Categories

اعلان

Loading…

د بودجې د نه تصویب ناوړه عواقب

په دې شپو ورځو کې د رسنیو او عامه افکارو لپاره تر ټولو ښه سوژه د ولسي جرګې له لوري د ۱۳۹۷مالي کال د ملي بودجې نه تصویب دی. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د قانوني مراحلو د طی کولو په موخه ولسي جرګې ته د راتلونکي کال بودجه وړاندې شوه، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله لا هم بودجه نه ده پاس شوې او دې چارې ګڼو خلکو په ځانګړې توګه دولتي کارکوونکو او افغان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ستونزې را ولاړې کړې دي.

په ننني تحلیل کې غواړم د بودجې د نه تصویب مهم دلایل او ناوړه عواقب په ګوته کړم:

  1. په دې وروستیو کې د یو شمېر دلایلو له کبله د اجراییه او مقننه قواوو تر منځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او له همدې امله مقننه قوې د اجراییه قوې د چلنج هڅې پیل کړې دي.
  2. د بودجې بل ستر لامل د وکیلانو په خوښه په یو شمېر ولایتونو کې د پروژو نه تطبیق دی. وکیلان پوهېږي چې د ولس باور یې له لاسه ورکړی او په راتلونکو ټاکنو کې بیاځلي بریا نه شي تر لاسه کولی؛ نو له همدې امله پر خپلو ولایتونو کې د پروژو پر تطبیق ټینګار کوي، څو وکولی شي له دې لارې یو ځل بیا د ولس سترګو ته خاورې ور وشیندي.
  3. د بودجې د نه تصویب درېیم لوی لامل زورواکو وکیلانو ته د باج نه ورکول دي. یو شمېر زورواکي وکیلان غواړي پر مالیه وزارت او حکومت فشار راوړي، څو دوی ته باج ورکړي.

خو وکیلان باید په دې پوه شي چې  که چېرې دوی په واقعي معنا د ولس استازیتوب کوي او غواړي د ولس غږ او ستونزې تر چارواکو ورسوي، نو له خپلو شخصي ګټو دې تېر او د ولس غوښتنو ته دې لبیک ووایي.

ولس په ځانګړې توګه د هېواد د ملي نوامیسو ساتونکي چې شپه او ورځ په سنګر کې له هېواد څخه د دفاع په موخه خپل سرونه قرباني کوي، د بودجې تصویب غواړي. د ولس اقتصادي وضعیت نسبت هر چا ته د پارلمان وکیل ښه درک کولی شي، نو که چېرې دوی د ولس استازي وي، د هېواد ملي منافعو ته درناوی ولري او حاکم نظام کمزوری نشي؛ نو د راتلونکي کال بودجې ته دې ژر تر ژره د باور رایه ورکړي؛ څو په سنګر کې پراته سرتېري او په دولتي ادارو کې بوخت مامورین د خپلو کورنیو لپاره یوه مړۍ حلاله ډوډۍ تر لاسه کړي.

خدای نخواسته که د بودجې تصویب وځنډېږي عواقب به یې د حاکم نظام پر وړاندې خورا خطرناک وي؛ د خلکو اقتصادي وضعیت به خراب شي، د نظام ستنې به کمزورې شي او تر ټولو ناوړه پایله به یې د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د ځوانانو تېښتې ته زمینه برابره کړي، چې دا چاره به د هېواد خدای نا ترسه دښمن ته لا جرئت ورکړي او په بشپړه توګه به ترې ګټه پورته کړي.

په درنښت / پاچا

د یوه سوکاله، سرلوړي او پر ځای بسیا افغانستان په هیله!

142 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2