Categories

اعلان

Loading…

پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د مشال راډېو دفتر بند کړ

تاند – پاکستاني چارواکو نن جمعه /د جنورۍ ۱۹مه/ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې د مشال راډېو دفتر بند کړ.

ویل کیږي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام وروسته له هغه وکړ چې د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) د مشال رادیو د پاکستان د حکومت پر خلاف خپرونو تورنه کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت په یوه بیان کې راغلي، چې مشال راډيو پاکستان د تروريستانو د امن ځاى په توګه معرفي کړى دى.

د ازادي اروپا راډيوعمومي مشر تامس کېنټ په دې هکله ویلي، «موږ په اسلام اباد کې د مشال راډيو د دفتر پر بندېدو ډېر زيات اندېښمن يو او د پاکستاني چارواکو د ارادو په اړه په بېړنۍ توګه د زياتو معلوماتو په لټه کې يو. مشال راډيو د ازادي اروپا ازادۍ راډيو يوه څانګه ده چې خصوصي خبري اداره ده او د امريکا کانګرېس يې ملاتړ کوي. دا اداره د هيڅ هېواد له استخباراتي شبکو سره تړاو نه لري،»

تامس کینټ ویلي، «مشال راډيو په پاکستان کې زموږ د اورېدونکو لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو مهمه سرچينه ده. موږ هيله لرو چې دا ستونزه به بې له ځنډه هواره شي.»

د پنجشنبې په ورځ /د جنورۍ ۱۸مه/ د د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سیدعالم مسعود په کراچۍ کې د یوه پښتون فعال نقیب الله مسید د وژنې په تړاو یوه احتجاجي لاریون ته وویل، چې پاکستانۍ رسنۍ د پښتنو رسنۍ نه دي. نوموړي وویل چې د پښتنو رسنۍ مشال راډېو او ډیوه راډېو دي چې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د پښتنو اواز پورته کوي.‌

که څه هم چې په ښکاره پاکستان له نړۍ سره د ولسواکۍ غاړه وړي، خو ویل کیږی چې په حقیقت کې په دغه هېواد کې رسنۍ هېڅ ډول ازادي نه لري او د پوځ او استخبارات که څه هم چې په ښکاره پاکستان له نړۍ سره د ولسواکۍ غاړه وړي، خو ویل کیږی چې په حقیقت کې په دغه هېواد کې رسنۍ هېڅ ډول ازادي نه لري او د پوځ او استخباراتو له خوا سانسور کیږی.‌

576 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2