چا بد ویني هم دغسې. که ماشوم د کوم چا له لوري له جنسي اړخه ځورول شوی وي، فکر کوي چې ټول خلک دغسې دي، نو نه یواځې له اړونده شخص کرکه کوي بلکې له نورو خلکو هم د وېرې احساس کوي او له هغوی سره له اړیکو ډډه کوي.

هغه ماشوم چې په تېر کې په یواځیتوب کې، په یواځې سر له چا سره له پاتې کېدنې او تیارې نه وېرېده او اوس وېرېږي، ښايي په ورته حالت کې د جنسي ځورونې یا جنسي تېري ښکار ګرځېدلی وي.

که ماشومان د جنسي ځورونې یا جنسي تېري ښکار ګرځېدلي وي، د هر ډول لمس په وړاندې حساسیت پیدا کوی او هغه بد ګڼي.

که ماشوم په غیر عادي توکه له یو تن کرکه کوي یا یوه ځای ته له تګ انکار کوي هم باید سبب یې ولټول شي. باید په یاد ولرو چې د دې حالت برعکس هم شونی دی. په دې مانا چې ماشوم ښایي په غیر عادي توکه له یوه چا سره مینه پیدا کړي یا یوه ځای ته پر تګ ټینګار کوي.

که د کورنۍ ماشومانو ته مو مینه ورکړې وي، د هغوی باور مو پر ځان پیدا کړی وي او له هغه مو په تېر کې ملاتړ کړی وي، لرې نه ده چې ماشومان مو په ساده توګه د هغه څه کیسه درته وکړي چې ورسره شوي دي. په داسې حالت کې هغوی ته غوږ ونیسئ، د هغوی پر خبره باور وکړئ او لاس په کار شئ.

85 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *