Categories

اعلان

Loading…

په کوزه پښتونخوا کې د سياسي گوندونو نه گيله

حبيب الله غمخور

د ۲۰۱۲۸ ز کال د جنوري ۱۷

که دوی په رشتيا افغانستان خپله پلارنۍ خاوره بولی نوبايد همدا اوس د پاکستان پرخلاف راپورته سي .

د پاکستان دجوړېدونه د دې هيواد چارواکو د افغان ولس پرخلاف له هيڅ ډول لاس وهنې، مداخلې او تيری نه ډډه نده کړې. يو وخت یې د شوروی پرخلاف د جهاد په نوم د خپلو نوکرانو په وجود کې تنظيمونه جوړ کړه چې رېښه یې ان له هغه وخت نه کله چې سردار داود خان لومړی وزير و او د پاکستان پر خلاف یې د ملی سفربری امر وکړ او د کابل ښار د هيواد د ټولو ولايتونو نه په زرگونو راغلو ځوانانو ډک سو او دولت ورته هر چيري خېمې ودرولې چې دوی ځای پرځای کړي.

کله چي امريکا او روسيې درک کړه چي د افغانانو ملی احساس راپارېدلی او په ښور راغلی د پردې شاته د دواړو زبرځواکو د تفاهم له مخې چې هر زبرځواکي خپله گټه واخيسته په ډير مهارت داودخان دې ته مجبور کړ چي د پاکستان پرخلاف له جگړې تيرسي.

خوهغه وخت هم د ډيورنډ د لعنتي کرښې دې خوا ته افغانانو پر خپل قوت او زور تکيه کړې وه  خبره نه اوږدوم، اوس په پاکستان دواړي پښې په يوه موزه کي اچولي او په ټول قوت د افغانستان پرخلاف عمل کوي، ترهگر، ځانمرگي او نور رالېږي، خو موږ د کوزي پښتونخوا او بلوڅو د سياسي گوندونو د رهبرانو کارنده وينا اوعمل ونه ليد.

پخوا د دوی دا بهانه وه چي تاسو په افغانستان کي ياست خو موږ په پاکستان کي، دلته مو زور وی، ځکه تاسو غوندي دريځ نسو نيولاي، سره له دې چې ۵۱ بکاله پخوا زما په ياد دي چې پاچاخان  زورگان ته راغلی او هلته یې افغانستان خپل کور ونوماوه او همدا سي له هغه وخت نه تراوسه د دې نورو گوندونو رهبرانو هم مها خبره کړې، له نيکه مرغه ما مړه او ژوندي له نږدې ليدلي.

اوس چي امريکا د پاکستان پرخلاف راپارېدلې او د دې هيواد ولسمشر وايي: ولي موږ په مليارډونه دالر پاکستان ته ورکړو چي دوی زموږ دښمنان له مځه يوسی په داسي حال کي چې دا کار یې ندی کړي او موږ یې غولولي يو.

امريکا په دې پوه ده چي نه يوازي دوی بلکه ټوله نړۍ او اروپايي ټولنه یې هم غولولي ده، ځکه خو اوس امريکا او د امريکا نړيوال دوستان له دوی نه حساب غواړي.

په دغو شرايطو کي چې ټوله نړۍ د پاکستان د کړنو خلاف ده ، بياهم جالبه خبره ده چي دا په پاکستان کي افغان پلوه ياپه بله اصطلاح  هغه گوندونه چې مشران یې په کابل کي افغانستان خپل هيواد او کابل د خپل هيواد پلازمېنه بولي اوس هم چوپ دی، دي وه ږغ نه اوريدل کېږي.

د ځينو مشرانو خبري به يوڅوک دبيلگې په توگه راته وليکی، خوهغه ډيري ضعيفي او نېمگړی ويناوي دي چې بياهم زه د خپلو ملی گټو په خاتر پرهغو ويناو له تبصري نه ډډه کوم ،خو د مشراقنو تر غوږ مي د دوی د ويناو ضعف ور رسولی دي.

که دوي په رشتيا افغانستان خپله پلارنۍ خاوره بولی نوبايد همدا اوس د پاکستان پرخلاف راپورته سي  او د افغان ولس پر وړاندي د پاکستاني چارواکو ټولي دسيسې چې ترهر چا بايد دوی ته معلومي وي نړيوالو ته روښانه او بربنډي کړي ترڅو د نړی عام ولس په دې پوه سي چي د دوی سياسي رهبرانو د پاکستان پر وړاندي معقول او انساني دريځ عوره کړی دي.

145 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *