Categories

اعلان

Loading…

خوبونه، انساني ناخبری شعور (ناخود اګاه) او هنري ادبي پنځونې

اکبر کرګر

د انسان روان يوه بله پېچلې دونيا ده، د انسان ناخود اګاه او يا تحت الشعور په واقعيت کې داسې پېچلى سيستم دى، چې له ډيرو پخوا زمانو راهيسې پوهانو او فلاسفه وو يا حکيمانو په دې اړوند ليکنې او څيړنې کړي دي. يو له هغه کسانو چى د انسان د خوبونو رښتینی او ژور کشف يې وکړ، فرويد او بيا په تېره کارل ګوستاو يونګ و، چې د خوبونو او ناخود اګاه تر منځ اړيکه يې څرګنده کړه.

فرويد ليکي: «د ليپيس په قول (۱۸۹۱. ۱۴۶) ناخود اګاه بايد د رواني ژوند اصلي بنسټ وګڼل شي. ناخود اګاهي يو پراخ قلمرو دى چې په خپل دننه کې د خود اگاه په نوم  يوې کوچنۍ ساحې ته  ځاې ورکوي. هر ه خود اګاهی څيز د ناخود اګاهي يوه مقدماتي پړاو لري. په داسې حال کې چې هغه څه چې ناخود اګاه دي د دې امکان لري چې په هماغه حالت  کې پاتي شي او يا که وغواړي د يوې رواني هستونې او توليد بشپړ ارزښت هم وګڼل  شي. ناخود اګاهي يو رښتیني رواني واقعيت دي. د هغه ډېر ژور دننني (دروني)طبعيت موږ ته د بيروني دونيا د واقعيت په څير نا پيژندل شوى دى. په بشپړه توګه پر هغه باندې له خبرتيا موندنې  داسې جوتېږي، لکه زموږ د حسي اندامونو سره په اړيکو کې چې بيروني دونيا راڅرګندېږي» (۱: ۶۴۸)

له موږ سره داسې  ډېره تلوسه او لېوالتيا شته چې فکري او هنري هستونې په باخبره توګه وسنجوو. د فرويد په نظر د ځینو خلاقو انسانانو لکه ګويته او هلمهولتس (الماني  يو فيزيولوژيست (۱۷۲۱ -۹۴) په باب يو لړ ژور معلومات وړاندې کېږي. د هغو له اثارو جوتېږي چې په هغو کې نوي او اساسي توکي دا دي چې د هغو په افکارو کې د يو کل په توګه مخکينې یا پخواني افکار موجود وو چې  د وختونو په پوړيو کې جوړ شوي او د دغه ډول نوابغو ذهن ته رسېدلي او هلته يې ځاى نيولي دى. د فرويد په عقيده دا کوم نااشنا څيز نه دى، که په نورو مواردو کې هرې فکري توانايۍ ته اړتيا وي نو اګاهانه فعاليت بايد تر سره او په هغه کې خپله ونډه ادا کړي، خو دا ډول امتياز د زياتې ناوړه ګټې اخيستنې سبب شوى دى. دا اګاهانه فعا ليت دى چې که نقش ولوبوي نو بل هر ډول فعاليت به زموږ له سترګو پټ کړي.

دا چې موږ د “موږ” له ناخود اګاه نه خبرې کوو بې هدفه خبره نه ده. هغه څه چې شرح کوو د فيلسوفانو يا ليپس ناخود ګاه ته ورته نه دي. هغوى دا ګړنه يوازې د خبرتيا سره په تنا قض کې کاروي. کومه نظريه چې هغوی يې په ډېر حرارت سره بيانوي او په هغه شدت  چې هغوۍ ترې دفاع کوي دا ده  چې د ناخود اګاه له  رواني بهيرونو څخه د خبرتيا جلا والي دى. ليپس په دې باور دى چې هغه څه چې رواني دي په ناخود اګاه کې ځاى لري. اويوه برخه يې اګاهانه ده.

په تاريخي او فلسفي دونيا کې افلاطون لومړى متفکر او فيلسوف دى چې د انسان نفس يا روان يې مطالعه کړي دي. هغه په پنځم کتاب کې چې نورميس نومېږي ليکي:

«له هغه ټولو شيانو څخه چې انسانان کولى شي  خپل يې وبولي، ډېر سپڅلى مقام لري، هغه نفس يا روح دى چې ډېر سپيڅلي شى دى ـ خدايان ترې زيات سپيڅلي دي ـ نفس زموږ د وجود ډېر نږدې رابط او اړوند دى.»

افلاطون په دې باور دى چې نفس هغه عاليشانه بادار يا پياوړى ځواکمن دى چې بدن دهغة په وړاندې د کمزوري مريي حيثيت لري. انسان بايد دخپل دغه دروني ځواکمن درناوى وکړي. دا درناوى دوه اړخونه لري چې يوه سلبي او بله ايجابي ده. د شخصي هوا او هوس، شهوتو، خوندونو، تجمل، اسراف او په ځمکنۍ ښکلا پورې زړه تړل او همدا راز د رذايلو سره ليوالتيا، دمسألي سلبي اړخونه دي چې نفس يا روح ته زيان رسوي، خو د فضايلو او نېکيو پيروي ايجابي اړخونه دي چې نفس اسمان ته لوړوي او هغه څوک چې د انسان تکليفونه د خير په لور برابروي قانون جوړوونکي دي.

افلاطون وايي چې د خوب په مهال زموږ وحشيانه او حيواني تمايلات را ويښېږي چې  په ناخود اګاه کې  پټو شويو غوښتنو ته اشاره ده. خو خبره دا ده چې ياد متفکر نفس له دې اميالو ګوښى بولي او هغه له دې ټولو لوړ ارزوي، چې د جسم د حرکاتو اداره کوونکي دي. روان کولي شي د خوبونو اداره هم وکړاى شي. افلاطون د خوبونو په تدبير او د خوب او ويښې  په ارتباط باندې اعتراف کوي. هغه په دې تاکيد کوي چې په بيدارۍ کې د شهوداتو تعادل له وحشت نه ډکو خوبونو څخه مخکي کېږي. په دې اساس د «زه» او «خپلو» شهوتو سرچينه په بيدارۍ يا ويښه کې له روح نه پاتې کېږي. په داسې حال کې چې په يو شمېر ادبي او هنري اثارو لکه مسخ او محاکمه او په مدرنه ارواپوهنه کې چې خوب د ناخود اګاه محصول او ديونګ په وينا د «زه» يا ايګو(alter-ego) يا رښتيني ويښه او بيداري ده، نو ايګو او خود اګاه د روان يا د تنفس دوه سطحې ګڼل کېږي.

کله چې  په خوب کې وحشانه او حيواني طبع يعنې د اختلال او شرارت نه ډک حالت پيدا کېږي نو هغه د انسان ناخود اګاه ته اشاره ده. په دې مانا چې نفس له دې ډول غوښتنوسره توپير لري. نفس په عالي توګه جسم ته لارښوونه کوي او ان خوبونو ته لورى او استقامت ورکوي. د خوبونو په تدبير سره افلاطون څرګندوي چې د خوب او ويښې تر منځ څه تيښته نشته.

د ارسطو په نظر: نفس دبدن بڼه څرګندوي او بدن يا جسم له قوې نه فعليت ته راوړي. دا فعليت نه يوازې مادي حرکت او تغذيه ده، بلکې علم او پيژندنه، اراده احساس او ټول حياتي ښکارندې په کې شاملېږي. د وحدت نفس هغه ټول څه دي چې ژوندی جسم له نورو هغو جلا کوي. ژوندى جسم د نفس لرونکو د قوې کمينځاى او د تغذيي او مثل توليد دى (۲: ۴۳).

څرګنده ده چې له مدرنيزم څخه دمخه فرهنګي نړۍ او د هغې پيژندنه، فکري نظام او سنت يوه واحده بڼه نه لري. د دغه دوران توپير يوازې په يونان، رومي۔ ديني او دوحي په فرهنګ کې دى. د فرويد له نظره ارسطو هغه فيلسوف دى چې خپله الهياتي ليوالتيا يو څنګ ته کوي يعنې هغه څه چې دمخه مفکرينو پرې ټينګار کاوه۔ د هغو له ويلو ډډه کوي. ارسطو خوبونه د علم النفس موضوع بولي هغه په دې باور دى چې خوب په طبعيت پورې اړه لري نه د الهى  او يا ماورالطبيعي اوامرو پوري. د ارسطو په نظر خوبونه البته دويده کيدو په حالت کې د فرد هماغه ذهني فعاليت دى. ذهن په خوب کې کوچنيو محرکاتو ته مبالغه اميزه بڼه ورکوي. ډېره لږه تودوخه د پښو په تلي کې په اور بدلېږي. ځينې څيړونکي د بيدارۍ په حالت کې ګډوډي او اغتشاش بې مانا او بې ارزښته بولي او په ظاهر کې د دې نظريې دليل په ساده ګۍ سره هماغه ګډوډ خوبونه دي. د فرويد، فروم ۔يونګ او د يونګ د شاګردانو له څېړنو څخه د خوبونو د تعبير په باب داسې پوهېږو چې په کلي توګه د ناخود اګاه کړنې  په بدوي قومونو کې پېښې شوې دي په ورځنيو پيښو کې دهغو انعکاس دى.

د يونګ په نظر د خط له اختراع نه وروسته چې د تاريخ پيل بلل کېږي، د انسان په خوبونو کې د شهودو او د اشراق اړونده اوازونه ځاى نيسي او اورېدل کېږي. په ځانګړې توګه داسې تصور کېږي چې د بې خوده بيدارۍ په حالتونو کې انعکاس کوي او يا په خوبونو کې راځي.

داسې عقيده موجوده ده چې صور وخيال او خوبونه په يوه ډول او يو ترتيب سره زموږ په دنننۍ دونيا کې شکل غوره کوي. پخوا دې ټکي ته لږه پاملرنه کيده. رښتيني يا وړاندويونکي خوبونه د بېروني سرچينې له مخې تصور کيدل خو پردې ټولو سربيره افلاطون په يو اثر کې خوبونه د انسان ابدي او تلپاتی اواز بولي، نو په دقت سره انساني منشاء ته اشاره کوي. د خوبونو د منبع په پام کې نيولو پرته خوبونه په صادق او کاذب ډولونو وېشل کېږي چې دا په ختيځ او لوېديځ دواړو کې لرغونې ماضي لري. د خوبونو په اړوند يوه ډېره لرغوني ليکنه د هومر په باب ده چې خوبونه هم د عقلاني ځواک مظهر بولي او هم د ناعقلاني ځواک مظهر.

د هومر په نظر خوبونه هم دوه دروازې لري: د حقيقت اړونده دروازه او بله د خطا او وهم اړونده دروازه چي هومر ورته هماغه صادقانه او ګډوډ شيطاني خوبونه هم وايي.

سيسرو چې د مسيح له ميلاد نه ۴۳ کاله تر مخه ومړ، لومړې سړى و چې د خوبونو تعبير يې بې اعتباره کړ. که امکان نه لري د تجربې ۔ مشاهدې په مرسته د هغو رښتينی تعبير کولي شو.

د مدني ارواپوهني له مخې به داسمه وي چې خوبونه له ناخود اګاه نه راپورته کېږي اوناخود اګاه له بهرني ښکارندو او د موجود نظم سره په نسبت کې ستر ځواکونه خوندي کوي او د ژوند په برلاسي حالت کې شکل نيسي.

هابز موږ ته وايي، چي ډاروونکي سيورى چې د مورخينو په وينا را ښکاره کېږي له وېرې څخه له راپيدا شوي وهم پرته بل څه نه وي. هماغه ډول چې په تورتم کې يو انسان ته ممکنه ده چې د وحشت په حالت کې د بلا او سيوري په څير يو څه وويني. خوبونه دوېده سړي له خيالاتو پرته بل څه نه دي. زه په بيدارۍ کې پوهېږم چې ويده نه يم خو په خوب کې فکر کوم چې ويښ يم.

هابز د فرويد د نظر پر خلاف خوبونه په روان پورې مربوط نه بولي بلکې خوبونه او روان د مغز او اعصابو معلول بولي. «د خوب ليدنه د بدن دروني ګډوډو او د اختلال معلول وي. ډول ډول اختلالونه د بېلابېلو ډولونو خوبونو سبب کېږي. همد اسبب دى چې ويده انسان په يخه هوا کې وحشتناک خوبونه ويني او خيالي افکار يا ډاروونکي تصورات را منځ ته کوي چې په دا ډول حالت کې له مغز نه په دوه ګوني حرکت سره د بدن داخلي غړو او له  داخلي غړو مغز ته  لاره کوي.

په هماغه ډول چې قهر د بدن د خوله کېدو او ګرمېدو سبب کېږي، تودوخه هم د هماغه غړو د ګرمېدو سبب کېږي او په پايله کې د قهر او غضب سبب او په مغزو کې خيالي دوښمن جوړوي. د هابز په نظر خيالي شکلونه که په خوب کې یا په ويښه کې وي، د مزاجي اختلال معلول دي او هر وخت همدا ډول دي.

يو مهال پيريانو پاڅوونکي جادوګران کشيشان چې خلک به يې تېر ايستل د خلکو په ذهن کې به د خوب او بيدارۍ په حال کې را ظاهره کېدل.

« که د ارواحو دغه خرافاتي وېره دهماغه دروغجنو وړاندوينو سره په خوبونو او نورو زياتو شيانو باور  چې د هوس د ارضا او د مکارو هوسونو له پاره  تر سره کيږي ،له منځه ولاړ شي نو انسانان به د مدني لاسبرۍ له پاره ډېره وړتيا پيدا کړي.» (۲: ۶۳)

خوبونه يو ډول عيني حقايق دي چې نه شي کولي زموږ انتظارونو ته ځواب ووايي. هغه موږ اختراع کړي او رامنځ ته کړي هم نه دي. که څوک وغواړي او پريکړه وکړي چې ټاکلي شيان په خوب کې وويني نو دا کار نه شي کولي.

يونګ خوبونو ته ارزښت ورکوي او د خوبونو د خپلواکى په اړوند وايي: زموږ خوبونه زموږ د خود اګاه څخه عجيبه خپلواکي او ډير زيات ارزښت لري دا ځکه چې تقلب نه کوي. د خوبونو ويل د فيزيولوژي په اندازه ستونزمن دي. (۳: ٣٦)

خوبونه او هنري هستونې:

که خوبونه د بشري ناخود اګاه يا ديوه انسان د ناخود اګاه کړنه يا محصول وبولو، نو د فرويد  دې خبرې ته پام کولى شو  چې په فردي لحاظ د ناخود اګاه په اصل باندې ټينګار کوي. په دې ډول نو نيغ په نيغه د هنرمند او ليکوال له هستونو سره اړيکه هم لري. په هنري او ادبي څېړنو کې جوته شوې  چې د ليکوال او هنرمند هستونې د هغه د تحت الشعور، د هغه د غرايزو او د هغه په ناخود اګاه کې د ذخيره شويو زړ بېلګو سره تړاو لري، خو ب هغه عمليه ده چې د انسان په اراده کې نه ده، بلکې خپلواک عمل کوي. کله چې يو هستوونکی انسان د ليکنې او هستونې عمل کوي د هغه سيال ذهن په حرکت راځي او د هغه د ذهن او روان محصول د کاغذ او تابلو پر مخ ځاى نيسي، کله نا کله په ويښه کې هم دا کار کېږي.

عرفاني او اشراقي څېړنې د دې خبري بل مصداق دى چې موږ ور سره مخامخ کېږو. په عرفاني دونيا کې شيخ محى الدين عربي مشهوره څېره ده او د هغه مشهور اثر فصوص الحکم هم د داسى ويښې او خوب د حالت پيدا وار دى.

د ابن عربي په نظر د خيال مفهوم د نن ورځي د خيال له مفهوم سره توپير لري. خيال کېداى شي د هماغه سماويه عقولو او ناطقه نفوسو نه سر چينه واخلي. سره له دې چې ظاهري خيال انساني ښکاري، نو خيال کولي شي د جزي او کليه اشکالو هستوونکی وي، يعنې هغه بايد خلق کړي او ممکنه ده چې خيال يوه وهميه قوه وي او هم د جزيي معاني مدرک (۳: ۵۳).

د فصوص الحکم کتاب چې د يو ډول خوبونو ليکلو په څېر ښکاري، شيخ پرې اعتراف کوي چې د رسول په لاس کې کتاب و او راته وىې ويل چې دا واخله او د خپل استعداد له مخې ترې ګټه واخله.

ما ورته وويل: «ګوشوار استماع در ګوش کنم وطيلسان اطاعت بردوش افکنم… .»

دغه راز دخيرالبيان٬٬ بدايت الکتاب،، چې يو ډول مونو لوگ دى ، ددې خبري مصداق کيداى شي کله چې  دبايزيد روښان دخيرالبيان سريزه  يا بدايت الکتاب  وينو هلته هم په يو عجيب حالت کې پير ته لارښوونه کيږي چې  دخيرالبيان په نوم کتاب وکښه. دغه خبري په بې واسطه ډول پير روښان بايزيد ته کيږي له  استازي پرته ويل کيږي ،.

که دا خبره ومنو چې خوبونه د ناخود اګاه ژبه وي، نو د ځينو هنرمندانو او ګوتو په شمار پوهانو خوبونه لکه کافکا، ادرنو، بنيامين او ليوناردو داوينچي او نورو د اثارو له مخې چې هغو په زياته بيدارۍ او خبرتيا کې هست کړي دي دابه ستونزمنه وي چې دخبرتيا دحالت په څير يې تفسير وشي.

فرويد په مونيستي نظر باندې باور درلود او په دې خبره يې ټينګار کاوه چې “ځان” يا “زه” د فرد په ناخود اګاه فشار راوړي او داسې روانې پايلي ترې رابهر کېږي چې د هغو له مخې شخصيتونه روښانه کېداى شي. د مثال په توګه يو داسې هنرمند لکه ليوناردو داوينچي د يادښتونو له مخې چې اوس ورسره څلور سوه کاله واټن لرو، شخصيت يې پېژندل اورغول کېږي. فرويد د ليوناردو داوينچي په نوم يوه په زړه پوري رساله يا اثر لري.

داوينچي په پاخه عمر کې د خپل ماشومتوب خاطره ېاد ته راوړي او ليکي: «زه د څيرونکي ځناور په باره کې خاص حساسيت لرم، دا ځکه يو وخت چې زه ډېر کوچنى او په زانګو کې ويده وم نو يو ځناور (لاشخور) زما زانګو ته راغى او لکۍ يې څو وارې زما په خوله ووهله او خوله يې راته بيرته کړه..» (۲: ۱۰)

وايي چې کافکا به خپل خوبونه هره ورځ دخپل يادښت په کتابچه کې ليکل دوه وارې يې د فرويد نوم اخيستى و. هغه ليکلي دي وايي: د کافکا زياتره کيسو منبع په خوبونو کې ده، هر څومره چې خوبونه تفسير کړو، دې کې شک نشته چې په ويښه او بيدارۍ کې خوبونه سانسور کېږي. د کافکا په نظر ليکل د بيدارۍ په حال کې خوب ليدل دي. مسخ، د کلي داکتر، محاکمه، ښکاري ګراکوس او نور ډېر اثار د کافکا رياليستي هغه نه بلکې  له تخيلي داستانونو سره هم توپير لري.

کافکا د خوبونو حالت د خپلو داستانونو بستر ګرځولو د هغه هنري فورم يو ډول کوټلي او سره تداخل لري، چې د خوبونو ليدلو څخه دا کيسې توپيروي. په دې کيسو کې هم استعاره د خوبونو په څېر کارول کېږي.

وايي چې يوه ورځ کافکا د خپل دوست ماکس برود کوټي ته ورځي، ماکس برود هلته نشته خو د ماکس برود پلار ويده دى. کافکا په تاسف سره د پښو په پنجو له کوټې ر ابهرېږې، پرته له دې چې هغه بوډا پاڅوي، دشونډو لاندې وايي: «هيله ده چې ما خوب ليده وبولي.»

د ارواپوهنې له مخې کله چې موږ د خوبونو په حالت کې ژوند کوو، وينو چې هم حرکت کوو او هم ترې ډار لرو. خوشاله يو او په فکر کې مغرور او ځان سپک بولو، په کلي توګه هغه څه چې يونګ، بنيامين او  اودورنو   په اصطلاح لکه د خوب مفکوره، د خوب احساس او د هغو په څېر تجربه کوو؛ نو د خوب په باب رپوټ او ليکنه کې وايو چې سپي مې په خوب کې وليدل، خو دا مطلب نه ادا کوي، د خوب ليدو په مهال کېداى شي سپي موږ په وحشت يا په خندا راولي، ترحم، حال يا بله مفکوره ولري. دا ځکه په خوبونو کې يو ملګري چې د کوټي دروازه زموږ په مخ تړي يو وحشت راپيدا کېږي او وېره راپيدا کوي او دا وېره د زندان له ساتونکي يا جلاد نه پيدا کېږي، خو کله چې همدا حالت په ويښه کې وينو احساس کوو چې هلته ژوند نه کوو.

کارل ګوستاو يونګ چې په اوږده عمر کې يې په زرګونه خوبونه تعبير کړي، د خپلو خوبونو په تعبير او تفسير کې يې هڅه کړې او د ناخود اګاه او خود اګاه سره يې د خوب اړيکه څېړلې ده او همدارنګه د خوب او خوب ليدونکي په رابطه باندې ټينګار کوي (۲: ۱۴).

يونګ د خوبونو تحليل او شننه اثر کې ليکي: «ښايي د دغه ډول خوبونو وروستي اثار په روم کې وپلټو. د مٽال په توګه، د يوه سناتور لور خوب ويني چې يوه الاهه ورته راځي او هغه ګواښي چې که د عبادت ځاى ساتنه ونه کړي، نو ويجاړېږي او بايد ترميم شي. نجلۍ سنا ته ورځي او خپل خوب وايي. سناتوران پريکړه کوي چې عبادت ځای ترميم کړي (۳: ٣٧).

همدا راز د یوې بلي پېښې يادونه کوي: «په اتن کې يوه پېښه پېښېږي. يو مشهور شاعر خوب ويني چې يو سړی د هرمس د لمانځنې (پرستش ځای) نه ډير باارزښته لوښي پټوي او په يوه ځاى کې يې خوندي کوي. دغه شاعر په خوبونو باور نه لري په لومړي وار يې پروا نه کوي، خو کله چې دويم او دريم ځلې همدا خوب ويني فکر کوي چې خدايان ټينګار کوي او ښايي خوب يې رښتيا وي. اريو پاګوس (دروميانو دسنا معادل دی) ته ورځي او خپل خوب ورته وايي. بيا ځي پلټنه کوي او غل پيدا کوي او لوښي بيرته لمانځنې ځای ته وړي.» (۳: ٣٧)

«د يو ناپيژاندي سړي خوب يا د داسې کس خوب چې ډېر پخوا اشنا و، په غوره توګه سمبوليکه بڼه غوره کوي.»

دا پېښې او داسې تصویرونه ټول او ټول د ذهن او د يو بېل او ځانګړي حالت پيداوار دي، چې بيا هم د فرديت پوري اړه لري. فرديت په دې ډول هستونه کې نقش لري. دا ډول پېښې موږ ته لا زيات د انسان د ناخود اګاه د پېچلې سيستم څرګندونه کوي. دا سيستم یو لړ زیات ذهني انځورونه، پېښې او انعکاسات لري، له بلې خوا د انسان يا فرديت په عواطفو او احساساتو کې هم ډېر کوټلې او ټاکلې ونډه لري.

د نفس يا روح په باب د يونانيانو لومړني تصورات له يوې اساطيري کيسي نه هم جوتېږي چې يو ډول خوب ته ورته ده. دا کيسه د”کوپيد او پسوخه” د مينې يا عاشقۍ داستان دى. دا کسیه د لرغوني يونان د اساطيري داسىتانونو له ډېرو جذابو هغو څخه ده، چې تر زياته حده د پيريانو يا ښاپېرو کيسو ته هم ورته دى.

کيسه په دې ډول ده.

«يو پادشاه درې لوڼې درلودې. د ېوي نوم پسوخه و، چې په لغت کې هم د پروانه يا پتنګ مانا لري او هم د نفس مانا لري. د پسوخه ښکلا دومره زياته وه چى د ونوس کينه يې را وپاروله. ونوس خپل زوی کوپيد ته امر کوي چې پسوخه د خپل خارق العاده قدرت په وسيله د نړۍ د ډېر ناوړه او بد موجود باندي عاشقه کړي او په دې ډول د هغې (کوپيد د مور) کينه رالږه  کړي. خو کله چې کوپيد، پسوخه ويني، پر هغې مينېږي. آپولو د کوپيد په غوښتنه هغه د ناويتوب په کاليو کې د غره څوکې ته خېژوي. ډيره نرمه او پسته وږمه نازکه او نرۍ پسوخه له غره نه يوې پټې درې ته او له هغه ځایه يې افسانوي ماڼۍ ته وړي.

په ماڼۍ کې نامالومه کسان د هغې خدمت کوي يو اواز هغې ته ډاډ ورکوي او بالاخره د شپې په مهال پسوخه د خوب يو تورتم ځاى ته ورځي. کوپيد په انساني بڼه له هغې سره يو ځاى کېږي. پسوخه پوهېږي چې کوپيد د هغې مېړه دى، خو کوپيد له پسوخه نه غواړي چې هېڅکله خپل مېړه ونه ويني. عشق او مينه په تورتم کې دوام کوي چې بالاخره پسوخه د کينې او حسد له مخې د هغې خويندې لمسوي. خويندې يې فانوس روښانه کوي چې د خنجر په وسيله کوپيد له منځه يوسي. د کوپيد ښکلا پر هغې جادويي اغېز کوي. هغه زړه بايلي خو کوپيد ترې ځي. له هغه وروسته په ډېرې لالهاندي او سخت کړاوونه د پسوخه له خوا تر سره کېږي، چې له لاسه ورکړې مېړه پيدا کړي.

له ډېرو پېښو وروسته کوپيد، پسوخه د مرګ په خوب کې مومي. ونوس له کينې لاس په سر کېږي. خدايان د پسوخه او کوپيد د واده مراسم جوړوي. د زيوس سوغات داسې شربت دى چې پسوخه د ابدي ژوند يا نامرګاني ژوند خاوند کېږي. دا جوړه يوه لور زېږوي او خپله وولوپتا(Volupta) نوموي. د ولوپتا مانا خوند يا لذت دى.

دا پېښه يو ډول خوب ته ورته ده چې هغه يې بيا کښلي ده. شهزادګۍ چې د پتنګ وزرې لري د روح يا روان تجسم کوي. په تورتم کې روان کوپيد هماغه اروس سره پيوند پيدا کوي. تر دغه ځايه ټول داستان د خوب په څېر ده. کله چې د ويده کېدو حالت کې خوب وينو، چې څوک مو وژلي دي، کېداى شي په خوب کې د ګناه احساس وکړو. ځان مجرم وبولو او ځان د څادر لاندې احساس کړو، خو کله چې را ويښېږو زموږ خاطر ارام کېږي او يا هم د اګوستين په څېر د خداى شکر کاږو، چې پېښه په خوب کې وه او موږ د خپلو کړنو مسوول نه يو. د پسوخه مسووليت له هغې شېبې پيل کېږي چى د روښانه فانوس رڼا د هغې د ويده مېړه په څېره لګېږي د غوړيو څاڅکې له فانوس نه څڅېږي او د کوپيد په اوږه يا اروس پريووځي هغه را ويښېږي پسوخه ويني چې خنجر يې په لاس کې او د هغه د وژلو نيت لري.

د کوپيد د ښکلا ځلېدل د وژنې نيت په عشق بدلوي، خو نور ناوخته دى. بيداري له خوب سره خيانت کوي او هغه لکه (مکبث) خوب يې د وژلومانا لري چې نور به ويده نه شي.

د دې جريان پرمختګ يوازې د پوهاوي امکان نه لري، دا ځکه چې اسطورې او افسانې د قوم جمعي خوبونه وو ،چې يو وخت پرې باور کېده او په دې ډول هغه يې د رازونو او سمبولونو په توګه ليدلي، که د يونګ خبرې ته پام وکړو چې وايي:

«خوبونه د ناخود اګاه روان ډېر عادي او ډېر مناسبه تجلي ده. نا خود اګاهي هم لکه يو ډول خوبونه دي. دا ډول افساني هم د قوم د ناخود اګاه ژبه يا د نيمه هوښيار قوم ژبه وه. يا په بل عبارت د ناخود اګاه ژبه د اساطيرو په دوران کې د هوښيارۍ ژبې ته نه ده داخله شوې. بايد وويل شي چې بشري يا جمعي ناخود اګاه د جهل او بې علمۍ نښه نه ده. تصاوير، منظرې د خوبونو، پېښې اسطوري او افسانه که د قومي يا شخصي نا خود اګاه ښکارندوي او مظاهر دي يو پيام هم لري.» (۳: ۳۸)

يونګ وايي: «داسې پېښې شته، چې زموږ ځانخبرې سطحې ته نه دي رارسېدلي خو پېښې شوي دي. موږ يې په يوه نيمه هوښياره سطحه کې پرته له دې چې خود اګاهانه معرفت کې جذب کړو، ساتو. دا پېښې کولي شي يوازې په يوه شهودي شېبه کې يا د ژور تفکر په يوه پوهاوي کې چې د دغه پېښو په واقعيت پوه شو لارښوونه کوي.» (۴: ۲۶)

د پسوخه په افسانه کې د نفس يا روح تصور موجود دى، چې د يونان له سقراطي دور نه تر مخه ليدتوګه رامخې ته کوي. روان عشق او لذت چې له يو بل سره تړاو لري نا عاقلانه او مکروه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې دآپوليوس روايت موږ ته وايي چې پسوخه يا د عشق پلټونکی روان دى چې اسماني جوهر لري دا افسانه له تخيلاتو سره يو ځاى ده.

« يونګ د يونانيانو په ستاينه کې وايي چې هغوی د تفکر داسې پړاوونه وهلي وو چې اسطوره يې په هماغه ډول چې پېښه شوي وي، ناممکنه ګڼله، هڅه يې وکړه چې هغه د پوهېدنې وړ کړي.

همدا پېښه زموږ په دوران کې د خوبونو په سمبولیزم کې څرګنده شوه.

تر دې دمخه چې د ارسطو د نفس يا روان په باب رساله وليکي، يونانيانو په دې باب تصورات درلودل، هومر دايلياد قهرمان له مرګه وروسته لکه نفس يا روح له ځمکې لاندې جهان يا تارتاروس ته لېږي. هادس د دې نړۍ حکمران چې د زيوس ورور او کرونوس زوى دى، تارتاروس د بې تنو او بي جسدو د سيوري نړۍ ده، چې د دې ځاى ژوند د هغه په پرتله اشراف او برتره دي.

برعکس ارفيکان جسم د روان زندان او مرګ د عالي دونيا په لور الوتنه بولي.

داسې برېښي چې ارفيکان يا داورفيوس ستايونکى هغه لومړني زاهدان وو چى د نفس خلاصون يې د مادي لذاتو څخه په ژغورنې پورې اړوند ګاڼه (۲: ۴۰).

د ډاکتر يونګ په نظر په ښځو کې حالت په بشپړه توګه د نارينه وو په نسبت بل ډول دى. ښځې بايد عواطف ولري او که نه وي نو هېڅ شى نه ويني. ښځه چې ژاړي له دې امله ژاړي چې بې حوصلې ده، ستړې ده، په قهر ده، خوشاله ده او داسې نور. خو په دې خاطر نه چې غمګينه ده. د هغې عواطف همېشه د دې مانا په خاطر دي چې کولى شي له خپلو عواطفو سره کار وکړي. دا مني او که نه يي مني دا بيله موضوع ده. نارينه هېڅکله په يوه ټاکلي قصد سره عواطف نه لري. د عواطفو له لارې نه شي کولاي هغه وڅېړي له عواطفو سره يې کار وکړي. دا له ساده توب نه پرته بل څه نه دي. عواطف يې ويجاړوونکي دي. خو ښځه يوازې د عواطفو له لارې چې په ګټوره توګه عاطفي کېږي تحليل کولى شو. که د يوې ميرمنې يا ښځۍ عواطفو ته ونه رسېږو نو هېڅ شي ته نه شو رسيدلي. د ښځې له ذهن سره که خبرې وکړې، بيا نو له يوه کتابتون سره خبرې کوې. چې اوس خالي دي د ښځي واقعي وجود اروس دی.

د انسان عواطف د طبعيت محصول دي. هېڅ قصدي او يا د هدف په موخه په کې څه نشته، خو که وکولای شو له هغې ګټه واخلو، اصيل او باارزښته دي. لکه خوبونه چې پخپله پېښېږي، دا کار يوازې هغه مهال ډېر ګټور دی چې نارينه په فوق العاده توګه په ځان ساتنې او خوددارۍ سره وکړای شي په خپلو عواطفو سره چې کله دغه عواطف ساړه دي لوبي کوي. په دې اساس له هغه عنصر سره چې موخه ولري کولي شي خپل نقش ولوبوي. خو دا عواطف نه دي، ښځه په ټولو استعدادونو سره د خپلو عواطفو له لارې عمل کوي. هماغه ډول چې نارينه په خپل ذهن کار کوي، قصد او نيت لري، په همدې دليل ده چې دا ټولې قدرت لوبې د ښځو په منځ کې موجودې دی، لکه مادام دومنتون يا مادام دوپومپا دور. کله چې يوه الهام بخښوونکې ښځه په خپل ذهن سره کار کوي په نارينه کې د لوګوس تخم پيدا کېږي، نارينه د ښځۍ درانه زهدان له راز نه ډارېږي. د هغې د خلاقه شکل نه ډارېږي او د نارينه د مغز له درانه راز نه ډار لري. د نارينه د خلاقه زهدان نه چې د هغه پر سر کې دي ډارېږي (۳: ٤٧).

بده به نه وي چې پايلې ته دکارل گوستايونگ په دې خبرې سره ورسيږو چې وايي: دخوبونو ،اسطيرو اوادبياتو اوپه کلي توگه دهنر ترمنځ يوه ډيره نږدې اړيکه موجوده ده . دا ځکه چې مثالي بڼې په هنر کې هم دخوبونو په څير را څرگندوي . يونگ وايي : دامريکايانو اواروپايانو په خوبونو کې  چې ماته راتلل  داسې نښانې اوسمبولونه مې په کې ليدل چې دمذهبي رمزونواو اساطيرو اودښاپيرو  اوفولکلوريکو  کيسو سره ورته وو. اودې ته مې پام شو  چې دهغو ټولو سرچينه په ټولنيز ناخود اگاه کې ده.  (۵-۲۳۰)

ماخذونه:

۱. زيګموند فرويد. تفسير خواب. (ترجمه شيوا رويګريان)، نشر مرکز. چاپ اول. ۱۳۸۲.

۲. تيو دور ادرنو. خواب نوشته ها، (ترجمه سياوش جمادي احسان لامع)، کتاب پارسه، سال ۱۳۹۴.

۳.کارل ګوستاويونګ. تحليل روياء – ګفتګوى رهاېې درتعبير وتفسير رويا، (ترجمه رضا رضايي)،

۴. کارل ګوستاويونګ. انسان و سمبول هايش (ترجمه صارمي)،

۵.دکتر سيروس، شميسا.نقد ادبي. چاپ چهارم. ۱۳۸۳ ،انتشارات فردوس ، تهران

څيړنه: اکبر کرگر

55 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *