Categories

اعلان

Loading…

افغان محصل په مینه کې د ناکامېدو په خاطر ځان وواژه

تاند- په ډیلي کې یوه افغان ځوان، چې د پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل و، په مینه کې د ناکامۍ په خاطر ځان وواژه.

پولیسو نن /یکشنبه/ وویل چې د ډیلي پوهنتون دغه ۲۲ کلن افغان محصل، چې عبدالحمید نومېږي، د څادر په وسیله ځان د کوټې په پکې پوري راځړولی و.

عبدالحمید د کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېم کال محصل و. د ده ځوړند مړی نن تر غرمې مخکې یوولس نیمې بجې د ډیلي په شمال کې په خپل کرايي کور کې د کور د خاوند له لوري وموندل شو.

پولیس وايي چې عبدالحمید ته ډپرېشن پیدا شوی و ځکه چې د ده د خوښې نجلۍ نه غوښتل چې ورسره ملګرتوب وکړي.

پولیس وايي، عبدالحمید په هغه خونه کې، چې ځان یې پکې وژلی، په اردو ژبه یوه لیک پرې ایښی او په هغه کې یې لیکلي چې په عشق کې د ناکامۍ په خاطر ځان وژني. ده یو عاشقانه شعر هم لیکلی.

پولیس وايي چې د حمید کورنۍ یې له پېښې خبره کړې ده.

1,153 total views, 2 views today

36 comments

  1. احمدزي Reply

    دير كم عقل كار يي كري

    1. نور الرحمن شیراني Reply

      ډیر ښه کار ېې کړیدی

      پریږده چې هغه جابر میندې او پلرونه چې خپلو لوڼو او زامنو ته د هغوی د خوښې او لیدو پرته ودوونه کوي، په ژوند کې د مشترک ژوند د مینې او تفاهم پر اهمیت لږ پوه او خبر شي.

      تاسو څه فکر کوئ د هغه نجونو او هلکانو زړونه به څومره تنګ وي له داسې چا سره ېې ژوند شویدی چې په ټول عمر کې ېې یوه ورځ هم کیناسته ورسره نه خویدل؟

      له عقل نه باید کار واخیستل شي.

      دا پیښې د عقل او هوښ پارونکي دي

  2. izzatullah Reply

    deer bad yee kri di allah ba khpla jaza warkawi in sha allah

  3. محمد ايوب Reply

    دازموز انجينر وو سي داسي كاريي وكرو افرين ستا فه عاشقي

  4. نجيب الله قانع Reply

    ولا ډير زړه بوږ نوونكٰى خبر دى.ځكه د افغانستان پوهې او علم له لړزانده آسما نوى ورختونكى ستورى تر راپريوته.

  5. Bashir Ahmad Reply

    He was sent by his parents to become a man, an educated individual in the Afghan society and bring prosperity to the Country, but unfortunately he tracked the wrong path. Afghanistan lost a bright scholarship chance that was granted to him amongst the thousands of Afghan student dreaming to become valuable assets for the Afghan Land.

  6. م. وطن Reply

    حکومت باید په دغه هکله پلټنه وکړی، په تیره بیاپه هند کی دافغانی محصیلینو اودعبدالحمید ددوستانو څخه چه واقعه په څه ډول؟ آیا محصیل ځان پخپله وژلی اوکه بل څه دی.

  7. Omar Rahmanzai Reply

    دی ظالم خو د یوی مجازي مینی لپاره خپل حقیقي خدای خفه کړ د اخرت او اسلام او د شریعت خلاف کار یی کړی ده. .انسان ته الله تعالی عقل او شعور ورکړی خو د دی باوجود هم انسان بعضی وخت عاجزه شي. خو الله تعالی ډیر رحیم زات دی الله دی ورته مغفرت وکړي.

  8. Sharafat Rahimi Reply

    the higher education of Afghanistan should not send the lazy of love

  9. عبدالله Reply

    لوده ته د درس ویلو د پاره تللی وی اوکه دمینی لپاره فامیل د پرتا د دی لپاره مصرف کړی وو. خو بس دا د هندی فلمونو کتل همداسی قصی رامنځته کوی، خو بیخی ډیر بد کار شوی او ډیر افسوس دی په داسی ځوانانو.

  10. نعمان Reply

    ډېرو کسانو هم په فیسبوک کې او هم دلته عبدالحمید ته بد رد ویلي. بد رد یې بلا ورپسې خو ځینو ورته ښېراوې کړي چې خدای دې یې به اتم جهنم کې واچوي.
    له دې نه د دغو کسانو ترحم معلومیږي. دغه هلک به سهوه کړي وي، ځواني به پرې غلبه کړي وي، سترګې به یې ورړندې کړي وي خو د ده مور وپلار څه ګناه کړې ده. د ده د تره زوی د ما مازوی او خور څه کناه کړې ده.
    ما ته خو ښه مسلماني دا ښکاري چې موږ په دې مصیبت کې د دغه ځوان د کورنۍ له غړیو سره خواخوږي وکړو. د اخرت کار یې الله تعالی ته پرېږدو. او د یوه انسان په حیث د خدای تعالی نه ورته د مغفرت دعا وغواړو . که د دعا لاسونه ورته پورته کړو ممکن الله تعالي یې په مونږ کي د یو کس په دعا وبخښي او که دا مو هم د وسه نه کیږي نو حد اقل بدې دعاوې او ښیراوې خو ورته ونه کړو.
    شکر ده چي ځیني کسان زیات قدرت نه لري کني څومره ظلمونه به یې کړي و.
    هغه څوک چي نه پېژنو، نه یې فامیل پيژنو و هغه ته څنګه کېدای شي دومره زړه بې رحمې نه ډک کړو؟

  11. عبدالله Reply

    سلام ټولو دوستانو ته وړاندی کوم … ستاسو دغه بی منطقه بی تجربه دلیلونه می ولوستل زه په پوناه کی محصل یم درس وایم ورونو دلته څو ورڅی وړاندی د غور ولایت څخه یو هلک راغلی وو. څو ورځی یی تیری شوی بل ورځ خبر شوم چه هلک لیونی شوی دی دا هم عاشق شوی وو که کوم بل چل وو؟ . ګوره دلته په بیګانه ملک کی ژوند تیرول دومره آسانه ندی او بیا درسونه هم شی دا پسی لا بله چه په انګلیسی ژبه بلد نه وی. بایدتاسو ن ورو ته دمغفرت دعا وکړی کنځلی کوی آیاستاسو ورور، تره زوی ، ماما زوی الله د نکړی ددی قسم موضوع سره مخامخ شی عکس العمل به مو څه وی؟ دا هلک زه نه پیژنم آما ددغه ځای دمحصلانو د تکلیف بی خوبی زحمتونه او نور… ماته معلوم دی نمره اخیستل د استاد نه دسر په قیمت تمامیږی. خود کشی یی وکړ وخت به یی پوره وو. چاته معلوم . دی چه زه چیرته او څنګه مرم. د خدای لپاره د عاجز حق ته دمغفرت دعا وکړی. او نور کوم محصلان چه درس وایی هغوی ته دهغوی د کامیابی دعا وکړی.
    ستاسو ورور عبدالله Pune, India

  12. پتوال Reply

    له نیمګړې نړۍ څخه خو آرماني لاړ، الله دې د اخرت برخه نه ورکموي، خدای (ج) دې وبخښي!

    پیغلو ته په کار دي چې له له ځلمو په تیره بیا تنکو ځوانانو سره بېوفايي و نکړي، نن له یو او سبا له بل سره تار و نه ځغلوي ، خو که د بدلولو له باڼيچق څخه نه کښته کیږي نو لږ تر لږه مخکیني ته خو دې په خپل اند قناعت ورکړي بیا
    دې اخطار ورکړي او بیا دې له بل سره انډرسټینډنګ پیلوي

  13. لایق شاه Reply

    د دی خدای انصاف روزی کره په زوانی کی دومره پاتی او بی هوده کار.
    خو دلته یو سوال پیدا کیژی چی انجلی مسلمانه او که هندی

  14. مینه اتحاد Reply

    دایی سه کری دی!رشتیادیرکسان ددی غم سره مخ کیگی!الله دی خیروکی!خدای اکبرذات دی!الله دی نورمسلمانان له دی افته وساتی!تردی خوشه دی چی سترگی اوزره خلگ ووژنی

  15. عبدالله بارکزی Reply

    الله تعالی دی وبخشی دا زوان هلک انسان دی نو شیطان ورباندی غلبه کری دی.د یو مسلمان په صورت شه کار ای هم ندی کری دی بیا هم وایم الله تعالی دی د قبر عذات نه د وساتی .

  16. Nesar Ahmad Reply

    I hope the afghan Gov have full investigation about this issue ,its really sad for all Student over there in india as well in afghanistan ,,,

  17. محمد قسیم Reply

    دا باید معلومه شی چه دا کار یو بل چا کړی دی مه خپله عبدالحمید کړی دی داسی هم کیدائی شی چه د یو چا سره یی یو مشکل راغلی وی هغه دا کار کړی وی او بیا یی لیک لیکلی وی دا موضوع باید جدی وڅیړل شی

  18. M.A Javed Reply

    Da yaw ghamjan khabar dai da noro dayroo khabaroono pa thsayer. Dalta yawa khabara che jaliba aw da tsayraloo wer da, saway da, hagha da che da abdul hamid la khoa pa urdu zhaba bandi khat aw shayer prayshowal dee. Dasi maloomayzhi hagha da urdu pa istelah ” dal main koch kala hain”. Da day damakha che qazawat wakroo bayd palatana wasi che asli khabara chere da.

  19. Abdul Wahid Reply

    دا شهيد ندي دا مرتد دي، ددي پر
    زوند دي لعنت وي دا ځکه چي دده د اسلام دپاره ځان نه ووازه او ده د انجلي دپاره ځان ووازي

  20. Rahimi Reply

    اینطور احمق ها حق دیگران را که میخواهند به واقعیت درس بخوانند و مصدر خدمت به کشور و نسل اینده شان گردند گرفته بخاطر دختر بازی، عشق و عشق بازی و غیره کار ها چانس دیگران را به زور واسطه ، شناخت یا فساد اداری به انجا میروند اگر واقعآ مرگ وی بخاطر کدام دختر لعنتی شده باشد هیچ فرقی نمیکند یک ایاش22 ساله از دنیا کم شد ولی در هر صورت باید تحقیقات صورت گی.

  21. Noor Reply

    According to my understanding it is not true and nor the real story, there might be something else behind this.

  22. Noor Reply

    My request to all of you please do not post anything harmful for their family. the news we have for him is not confirmed from any angel accept a roar in the media. can anyone tell me about the deep ground realities such as whom he was in love with. why the media do not find the girl to ask her if it is real.

  23. سلطان احمد سباوون Reply

    زما نظر د نعمان صیب د نظر سره يو شان دی ۰ له ده يی زده کړی او نوره دته دعاګانی کوی –

  24. حسیب الله Reply

    زما په اند دغه کوم کار چی دغه محصل کړی دا یی ډیر غلط کار کړی که یو بی سواده چی له دین نه خبر نه وی دا ډول کار وکړی تری ګیله نشته خو یو د دریم ټولګی محصل هغه هم په هندوستان کی چی دا ډول احمقانه کار کوی نه څه ګیله ځینی خلک بیا وای چی مینی یی کړی ګوری حقیقی مینه له خدای رسول او دین سره کیږی دا ډول باطله مینه نه او دا ژوند چی الله مونږ ته راکړی ده دی حق مونږ سره نشته چی دا په خپل سر واخلو الله مونږ پیدا کړی یو او یواځی هغه دی چی زمونږ روح قبض کوی نو دا یی ډیر خراب کار کړی ځکه چی خپل اخرت یی خراب کړ مونږ باید د دین او اسلام له دایری نه هره موضوع ته وګورو نه د دنیا ده رواجونو نه او یا تخیلی دنیا نه

  25. zakirullah Reply

    wah wah da khpal khanadan aw da khpal watan noom de rokhana kar wah wah wah .
    you are not looking like educated person becouse educated person can not do like this .
    deera ghata gunaa da khudkoshi da de dunya na gunahgaar laree Allah de mal sha

  26. sebghatullah zadran Reply

    da dorog de mong ta de post mortem video aw ya aksona wahayee kom che police so sara we ye monga de forensic medicine wala de ye post mortem aksona aw video wa gore che homicidal case di aw ka suicidal aw dead body autopsy finding de wa katal she …aw dase nor…..

  27. Hemmatullah Reply

    khodai de mozh tol moselmanan de Islam paak din mainz aw asli matlab ta werasawi, so dase ne khwakhawunke aw ghamgina pekhe ra mainz ta neshi. Allah de dai wobakhi aw koraney ta de khodai loy ajer aw saber warkri. da ba ye qesmat wo((

  28. Mullah Habib Reply

    My Dear Ignorant Brothers and Sisters;

    I pray to Allah to make you people wise because the whole world tried everything on you, but it seems that it is fruitless as always.

    Stop bullying the death of a person. which only GOD knows why he killed himself. Stupid, useless and low comments are not needed. This person is not your property…

    Regards,

    Mullah Habib

  29. جمشید Reply

    زما په نظر مخکی له دی تحقیق نه وی شوی چی چا وژلی او که یی ځان وژلی څه باید ونه وایو د دی موضوع باید څیړنه وشی

  30. JM KHAN Reply

    I THINK IF THIS IS RIGHT , WE MUST CONDEMN THAT GIRL AND WE MUST KILL THAT GIRL I HIT LIKE THESE KIND OF GIRLS\

  31. Shawkat Reply

    for What for a gril if Aperson Cant love His/Her Parents then He/She Cant Love Anyone This is Not Love This Madness I am Fell Sorry For Him And i Pray May Allah Bless Him.

  32. نورالله رحمانی Reply

    واقعً ډيره بوږنوونکی ده. خو زما په اند دا دلیل نشی کیدلای، چی یو څوک دی د یوی جینی په خاطر هغه هم چی د بل مذهب او بل فرهنګ والا وی، خپل ځان قربان کړی. (په ځانګړی ډول افغانان) د ځینو وروڼو د تبصرو په هکله باید یواځی دا ووایم، چی د حقیقت نه مخکی خپل اندی فیصله مکوی، تاسو څه پوهیږی د هغه د مشکل په هکله، خدای ښه پوهیږی، چی د پردی ترشا څه شتون لری.. تاسو باور ورکړی، زه د جون د میاشتی را پدی خوا د هندوستان په نوی ډیلی کی زده کړی کوم، هغه څه چی دلته مونږ ورسره مخ شوی یو، که تاسو د دی خلکو باور او ژوند لاره وګوری، بیا درته کره مالومات کیدلای شی…

  33. فريده Reply

    قسيم وروره په چا ئ څيړي کمه دي واقعي انسانان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2