Categories

اعلان

Loading…

د سولې د وروستۍ هڅې داخلي مخالفان | سراج منور

په ترکیه کې  د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو مذاکراتو په اړه مې  د ځینو کسانو فیسبوکي نظریات ولیدل. ځینو ګلبدین حکمتیار ته بد رد ویلي وو او ځینو نورو د استانبول په مذاکره کې برخه وال( همایون جریر، عباس بصیر او راغلي طالبان) په څلور کتابه کافر کړي وو. د دغو مذاکراتو یو شمیر نورو مخالفانو په دې ټکي زور اچولی و چې همایون جریر وایي چې له ولسمشر سره په تفاهم تللی یم او د ولسمشر ویاند مرتضوي وایي چې دا کسان د حکومت له خوا نه دي تللي.

 دوی په لوی لاس کوښښ کړی دی چې د ښاغلي مرتضوي او ښاغلي جریر په خبرو کې تناقض پیدا کړي، حال دا چې په تفاهم باندې تلل یوه مانا لري او د حکومت رسمي استازیتوب کول بله مانا.

 جالبه دا ده چې له دغو مذاکراتو سره په مخالفت کې ډیره برخه د هغو کسانو وه چې همیشه د سولې چیغې وهي او په ظاهره په حکومت باندې هم ځکه نیوکې کوي چې د سولې په راوستلو کې کامیاب نه شو.

 زه او بل هر افغان طبعا دا نه شو ویلای چې د استانبول وروستیو مذاکراتو سوله راوسته خو له دې څخه به څنګه انکار کوو چې دغسې مذاکرات د سولې په لور د یوه ګام حیثیت لري؟

 که نن ورځ د طالبانو د حکومت د وخت د خوست والي او څو کسه نور چارواکي د ولسمشر له ځینو سلاکارانو سره کښیني او دا غونډه د هغه حزب اسلامي په ابتکار جوړیږي چې تر پرون پورې د حکومت په مخالف قطب کې و، دا ایا یو مثبت حرکت او د سولې په لور یو ښه ګام نه شو ګڼلای؟

 لکه څنګه چې په ګزارشونو کې راغلل، د استانبول په وروستۍ ناسته کې د ترکیې د حکومت ونډه هم وه او په یو ډول سره یې د کوربه نقش درلود. ایا دې حقیقت ته په کمه سترګه وګورو چې ترکیه اوس د افغان سولې په هڅو کې لا فعاله شوې ده؟

 ښاغلي همایون جریر د دې غونډې په اړه په مرکو کې وویل چې استانبول ته د طالبانو راغلي کسان د دوی د سر د مشرانو استازي وو.

 که چیرې د استانبول په غونډه کې حاضر شوي طالبان په رښتیا د طالبانو د مشرانو په استازیتوب راغلي وي، دا خو ډیره لویه خبره ده او د افغانستان او افغانانو لپاره امید پکې نغښتی دی. بله دا چې ولې بې سنده او یوازې د نهیلي د زیاتولو لپاره، د سولې په اړه د جریر امید بخښونکې خبرې ردې کړو او ان بد و رد پسې ووایو؟

 زه واقعا د ځینو افغان فیسبوکي سیاستوالو خبرو او فکرونو ته حیران پاتې یم. د ښاغلي حکمتیار د دې ابتکار د ستایلو په ځای زموږ یوه صاحب نظر په خپله پاڼه کې لیکلي دي چې ( الکه ګلبډکه ته سر پیاز، بیخ پیاز، ته چه کاره چې له طالبانو سره مذاکرات کوې؟…) زه واقعا نه پوهیږم چې که حکمتیار یا بل هر څوک د سولې لپاره مذاکرات وکړي، د دې کار په خاطر باید توهین شي؟

 زموږ یو بل سیاستوال په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي:( د سولې شورا سوداګرو اخر هم ځان له سوړې را وباسه، د وزیر اکبرخان له ګیسټ هاوسونو یې مخ پټي کسان ترکیې ته بوتلل چې ملګروملتونو، اروپایي ټولنې او د ناټو غړو هیوادونو ته د خپلې ناکامۍ د خټو پوزه جوړه کړي.
د حزب اسلامي په استازولۍ د جریر ګډون په دې ناسته کې بل تاریخي شرم دی چې ددې ګوند سیاسي رسالت ته به ډېر تاوان ورسوي. سوله په پروژه، چل او کمشنکارۍ نشې راتلی، سوله قرباني غواړي، ملي ملاتړ او ریښتوني اراده، موږ به دا هر څه را منځته کوو، که څوک ژاړي او که خاندي.)

 زه  خو نه پوهیږم چې که حزب اسلامي یا بل ګوند د سولې لپاره هڅه وکړي دا به نو ولې د شرم خبره وي. لیکوال لیکي چې د حزب اسلامي رسالت ته به تاوان ورسوي! زما په اند که د حزب اسلامي رسالت ته تاوان رسوي نو هغه به جنګ وي او د حزب اسلامي د تاریخچې هغه پاڼې به یې رسالت ته تاوان رسوي چې په داخلي جنګونو کې یې برخه اخییستې وه او هغه څه چې دغه حزب ته  په رښتیا ګټه رسوي نو هغه به د دې حزب همدا د خیر هڅې وي.

  عام افغانان د سولې لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي او باید ویې کړي. زموږ ځینې سیاستوال که له حکومت سره یا بل کومې ډلې سره یا بل هر چا سره خپل کشمکش لري، هغه یې خپل کار دی خو د عام افغان او افغانستان خیر دې نه هیروي او په مخالفتونو کې دې دومره مخکې نه ځي چې د خپلو شخصي وفاداریو او ګوندیو په خاطر دې د سولې د هڅو له تخریبه هم ډډه ونکړي.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *