Categories

اعلان

Loading…

په م.م. کې د امریکا سفیره وايي، د افغانستان لپاره د ټرمپ پالیسي کار ورکوي

تاند- په ملګروملتو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي وايي، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ نوې پالیسي کار ورکوي او تر بل هر وخت د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو احتمال نژدې شوی دی.

ولسمشر ټرمپ له افغانستانه څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما ټاکلی و، لغوه کړ او ویې ویل، تر هغو به له افغانستانه پوځیان ونه باسي چې په دغه هیواد کې جګړه پای ته نه وي رسېدلې.

اغلې هیلي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې روانه اوونۍ افغانستان ته د ملګروملتو د امنیت شورا د پلاوي سفر ډېر مهم و ځکه چې دوی د امریکا د پالیسۍ له کبله حیرانوونکي بدلونونه ولیدلی شوای.

دې همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه به د سولې د بهیر لپاره په دې هدف هلې ځلې وکړي چې افغانستان بیا د تروریستانو پر ځالې بدل نه شي.

د امنیت شورا دوره يي ريیس او د قزاقستان دایمي سفیر کیرات عمراوف وویل چې د دې شورا غړي د تروریستي فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښمن دي.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *