Categories

اعلان

Loading…

بنګړیواله (لنډه کیسه) لیکوال: عبدالوکیل سوله مل

بنګړیواله توړۍ بیا پر کلي راغله

بنګړیواله زموږ د کلي

د پیغلوټو د اختر د شیبو زیری

دا ډیره موده کیږی چې د ډمانو کار په ټپه ولاړ دی. خلک د پخوا په څیر نه یوازې ږیری نشي خرییلی بلکې دنارینو اوږدې څڼې او ویښتان  هم نن سبا د ورځې مود ګرځیدلی دی. اوس نه یوازې پرې نه شرمیږی، ډیری ېې ثواب هم ګڼی. ځکه خو ټوله اداره اوس دداسې څڼورو سرتیرو او ما مورینو ډکه ده. اوسنی سرتیری او ما مورین نه یوازې د جټو پیغلو په څیرپه اوږدو ویښتانو کې دښارپه کوڅوکې بې پروا ګرځي راګرځي او د شړشمو په تیلو دغوړ و ویښتانو بوی ېې ټولې کوڅې او ادارې نیولي بلکې هریوه په جیب کې د رنجو کڅوړه هم خامخا ګرځوي. خو دغو اوږدو څڼورو او په رنجو د تورو سترګو لرونکو سرتیرو او ما مورینوبیا په ټنګ ټکور کلک بندیز لګولی او سندری حرامې بولي.

سازیان نه یوازې له سندرواو سازونو منع دي،  پرتلویزیون هم بندیز لګیدلی او دا ډیره موده کیږی چا کومه تلویزونی خپرونه نه ده لیدلې . له دې کبله خو ښار اوس د مړو په ادیره اوښتی دی.

خلک اوس نه یوازې د خوښۍ او ښادۍ وسا یل نشي رانیولی دښځو او نجونو دسینګارولو چارې او کاروبار هم په ټپه ولاړ دی :

د ډمانو په څیر د ښځو سینګارځا یونه ګرد تړلي او بنګړیوالې نه یوازې په بازار کې بنګړی نشي پلور لی په لوڅ مخ له محرم پرته ګرځیدای هم نشي.

دل اغا چې رنګ ېې سرې ګرمۍ نور هم لکه سکور تور ګرځولی اوله ډیرو خولو ېې جا مې  داسې لمدې دي ته به واېې چې اوس په دې دم  د اوبو له ډنډه راوتلی وي، ستړی ستومانه کورته راننوت . لا د خونې منځته نه و رسیدلی چې ښځې پرې سمدلاسه غږ کړ:

ـ څنګه کومه روپۍ دې راوړه؟

دل اغاسوړ اوسیلی وویست.غاښونه ېې له غوسې وچیچل :

ـ روپۍ خو خلک وړیا نه ورکوي په کار ېې ورکوي .

اوږې ېې وغورځولې:

کار چیرته دی؟

ښځې ېې په شکمنه بڼه ورغبرګه کړه؟

ـ ولې په دې ټول ښار کې څوک نشته چې آبادی وکړي؟

ددل اغا اواز پورته شو:

ـ چا ته آبادي وکړي؟ دا تیار کورونه ورځ تر بلې تشیږی . او که دا حال وی یوه ورځ به ټول ښار له خلکو تش وي.

ـ بل کار ؟

ـ کوم بل کار !؟ ژمی هم نه دی چې چآته لرګي وچوم . نور نو زما کوم بل کسب زده دی؟

د هغه دې ځواب د ګل ببو په زړه یخې اوبه وشیندلې . نوره هم پوره نهیلې او خواشینې شوه. غلې کښینا سته . په اوږد چرت کې لاړه. تر ډیره ېې هیڅ ونه ویل. له ځانه سره ېې کرل ریبل چې نا ببره له ځا یه راپورته شوه مخ ېې میړه ته ورواړاوه:

ـ چې داسې ده نو زه به خپله د بنګړو توبره راواخلم .

میړه ېې هک پک شو . سترګې ېې بټې راوویستې :

ـ ته لیونۍ ېې که ځان پورې تنګه ېې ؟ دا ځناور ښځې همداسې له محرمو نا رینو پرته ښار کې نه پریږدی ته لا بنګړی هم غاړې ته اچوې ؟

ګل ببوپوهیده چې میړه ېې رښتیا وایی خو چاره څه وه؟

ـ نو څنګه وکړو ځان خو له ولږې نشو وژلی ؟ د کور کرایه مو هم له دریو میاشتو راهیسې نه ده ورکړې.

ګل ببوپه سبا مټې راونغاړلې .نوره ونه دریده. زړه ېې لوی کړاو هرډول ګواښ او برخه لیک ته ېې ځان چمتو کړ.هغې په دې عمل خپل سر په لاس کې ونیو:ځکه له محرمو نارینو پرته ان په زړو او وړوښځو هم ګرځیدل منع شوي وو.اوس دداسې ښځود زورونو او ربړولو بوږنونکې ډیرې کیسې د هر چا په خوله کې نا ستې وې چې له محرمو پرته د امربالمعروف او نهی عن المنکر لاسته ورغلې وې

هغه پوهیده چې اوس په رڼا ورځ په بازار کې د خلکو په منځ کې د نجونو مټو ته له خپلې توبرې بنګړي نشي وراچولی ځکه ېې دبنګړو سودا له کوڅې پیل کړه . څادری ېې په سر کړه . دبنګړو توبره ېې غاړې ته واچوله خو له دروازې له وتلو دمخه ېې قران شریف څو ځل ښکل کړ. بیا ېې کلمه په ځان چوف کړه.

ـ خدایه خیر راپیښ کړې

همدا چې له دروازې کوڅې ته راووتله ، کوڅه ېې ښکته او پورته له نظره تیره کړه. کوڅه کې داسې چوپتیا وه لکه ټول کورونه چې له خلکو خالي وي . تشې او بې وګړو کوڅې ېې خوا بده کړه.خو خوشحاله وه چې هغه مذهبی وسله وال نه لیدل کیدل چې ښځې ېې څارلې . په ورو روانه شوه. لږ څه چې په کوڅه کې وړاندې لاړه مخ  ېې شاه ته راواړه .چې ویی لیدل څوک نه ښکاري مخ ېې له څادري په ورو راوویست. نه پوهیده ولې ېې دې کار ته زړه وشو: ګرمي ېې وشوه او که د پخوا په څیرېې په لوڅ مخ د مزل هوس وکړ؟ په ورو نوره هم وړاندې لاړه . نا ببره ېې د موټر غراری واورید . د سترګو په رپ کې د کوڅې په سر کې موټر راڅرګند شو.ټکان ېې وخوړ. په منډه ېې بیرته څادري په مخ را خپره کړه.د موټر په رانږدې کیدوېې داسې زړه ودربید تا به ویل کوم پولیس ځای پر ځای په غلا ونیوله.خو بخت ېې بیدار و،په موټر کې نا ست کسان یو هم طالب نه وو. شکر ېې وکيښ .د کوڅې سرته ورسیده. لږ وروسته سرک ته ووته . له ښه مرغه په دې ورځ په دې فرعي سرک کې هم موټر نه تیریدل او پلي کسان هم هم نه ترسترګو کیدل . په منډه منډه د سرک په سر بلې کوڅې ته وروګرځیده . په هغه کوڅه کې هم لکه هدیره د هیچا غږ نه آوریدل کیده. په دې کوڅه کې هم وړاندې لاړه . یوه کورته ودریده . په ورو ېې دروازه ووهله . له کوره یوې زړې ښځې سر راوویست.

ـ خیریت خو به وی د چا کور لټوئ؟

ګل ببو لاړې تیرې کړې .لربر ېې وکتل را وکتل. څادری ېې له مخ لیرې کړه:

ـ بنګړیواله یم

په توبره ېې لاس کیښود :

ـ بنګړي خرڅوم .

بوډۍ هکه پکه شوه لکه خوب چې وویني :

ـ بنګړي !!

بنګړیوالې ته ېې ښکته پورته وکتل :

ـ اوس خو نو نه اختر دی او نه د چا واده.

سوړ اوسیلی ېې وویست:

ـ بنګړي خو ښادي او خوشحاله زړونه غواړي !!

ګل ببو بیرته څادری په مخ راواچوله . روانه شوه .نه پوهیده بل د کوم کور دروازه ووهي. ښه وړاندې لاړه. په بل دوه پوړیزه کور ېې

سترګې ولکیدې . دروازې ته ودریده . دا ځل ېې لا دروازه نه وه وهلې چې له کوره څو کوچنیان راووتل . یوه په ما شومانه لهجه له هغې پوښتنه وکړه:

ـ ترورې د چا کورته ځئ؟

ګل ببو ېې په سر لاس کیښود او په مینه ناک غږ ېې ځواب ورکړ:

ـ ترور دې جار شه بنګړیواله یم .بنګړی مې راوړي دي .

کوچنیانو له خوشحالۍ اتڼونه واچول .هلکان زر کور ته ننوتل او کوچنۍ نجلۍ دباندې پا تې شوه . او بې واکه ېې خپله مټه لوڅه کړه.خو له کوره د یوې زړې ښځې آواز راغئ .

ـ ځئ ورشئ ورته ووایئ چې څوک بنګړي نه اخلي.

د هغې په غږ د بنګړیوالې سره ولاړې نجلې هم کورته بیرته منډه کړه. د ګل ببو د سودا طمعه له دې کوره هم وشلیده . لږ وړاندې بل

کورته ودریده. بیا ېې دروازه ووهله. له دننه غږ راغئ :

ـ څوک ېې؟

په ورو غږېې لکه په مرۍ کې چې چا نیولی وی ځواب ورکړ:

ـ بنګړیواله ،بنګړی مې راوړي دي.

ښځې له دروازې سر راوکیښ . تندی ېې ګونځې وکړې:

ـ څو مره زړوره ېې خورې . ته دا ورځې او شپې وګوره او ستا بنګړی . ښځې له یوه همسایه بل همسایه ته یوازې په تګ ویریږي

او ته لا بنګړی هم خرڅوې.

ښځې سر لربر وښوراوه او خبره ېې وغزوله :

ـ موږ له ویرې نکریزي نشو ایښودی . ته راباندې بنګړي اچوې!

ګل ببو له دې کوره هم نهیلې روانه شوه خو له خپلې سودا او عزمه په شاه نشوه.وړاندې بل کور ته ودریده . ددروازې ځنځیر ېې وښوراوه . چا ېې د دروازې په وهلو سر ونه ګراوه . شاته او مخې ته ېې ځغلند نظر واچاوه .چې پوه شوه څوک نه ښکاري . ېې واکه ېې چیغه کړه:

ـ بنګړي دي …بنګړي.

له کور هیڅ غږو غوږ رانغئ خو له بل کوره آواز راغئ:

ـ د مخا مخ کوردروازه ور ووهه . یوه اونۍ وروسته ېې واده دئ.

ګل ببو خوشحاله شوه .زړه ته ېې دوعا راغله  له هغه کوره چې آواز راغئ ورنږدې شوه مخا مخ دروازې ته ودریده او په لوړ آواز ېې وویل:

ـ ښاده شې خورې.

مخا مخ کورته روانه شوه . خو لا دروازې ته نه وه وررسیدلې چې له دروازې ېې څوک راووت .ګل ببو چې څنګه ځان وروپيژاند کورته د ننوتو اجازه ورکړل شوه. هغه چې هم پوره ستومانه او هم پوره تږې شوې وه. سمه دمه په ځمکه کښیناسته بیا یی د اوبو جام په سر راواړوه . توبره ېې پرانیسته. او په توبره کې پراته ټول بنګړی ېې ترې راوکښل . په کور کې وړو زړو ټولو نجونو ترې د خوښې بنګړي په دم ګړۍ کې راونیول . له کوره خوشحاله راووتله.

که څه هم دومره مزل ېې نه وکړی. ایله څو کوڅو کې ګرځیدلې وه خو په سره ګرمۍ او ټکنده غرمه کې تګ داسې خولې او ستړې کړې وه تا به ویل په شړکنده باران کې ېې لار وهلي وي. ځکه خو ېې د نورې ګرځیدا وس او توان له لاسه ورکړی او په زړه کې ېې نور زور نه وپاتې . سوکه سوکه کور ته روانه شوه .خو لا خپلې کوڅې ته نه وه ورګرځیدلې چې له لیرې وسله وال طالبان راشنه شول، مخې ته ېې په وسله والو طالبانو ډک ګاډي بریک ونیو. د ګاډي نا ببره بریک او دریدا ېې له بیرې زړه وویست. یو څڼور ځوان له موټره راکیوت او نیغ ېې مخې ته ودرید:

ـ محرم دې چيرې دئ؟

بل له شا راغږ کړ:

ـ د څادرۍ لاندې دې څه شی پټ کړی؟

ګل ببو لکه په دام کې راګیره مرغۍ ورپیده . حیرانه وه. نه پوهیده څه ځواب ورکړي. خو له دې سره ېې هم زړه لوی کړ.ځان ېې درواغو ته جوړ کړ. لکه چا چې په مرۍ کې نیولی وي د ژبې په سر ېې ورو وویل:

ـ زوی مې دی؟

ـ طالب حیران شوخوله ېې وازه ونیوه:

ـ زوی!!

بل په موټر کې نا ست طالب شکمن شولکه څارنوال ېې وپوښتل :

ـ څنګه ېې آواز نه راځي؟

ګل ببو په ریږدیدلی غږ بیا ددوی د تیر ایستلو هڅه وکړه:

ـ ویده دی.

طالب ته خندا ورغله لکه د ګل ببو په درواغو چې رسیدلی وي:

ـ د موټر په دومره غریدو او سخت بریک څنګه راویښ نه شو. ما شوم دې مړ نه وي.

په دې خبره ټولو په کړس کړس وخندل .

له موټره بل تن چې د ډرایور تر څنګ نا ست ووسر راوویست.

ـ راوېی ښا یه !

د ګل ببو واروپار خطا شو.زړه ېې ولوید لکه په رڼا ورځ چې په سم بازار کې په غلا ونیول شي او اوس ترې لاس پرې کوي.

سمه دمه ګونګه شوه.

طالب چیغه کړه:

ـ څنګه غلې شوې ،هر شی چې دی راویی ښایه کنه په زور ېې درباندې راباسو .

ګل ببو لکه په مرۍ ېې چې چاړه ایښي وي وي لا وریږدیده .بې واکه ېې توبره په ځمکه کیښوده .

د طالبانو ټوله ډله هکه پکه شوه. یوه بل ته وکتل او دګل ببو زړورتیا ته ګوته په غاښ شو. ټول په توبرې راټول شول . یو بنګړیوالې ته مخا مخ ودرید لاس ېې توبرې ته ونیو:

ـ دا څه شی دی؟

ګل ببو په ژړه غوني آواز ځواب ورکړ:

ـ بنګړي دي.

ټولو په یوه آواز وویل

ـ ته بنګړیواله ېې؟

ـ هو

د طالبانو مشر چې اوږده ږیره ېې تر نا مه رسیده او په نکریزو تازه رنګ شوې وه وویل:

ـ ته نه پوهیږې چې موږ دا دشرم او فساد کسب بند کړی دی؟

ګل ببو پړینګ په ژړا شوه:

ـ نو روزی له کومې لار وګټو ؟

هغه له غوسې سور راواوښت:

ـ ولې دې په میړه دوس کار نه کوې چې ته ډمه کوڅې ته راوتلې ېې؟

ـ میړه مې بې روزګاره دی .پرون هم کار پسې تللی و خو تش لاس کور ته راغئ.

هغه له اوږې ټوپک په لاس کې ونیو او چیغه ېې کړه:

ـ ته راځه دا دوس موږ ته حظورکړه چې زه ده ته روزګار او کار وروښایم .

په بیړه ېې ګل ببو د کور په لور روانه کړه . چې څنګه د کور مخې ته وررسیدل طالب امر کړ:

ـ ځه اوس دې میړه او زوی دواړه راوبا سه چې اول دا معلومه کړو چې درواغ خو به دی نه یی ویلی.

ګل ببو په ژړا ژړا کورته ننوته او په دم ګړۍ کې ېې میړه ،دوه کوچنیان: لور او زوی دواړه د طالبانو مخې ته ودرول.

د طالبانو مشر پرته له پوښتنې او ګروږنې د ګل ببو میړه په څپیړه وواهه ـ

ـ دوسه هم پخپله تیار خور ناست یی او کار روزګار ته بلا وهلی ېې او هم په دې ډمه دا ناولی کسب کوې.

د هغه په وهلو کوچنیانو او ګل ببو په چیغو چیغو وژړل خو طالبانو ژر کوچنیان او د ګل ببو خاوند موټر ته وخیژول .

ګل ببو حیرانه دریانه ودریده. سرپرې وګرځید . په ژړا د طالب د مشر په وړاندې ودریده :

ـ دا چیرته بیا یی ؟

طالب ېې میړه ته لاس ونیو:

ـ دا دوس بندیخانې ته

کوچنیانو ته ېې اشاره وکړه:

ـ واړه یتیم خانې ته

ګل ببو لکه په رڼا ورځ ېې چې څوک کوچنیان تښتوي او میړه ېې په دار ځړوي. د ګناه او جرم پوښتنه وکړه:

ـ ولې ؟

ـ ځکه چې هغه دوس نه ستا او نه ستا د وړود یوه هم د ساتلو نه دی . او ته ددې وړو لایقه نه ېې .

ګل ببو بیا چیغه کړه:

ـ وړو نو څه ګنا ه کړې زه خو د هغوی مور یم .

طالب ورغبرګه کړه:

ـ ځکه چې ته بیاد دوی په خاطر مجبوریږی چې د شر او فساددې لعنتی کسب ته مخه کړې.

په دې شیبه کې یو سپین ږیری بوډا له یوه کوره راووت . هڅه ېې وکړه پخپل عذر طالبان له دې پریکړې واړوي:

ـ خیر دې بچیانو نو دا خو هم انسانه ده چې هم ترې بچیان واخلئ او هم یی میړه بندی کړئ او هم دا خواره له خپلې غریبۍ نودا به څه خوري ؟

وروستی طالب چې نور ملګري ېې موټر ته ختلی وو په ورو ځواب ورکړ:

ـ دا مردار کسب دې نه کوي له ولږې به نه مري . خدای روزی رسان دی .

او له دې وروسته پرته له دې چې د سپین ږیری خبرو ته غوږ ونیسي او عذر ېې واوری په بیړه موټر ته وخوت.  موټر لاړ روان شو.

بنګړیواله لکه  د مرغۍ ځا له چې څوک ورانه کړي ځای پرځای له ډیره خفګانه بې هوښه او راولویده .

سوتهال ـ لندن

د شپې لس نیمې بجې

د ۲۰۱۷میلا دی کال د اکتوبرلسمه

18 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *