Categories

اعلان

Loading…

نیمګړی ارمان | لیکوال: احسان الله ارینزی

دا ځای د رنګونو او ښکلاوو نندارتون دی. ځمکه یې هم ښایسته ښکاري. زړې غالۍ، ټغر او لیمڅي. دیوالونو ته په کتو نه مړېږي. پخوانې تابلوګانې، زاړه انځورونه، مجسمې، عکسونه، نارینه او ښځینه جامې، سیکې، پستي ټکټونه، پخواني لوښي، کټوې، تبۍ، ځګونه، کنډولي؛ امساګانې، جامې، لونګۍ، خولۍ، څپلۍ، کڼاوې، کوسرې؛ د سینګار توکي لکه ګوتې، غاړکۍ، چاوکلې،  ټیکونه، لجرومې، نتکۍ؛ زاړه کتابونه، د پخوانیو سندرو ټیکلی، لویې لرګینې رادیوګانې، راز راز ډېوې او لنډه دا چې د ذوق د خاوندانو د خوښې وړ شیان نندارې ته ایښی دي.

زه په داسې حال کې چې د نندارتون ځمکې، دیوالونو او فضا ته ګورم او خوند اخلم، ورو – ورو په مخ خوځم.

مخامخ د طبیعت یو ښکلی انځور جوړ دی. غر په ځنګلونو پوښلی او لمنې یې په شنو بوټو او ګلانو ښایسته دي. باد د دې ګلانو خوندور بوی لیرې سیمو ته په سوغات وړي. د غره له ډډې څخه د رڼو اوبو ویاله د ونو په منځ کې کږه وږه لاندې بهېږي، د ویالې دواړه غاړو ته شین شوبی ولاړ دي چې د ګلانو د رنګونو تنوع یې ډېره په زړه پورې ده. د هیلیو بچیان د دې ګلانو څنګ ته، لمر ته پراته دي او یو بل په مښوکو تخنوي.

له دې شین شوبو هاخوا، د ونو څانګې د مېوو بار نه شي اوچتولی او لاندې کږې دي. د دې ونو میوې به هرومرو ډېرې خوندورې وي. سره انار، شنې مڼې، ژړ انګور، تورې ګورګورې او … په دې منځ کې د شاتو هغه مچۍ څومره ښکلې دي چې په ګلانو کیني او پاڅي، د لمر په وړانګو کې وزر خوځوي او د کمکیو – کمکیو ډیوو په شان ځلېږي.

ما فکر کاوه چې دا سیمه به څومره اوږده موده داسې بې روحه پرته وي؟ نااستوګنه ښایسته دره غمجنه او خپه ښکاریده. یو وخت مې یو ځای لوستي و چې یوه سیمه یوازی پاته وه او خپه ښکارېده. تر هغه وخته لا د انسان پښه هلته نه وه رسېدلې، ګلان په دې نه پوهېدل چې د چا له پاره غوړېږي؟ څوک نه و چې د چینو په لیدو خوشاله شي، رڼې اوبه نه پوهېدې چې د چا له پاره بهېږي او خپلې څپې د چا نندارې ته وړاندې کوي؟

خو یو وخت په یو لیرې ځای کې د یو شتمن سړي، ګران او نازولی ناروغه کېږي. پلار خپله ټوله هڅه کوي چې زوی روغ شي، ډېر طبیبان ستړي کړي؛ خو هڅې بې ګټې وې او رنځور بېسده کېږي؛ ځکه نو پلار د وروستی امید په توګه هیله کوي چې ناروغ په سفر وباسي، ګوندې د ځای بدلون ګټه ورسوي!

سفر اوږدېږي ، میاشتې او کلونه نیسي؛ خو ځوان همغسې بېسده پروت وي، تر هغې چې دې ښایسته سیمې ته رسي. هلته چې زمري او هوسۍ یو ځای اوسیدل. هلته چې مار کړۍ جوړوله چې مرغان ځالی پکې جوړې کړي او هلته چې هر څه مینه – مینه او پیرزوینه وو! د پسرلي په ښکلا کې رنځور ځوان آرامه سا وباسي، د دوبي په تودوخه کې لږ لاس او پښې خوځوي؛ خو د مني په طلایي چاپیریال کې ځوان د ستومانې ایستلو له پاره لاسونه پرانیزي او د ژمي په لومړني خوندوره واوره کې سترګې غړوي، بیا هم ستوماني باسي، له ځایه پاڅي، شاوخوا ته په ځیر ګوري، په شونډو یې له مودو وروسته موسکا ښکاري او پلار ته غېږ پرانیزي.

ما داسې فکر کاوه لکه هغه سیمه چې هاغه ناروغ ځوان یې په سد او روغ کړی و، همدا ځای دی چې زه یې نندارې ته ولاړ یم. دا وړوکی انځور په اصل کې د ډېرې پراخه سیمې استازیتوب کوي.

د راز – راز مرغانو آوازونه د لمر د وړانګو په څېر، په ټوله شنه سیمه خواره دي او څو مست سپین آسان پورته ځغلي. د غرڅه وو یوه رمه ها بلې خوا ته ولاړه ده. د دې غرڅه وو سترګې د کلیوالي پیغلو د سترګو په شان ښایسته دي. زرکان، بوراګان، بتې، بلبلکی، کوترې، هیلۍ، زانې او نورې په زرګونو ښکلی مرغۍ لور په لور الوځي، لاندې مېږې او پسونه څري. پاس په آسمان کې ګوربتان څرخکې وهي او …

د دې ښایسته طبیعت په ننداره هیڅ نه مړیږم؛ خو هغه وخت لږ وځوریدم چې زمریان، پړانګان، لیوان، ګېدړې، سرکوزي، ماران، کاغۍ او نور وېرونکي شیان مې ولیدل. غوږونو  ته  مې د سپو غپا هم راغله، په څانګو کې بېزوګانې ناستې دې او هاتیان لور په لور اوبه شیندي.

ما فکر کاوه چې دلته هر څه شته؛ خو انسان نه ښکاري. لکه چې هغه ناروغ ځوان له رغېدو وروسته له خپلو ملګرو سره بېرته تللي او دا ښکلی سیمه یې بیا یوازې پرېښی ده!

ارمان راغی چې په دې ښایسته سیمه کې ولې ماشومان نشته؟، ولې په هغه رمه پسی شپون نه ښکاري؟ ولې د بین مار د شپلۍ خوږ غږ نشته؟ ولې څوک په هغه سپینو آسونو سپاره نه دي؟ ولې هلته یوه جونګړه نه ښکاري؟ ولې د هغه جونګړې مخې ته یوه پیغله نه ده ولاړه؟ ولې هلته نجونې په ټال کې نه زانګي؟ ولې ماشومان ښوونځیو ته نه دي روان؟ ولې هلته خلک په کار نه دي بوخت؟ ولې هلته بوډاګان لمر ته نه دي ناست چې د خپلو ځوانیو د وختونو کیسې ووایي؟ او ولې د خدای خلیفه ګان نشته؟

نو ځکه مې هیله وکړه چې دریغی دا ټول هیلۍ او زرکان او لیوان او پړانګان او نور په انسانانو بدل شوی وای چې د سیمې ښکلا، د لمر وړانګو، د مرغانو آوازونه او د ګلانو ښایست مانا پیدا کړی او د ستاینې ژبه راغلی واي!

بله ورځ بیا د هماغه سیمې نندارې ته لاړم. نندارتون په ځای دی؛ خو هاغه د ښایستونو ننداره، هاغه ښکلی انځور یو بل شانې ښکاري! لکه چې سیمه ټوله په اور سوې. له ځنګل څخه لا هم سرې لمبې او تور لوګي پورته کېږي، د مېوو ونې او په ځمکه پرتې دي، ګلان رژېدلی، لور هر لور وژل شوي انسانان وینم، لکه چې د جګړې اور وچ او لانده یو ځای سیزلي او ټولو ښایستونو ته یې د پای ټکی ایښی!

یو ټپي را ته وایي چې پاسنیو خلکو له کوزنیو څخه کرکه درلوده، سپینو تورو ته بد – بد کتل او تورو سپینو ته، څوک د چا په ژبه نه پوهېدل، ځینو لمر ته سر په ځمکه اېښود او ځینو سپوږمۍ ته لاسونه لپه کول، ځینې په ستورو مین وو؛ خو ځینو نورو کرکه ور څخه کوله.

ټپي د ځنګل اور ته ګوته ونیوه او وې ویل: ورو – ورو کرکه هومره زوروره شوه چې جګړه ونښته او د لنډ ژوندانه ټوله ښکلا د وینو، اور او لوګیو په سمندر کې ډوبه او پوپناه شوه!

د ټپي خبرې عجیبه وې. ده وویل چې ورانول څومره آسانه دی! وګوره چې هغه ښکلې مېنه څومره ژر په اور وسوزېده او د ژوند غږ په ستوني کې ټپ شو!

او ما ته ارمان راغی چې دریغی دا هیله مې نه وای کړې چې خدایه ځناور په انسانانو بدل کړی!!

لومړنې طرح 7 / 1 / 2017

نیویارک – واشګن بس

بیا لیکل 4 / 7 / 2017

هارنم – هالند

پای لیک 22/11/2017

هوله مالی – مالدیپ

244 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸