Categories

اعلان

Loading…

لوحه (لنډه کیسه) لیکوال: حیات الله ژوند

همدا اوس اوس مې یو لوحه چې له یوې اوونۍ راهيسې راسره ده، د لمر پرېواته پر لور یوه کوچني کلي ته وړم. دا لوحه ډبرینه لوحه ده. په تور رنګ پکې ګڼې کرښې چې ما ته يې رسم الخط نااشنا دی، حک شوې دي.

دا لوحه مې پرون د تفسیر لپاره د خپل کلي یوه عالم ته وروړې وه. عالم چوپ پاتې شوی و. هېڅ يې راته ونه ویل. ښايي دی به یې هم په رسم الخط نه و پوه شوی، یا به پوه شوی وي، ما ته به يې څه نه وي ویلي.

لوحه مې اوونۍ مخکې په تپه تیاره شپه کې چې د زړه تنګۍ له لاسه له کوره بهر د خوړ غاړې ته وتلی وم، ومونده. زما د پوستکي د رنګ او د دغه لوحې تر منځ یو عجیب تړاو دا دی، چې دواړه تور دي. ښايي زما بخت به هم د دغې لوحې او زما د پوټکي د رنګ په څېر تور وي، ځکه زما د تور بخت کيسه مې مور راته په بیا بیا تکراروي.

«ستا په زېږون چې پنځم اولاد مې هم وې، تر ټولو ډېر درد ګاللی دی او به د ښې ورځې څښتنان نه شو.»

هغه راته وايي، چې یواځې زه تا توربختی نه ګڼم، بلکې په هماغه شپه په روغتون کې زما تر څنګ د دوو میندو اولادونه هم مړه پیدا شول، هغوی هم ویل: چې ستا د توربختي زوی اروا زموږ اولادونه زموږ په خېټو کې راووژل.

«چې کور ته راتللو، د کلیوالو په خپلمنځي جنګ کې زه په زنګانه په ګولۍ ولګېدم، وروسته بیا ورو ورو ګوډه هم شوم او اوس مې ستا له لاسه په کلي خلک په خپل نوم نه، بلکې په ګوډې پېژني.»

نو ځکه اوس راغلی یم، دا لوحه چې زما په ګومان زما د تور بخت ټول پخواني او راتلونکې خبرې پکې راغلي، پر یوه چا ولولم چې ما ته يې مانا او تفسیر ووايي. ورته حيران يم، خپل برخليک اوتور بخت ته حيران يم، له ځانه سره وايم ايا داسې څوک به پيدا شي؟

د حیرانتیا بله خبره دا چې په دغه لوحه کې کله کله یوه کرښه زیاته او کله هم یوه نیمه کمه شي.

همدا له نن سهار راهيسې مې مشر ورور مرګي حال ناروغ دی، اوس چې لوحه ګورم، نیمه کرښه يې په بېخ کې اضافه شوې ده، ښايي هغه به هم زما د تور بخت له وجې ناروغ شوی وی. خداى دې وکړي، چې دا کرښه بشپړه نه شي. رښتیا دا کرښې ړنګېږي هم نه، ورکيږي هم نه، دا لکه د ازل کرښي دي. په لوحه کې هره لیکل شوې کرښه حک شوې ده. د دغو کرښو د ړنګېدا هڅې بې ځایه دي.

تر پاو کم یو ساعت مزله وروسته اوس دا دى د لوېديځ کلي یوه تجربه کاره سړي يو عالم ته ناست یم، چې د لوحې په رازونو مې پوه کړي.

عالم راروان دی، ښکلې او پاکې جامې يې اغوستې دي، په ږيره کې يې ان یوه تور ډکی وېښته هم نه شې برېښي، ټوله تکه سپينه ده، د مخ کاسه او گونځي يې د عمر او تجربو حکايت کوي، ورته ځیر يم.

سپينږيرې عالم پر لوحې پړمخې ورپريووځي، خپلې سترګۍ (عینکې) یو ځلې ښکته کړي، په دقت ورته گوري، بيا يې یو ځلې پورته. خو چورتی بريښي. زما په ګومان د شونډو له رپا يي ښکاري، چې په رسم الخط يې سر خلاص شوی دى.

«دا رسم الخط د لرغونو وختونو رسم الخط دی، ان چې خط لا نه وو راغلي، هو د هاغه دوران خط د ښکاري. اوس خلک دا سې خط نه کاروي؛ خو څه چې مې د پخوانیو پېړيو له کتابونو زده کړي دي، د هغه پر یو یو توري مې سر خلاص شي. خو پر بشپړو جملو مې سر نه خلاصېږي.»

سپينږيرى عالم لګیا دی، کله سترګۍ له سترګو لري کړي، کله یې بیرته په سترګو کلکې کړي.

«په لومړۍ کرښه يې کې دوه… ماش…

هو، دوه ماشومان… مرګ… لیکي دي.»

د سپین ږيري عالم خبره مې ما ته د مور خبره رایادوي، چې زما له زېږون سره دوه نور ماشومان مړه زېږېدلي و او د هغوی میندو د ماشومانو مړه زېږون زما د تور بخت له امله ګاڼه.

عالم تر پایه لوحه له سترګو تېره کړه، خو وروستی نیمه کرښه چې نوې وراضافه شوې وه، د ناروغي کلمه په خوله راوړه.

په لوحه کې زياته شوې کلمه ناروغي او بيا… نه بدلېدونکي برخليک.

سر مې زنګېږي او له لوېديځ کلي څخه ښه لرې راغلی یم. د کلي بېخ کې هدیره کې ټول شوي خلک لکه مېږتون راته ښکارېږي؛ خو نه پوهيږم، چې څوک مړه شوي دي يا داسې چې کسان د چا قبر سينګاروي. پرې پوه نه شوم.

نا څاپه مې له تخرګ نه لوحه راوايستله.

اه!!! په لوحه کې نیمه لیکل شوې کرښه بشپړه شوې ده.

په لوحه کې ګڼې کرښې مخ په زیاتېدو دي، دوه، درې، څلور… کرښې ورو ورو بشپړېږي؛ خو هممهال د لوحې له پاسنۍ برخې کرښې ورو ورو پيکه کېږي هم. د کرښو په پيکه کېدو سره اوس هدیره سمه نه شم لیدلی؛ خو د نویو کرښو له لیکل کېدو له پاسنۍ برخې د کرښو ړنګېدا څرگنده او چټکه ده.

خبره وروستۍ کرښې ته ورسېده، دا ده وروستۍ کرښه ړنګېږي؛ ګومان کوم، چې ړنګېږي؛ ځکه زما نظر دومره تت شوی او له پښو مې دمه ختلې او زه مې مخې ته د پرتې لوحې وروستۍ پاتې شوې کرښه لیدلی نه شم. هر څه راته تت برېښ، ماضې او راتلونکي هم.

14 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *