Categories

اعلان

Loading…

د ۲۱ ولایتونو لپاره د پوهنې نوي رئیسان معرفي شول

په پوهنې وزارت کې د سي بي آر پروسې د عملي کولو په دوام ۲۱ نوي رئیسان وټاکل شول. دغو رئیسانو نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او رسماً خپلو دندو ته معرفي شول.
د هیواد جمهور رئیس له دې رئیسانو وغوښتل، چې په پوره پاکۍ، قاطعیت او جدیت سره کار وکړي او دا په پام کې ولري، چې دنده یې تر ټولو مهمه او حیاتي ده. ښاغلي ولسمشر یادو کسانو ته د توفیق هیله وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د معارف کیفیت یې باید د چارو په سر کې قرار ولري.
جمهور ر ئیس محمد اشرف غني له نویو معرفي شویو کسانو دا هم وغوښتل، چې ۱۳۹۷ کال به د معارف د حشر د کال په نامه نومول کېږي او دې ته دې تیار وي، چې په دې کال کې څومره اغېزناک کارونه کولای شي.
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم له نویو ټاکل شویو رئیسانو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې د هیواد ستونزو، دردونو او کړاوونو ته په کتو داسې کار وکړي، چې یوازې د لوی الله (ج) رضا او ددې ولس خدمت یې هدف وي. ده له خپلو نویو همکارانو وغوښتل، چې په پوره جدیت سره چارې همغږې، اصلاحات پلي او کارونه منظم کړي. د پوهنې وزارت سرپرست د وزارت د رهبرۍ په استازولي نویو رئیسانو ته ډاډ ورکړ، چې د چارو د سمون په برخه کې هر ډول ملاتړ ورسره دی او اسانتیاوې به ورته برابرېږي.
د پوهنې ریاستونو ته نویو معرفي شویو کسانو هم ژمنه وکړه، چې په پاک نیت به چارې پر مخ بیايي او له دې امله، چې دې برخې ته په یوه سپېڅلې روحیه راغلي، د ناوړه چارو او کړنو مخه به نیسي.
د ولایتونو لپاره نوي معرفي شوی کسان دادي:
1.      ذکریا رحیمي، زده کړې ماسټر، د بادغیس ولایت لپاره
2.      محمد عظیمي، لیسانس، د فراه ولایت لپاره 
3.      احمدضمیر ګوارا، ماسټر، د هرات ولایت لپاره
4.      عبدالله حمیدي، ماسټر، د لغمان ولایت لپاره
5.      نصرالله زاهد، لیسانس، د زابل ولایت لپاره
6.      محمد داود شاه صفاري، ماسټر، د هلمند ولایت لپاره
7.      حسیب الله شینواری، ماسټر، د ننګرهار ولایت لپاره
8.      سمیع ادبیار، ماسټر، د تخار ولایت لپاره
9.      عبدالمتین سروري، ماسټر، د سمنګانو ولایت لپاره
10.   رحمت الله سیرت، لیسانس، د دایکندي ولایت لپاره
11.   عبدالعلیم عیار، ماسټر، د کاپیسا ولایت لپاره
12.   سید عزیز احمد هاشمي، لیسانس، د کابل ولایت لپاره
13.   محب الرحمن انصار، ماسټر، د غزني ولایت لپاره
14.   مجیب الرحمن همدرد، ماسټر، د کنړ ولایت لپاره
15.   حبیب الله سباوون، ماسټر، د کابل ښار لپاره
16.   کوچی ځاځی، لیسانس، د پکتیا ولایت لپاره
17.   روح الله محقق، ماسټر، د بدخشان ولایت لپاره
18.   محمد امین حماد، ماسټر، د نورستان ولایت لپاره
19.   عبدالرحمن الفت، ماسټر، د کندهار ولایت لپاره
20.   محمد سعید منصور، ډاکټر، د میدان وردګو ولایت لپاره
21.   ایوب آروین، ماسټر، د بامیانو ولایت لپاره
پوهنې وزارت یادو ټولو رئیسانو ته د لوی خدای (ج) له درباره په ټولو چارو کې بشپړ بریالیتوب غواړي.
 
درنښت
د پوهنې وزارت اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

279 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2