Categories

اعلان

Loading…

شاعر او ماضي | ګل رحمن رحماني

ارمان ارمان تېره ساعته!

پيدا به نه شې که ملنګ درپسې شمه

د انسان د ژوند ډېرې تجربې له ماضي زمانې سره تړلې، ځکه په بشپړ ډول يې تېره کړې او د ابهاماتو له دايرې يې تر ډېره راوتلى دى، خو د حال له برخليک نه يې تر اوسه پورې معلومات بشپړ نه دي، راتلونکى خو هسې هم ناڅرګند دى او په اړه يې قضاوت د واقعيت پر ځاى وړاندوينې ته ورته دى.

د شاعر انسان ادارک، احساس او عواطف په دغه دري ګوني زماني مثلث کې را ايسار دى، خو کله کله د هغه تمايل د ماضي ضلعې ته دومره زيات وي چې حال او راتلونکي ته يې پاملرنه کمېږي.

زموږ د اعتقاداتو له  نظره انسان د هستي په نظام کې بېلابېلې يا رنګا رنګ اړيکې لري چې هره اړيکه يې بيا هم د ځانګړو رېښو لرونکې ده. دا اړيکې په ټوله کې په څلورو کتګوريو وېشلى شو:

  • له ځان سره اړيکې
  • له خداى سره اړيکې
  • له طبيعت او هستۍ(جهان) سره اړيکې
  • له نورو(خپلو هم بڼو) سره اړيکې

  له درېيمې کتګوري سره د هغه اړيکې تر ډېره زموږ له موضوع (زمان) سره  اړخ لګوي، ځکه چې د هغه اړيکې له خپل طبيعت او د جهان له هستۍ سره د همدغه درې ګوني زماني مثلث په اډانه کې تنظيم شوې او په ټولو  اړخونو کې يې خپل يون او غبرګون ښودلى دى.

د شاعرۍ په ډګر کې هم ډېر ځله شاعر په درېيو زماني اړخونو کې ژوند کړى، که يې د حال ستاينه او يا هم له روزګاره شکايت کړى دى، خو ځان ته يې د يوې  ښکلې راتلونکې او خلاصون ډاډ هم ورکړى، د تللې زمانې د ښايسته او بدرنګه وختونو د شان و شوکت او خپل حالت ستاينه يې هم کړې ده او په دې توګه يې زړه ته تسکين ورکړى دى.

تر کومه چې د پښتو ژبې له شعرونو سره مخ کېږم، شاعر په يوه ډول له خپل ماضي سره ټينګه اړيکه ساتلې، له تېرې زمانې سره يې د (تېر په هېر) معامله نه ده کړې، ماضي ورته له حال او راتلونکي ښه ښکارېږي، فکر کوي چې هغه زمانه يې په ژوند کې نه تکرارېدونکې ده.

د استاد شهسوار سنګروال (د سپين غر لپاسه څانګه) شعري ټولګه د نوموړي په لاندې غزل پيل شوې چې يو څو بيتونه يې په لاندې ډول دي:

د يـاغـي مرغـه وزر وم خو اوس نـه يـم
د زيـړي مازديګرغر وم خــو اوس نــه يـم

د پـــنجـــرو او زولـنــو تـياره نـصــيــبه!
زه د هـــسکو غــرو نــښــتر وم خــواوس نـه يم

د تـــقديرڅپـــو راګـــيـــرکـــړم پـه کوزه کښې
يــو بـــېــباکه ســـمـــندر وم خــواوس نـــه يـــــم

پــه تـــندي مـــې داســـمان کــاڼــې مــات کړي
چــې هـم نــنګ اوهــم خـنجر وم خواوس نه يم

اوس د پـــېـــغلو د مــســتۍ حــرم لـوټ شوی
د افــغان داوجـــرې ور وم خـــــــواوس نــه يـــم

 دا ډول احساس  او مايوسي د پښتو شعر  په  کلاسيکه او اوسنۍ دوره کې  د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې موندلى شو. د داسې شعرونو په پاى کې بيا د زړه خوشحالولو  لپاره  زماني واټن او اړيکه بدلوي او د يوې ښې راتلونکي په يادولو سره د تېر او راتلونکي ترمنځ د حالت د برابرۍ اړيکه ټينګوي. د سنګروال صيب د پورتني غزل د پاى څو بيتونه داسې دي:

خـيرکه مـړ شــوم د ننګ ناوې کونډه نه شوه
دا تيـارو تــه بــه لــمر وم خــو اوس نـــه يـم

ړنــګ بـــرجـــونه به سر پورته کړي له خاورو
بــيا بــه هــغه سـکـنـدر وم خواوس نــه يـــم

دانـېشه نېشه وطن به مې خدای مست کـړي
هــم بـــه لــراو هـــم بــه بــر وم خـواوس نـــه يـــم

زموږ په ټولنه کې عام تصور يا باور دادى چې د تېر وخت ارمان  هغه کسان کوي چې په حال کې څه لاسته راړونه او راتلونکي ته هيله نه لري، د حال ستاينه ورته  يو ډول بغاوت ښکاري او يا هم هغوى چې د اوس لاسته راوړنې يې  د ماضي د غوره کړو وړو محصول وي. په بل عبارت له ماضي سره مينه د وروسته پاتې خلکو ځانګړتيا ده، پر مختللي او ژوندي خلک له خپلې راتلونکې زمانې سره مينه لري.

په دې ترتيب داسې انګېرل کېږي چې  بې خونده حال، زموږ د غفلت او ټنبلۍ پايله ده چې له موقع نه مو پوره ګټه نه ده اخيستې.  يوه پښتو لنډۍ داسې ده:

که زه خبر واى چې تا بيايي

ما به تصوير درته د شپې اېستلى ونه

خو بل نظر دادى چې انسان په طبيعي او فطري ډول د خپل تېر تابع دى، له خپلې ماضي سره نه له يوې مخې پرېکون کولى شي او نه هم  په کې  داسې محوه کېدلى شي چې له حال او راتلونکي بې پروا شي.

د ځينو پوهانو نظر دادى چې زموږ د حال ستنې په ماضي کې اېښودل شوې، که له يوې مخې يې هېره کړو، نو په اوسمهال کې نه يوازې چې ښه حالت نه شو خپلولى، بلکې راتلونکې مو هم روښانه نه ده، ځکه خو هره نوې پديده نه سل  په سلو کې د رد او نه هم سل په سلو کې د منلو وړ ده.

حمزه بابا په دې اړه وايي:

ايينه د نني تهذيب دې ښه ده

خو جوهر پرې د ساده پرون پکار دى

حمزه بابا هم د تعادل خبره کړې  او وايي چې زموږ نن ښه دى، خو له يوې مخې يې له ماضي څخه نه شو جلا کولى، ښه توب يې هلته بشپړ دى چې د پرون جوهر ورسره وي.

حمزه بابا بيا هم د يوه ستر شاعر په توګه ماضي ته يو ډول تمايل ښکاروي او وايي چې ماضي مو له بدرنګۍ سربېره هم موږ ته ښکلې ښکارې.

که وي هر څو په بدرنګۍ تېر شوي
خو هغه تېر وختونه ښکلي ښکاري

دا موضوع تر ډېره پورې اخلاقي اړخ هم لري، په لوديځ کې د کانټ تر زمانې پورې دا اصول د منلو وړ ښکاېدل، خو نېچه وروسته اخلاقي نظام کې د بدلون څرکونه را څرګند شول، د ختيځ  په معرفتي اصولو کې  بيا له تېرې زمانې(ماضي) سره بې سرحده مينه د وروسته پاتې ټولنو ځانګړتيا ده او د پوره ژوند په مانا ورته ګوري.

چېرته مې د يوه افغان عالم وينا لوستله ده چې يوه برخه کې يې راغلي وو:  زه نه غواړم د تېرو مناسباتو پر كږلېچن بهير نيوكه وكړم ، ځكه چې تېروخت د مړي په شان دى ، چې په ژړا او فرياد، ستاينې او غندنې بيا نه راژوندى كېږي، خو كولى شو، چې د راتلونكي لپاره د يوې پخې تجربې په توګه ورڅخه كار  واخلو.

رحمان بابا چې د عرفان د نړۍ ځلانده ستورى دى، په دې برخه کې همدا خبره کوي او د حمزه بابا خلاف تېر ه زمانه  مړى ګڼي چې ورپسې ژړا بې ګټې ده.

تېرساعت په مثال مړى د لحد دى

مړ چا نه دى ژوند کړى په ژړا

د پښتو ژبې په ډېرو شعرونو کې په يوه ډول د ماضي ارمان او تېر تاريخ وياړونه بيانېږي، ځکه خو يې د تخييل مسير ډېر ځله د ماضي خواته ميلان لري او له خپلو ماتو نه هلته پناه وړي.

د ارواپوهنې له نظره هم انسان له خپلې ماضي سره د ځينو داسې پېښو او صحنو په سبب تړل شوى چې د هغه په ژوند کې ډېرې مهمې او بنسټيزې بلل کېږي، ځکه يې هېرول او له يوې مخې ځان خلاصول ورته ګران وي.

عام خلک په ذهني لحاظ له دې شېبو سره په خوبونو او خيالونو کې ملاقات کوي، خو شاعر چې پر کلمو برلاسي او اوچت تخيلي هنر لري، خپلې دا تجربې او کيفيات راسره د شعر په ژبه شريکوي او په دې په موږ د خپلې ماضي ننداره کوي.

ارواښاد فريد باراني چې شاعري او فکر يې د ماضي پر ځاى تر ډېره له حال  سره تړلى، د راتلونکې زمانې خبرې  او عجيبه وړاندوينې لري، د نن او پرون يا سږ کال او تېر کال په پرتله کې ځان تر پرون نا ارام بولي، د يوازيتوب احساس کوي، خو په ورته وخت کې خپل نن د يوه پاى ته رسېدلي سفر په توګه انځوروي او مخه ښه غواړي.

شمال د باغ له څانګو څانګو ځینې

زما د هیلو تار تار شوي ګرېوانونه راوړل

بازار زما د افسانو له لاسه خوب نه لري

ته وا د مرګ په دریابونو کې نڅا کومه

ته وا ورکیږمه نور

ته وا اروا مې نور د باغ له پاڼي پاڼي تبسم ځینې کیږدۍ ټولوي،

سږکال پروسږ نه دی

چې لمر د غرونو په کنډو ویده کړم ، بیرته راشم

سږ کال پروسږ نه دی

چې مې د کیڼې پښتۍ درد آرام شي

سږ کال پروسږ نه دی

چې راسته لاس دې په تندې را کښیږدې

او درته ووایم چې ښه یمه نور

په ټوله کې د ادبياتو يوه زياته برخه هم د محتوا له مخې له ماضي سره تړلې، که په بشپړ ډول تړلې هم نه وي، نو سل په سلو کې د اوسمهال او راتلونکي خبرې هم په کې نشته.

د مشهور پاکستاني ناول ليکوال نسيم حجازي په ناولونو هم يوه نيوکه دا وه چې ځوان نسل يې د ماضي په لاس برمته کړى او د اوسني او راتلونکي وخت په اړه ورته څه نه لري.

له ماضي سره د شاعر اړيکه ډېر ځله کټ مټ د ښکاره يا ساده بيان په بڼه نه وي، دېر ځله د يو شمېر ځانګړو سمبولونو او نورو شعري تخنيکونو په مرسته هم د ماضي سره پاتې وي او په بېلابېلو ډولونو يې يادونه کوي.

بې څېرې تر خپلې خونې پورې راغلم

تصويرونه مې هندارو کې ليلام شول

د نني  ژوند اصل او منطق دادى چې شاعر بايد له زمانې سره د يوه اوڅار انسان په توګه ملتيا وکړي، د نورو د چټکوالي، پرمختګ او ځان رسونې رازونه او د خپلې قافلې د وروسته والي خنډونه په ښه ډول درک او بيان کړي.

دا به سمه نه وي چې خپل مخاطب يا په بشپړ ډول د ماضي يرغمل کړي او راتلونکى ورته له ناهيليو او وېرو جوړ دېوال وښيي او يا  يې هم  له يوې مخې په راتلونکي زمانه کې دومره ورک کړي چې ماضي  ورته  د ځينو په خبره، تش د ايرو امبار ښکاره شي  او خپلې ټولې رېښې ورنه پرې کړي.

د حمزه بابا دا وينا ډېره پر ځاى ده چې د نني تهذيب هنداره مو بايد د پرون جوهر ولري، که په دې هنداره کې د تېر د جوهر  ځلا له يوې مخې ورکه شي، نو زموږ د حال  څېره  هم د سيند د څپانده موجونو پر مخ لوېدلي خوځنده او ماتېدونکي  انځور ته ورته ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *