Categories

اعلان

Loading…

مولانا فضل الرحمن د افغانستان په وړاندې د اسلام اباد پالیسي ناکامه وبلله

تاند- د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي ناکامه وبلله.

فضل الرحمان وویل، د دې لپاره چې اسلام اباد له کابل سره ښې اړیکې نه لري اوس په افغانستان کې هند حضور لري نه پاکستان.

د پاکستان د ملي جرګې غړي مولانا فضل الرحمن، چې د دوشنبې په ورځ په پارلمان کې خبرې کولې، په دې خواشیني ښکاره کړه چې پاکستان له افغانستان سره ښې اړیکې نه لري.

د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې نن /سې شنبه/ د جمعیت علمای اسلام د مشر په قول همداراز لیکلي«د امریکا متحد ایالتونه پر پاکستان اعتماد نه لري؛ له همدې کبله په افغانستان کې د پاکستان پر ځای هند حضور لري.»

مولانا فضل الرحمن، چې د پاکستان په ملي جرګه کې د خپل هیواد د بهرنۍ پالیسي په بحث کې څرګندونې کولې، د دفاع وزیر خرم دستګیر د خبرو په ځواب کې وویل«د پاکستان د پالیسي جوړوونکو په وینا د پاکستان د انزوا معنا دا ده چې امریکا او لوېدیځه نړۍ نور زموږ ملګرې نه ده، خو زه وایم چې د انزوا معنا دا ده چې موږ له ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې نه لرو.»

ده وویل، چین په اقتصادي برخه کې د پاکستان ملاتړ کوي خو دا هیواد به په سختو شرایطو کې د پاکستان دفاع ونه کړي.

فضل الرحمن د چین له لوري د سي پک یا د چین پاکستان اقتصادي کوریدور پروژه هم شکمنه وبلله ځکه چې د ده په وینا پیکینګ د پاکستان د امنیت په اړه اندېښمن دی.

886 total views, 1 views today

2 comments

  1. ا.تندر Reply

    حضرت مولانا ته په دی ایمان نلری کله چی د بما أنزل الله سره حکم ونشی نو هلته فسق ،ظلم او کفر زیاتیږی ، تا باید شوری ته دین ورښودلی مګر درونی خباثت او منافقت ته او امثال دتا د دنائت او ذلت کندو ته غورځولی یاست نور موږ د تاسی او مفسدو حکامو نه د خیر توقع نلرو ځکه چی یهود او نصاری خپل مینځ کی دومره ظلم نکوی لکه ته او سمیع الحق یی د علماوو تر نامه لاندی پر افغانانو کوی الله رب العزت دی ظالمان تباه کړی

  2. آحمد توانا Reply

    دا خبیث د کرایې ټټو دی او هر څه چې ورته امر وشي هغه وایي . دده په ګیره او لنګوټي یو شمیر جاهل او بې خبره غولیدلي او دی ورته د اسلام عالم او پیشوا ښکاري . مولانا ډیزل په افغانستان کې د ډیرو قتلونو او تباهۍ مسؤول دی . دی د مجاهدینو اوبیا طالبانو اصلي لارښود دی چې هغه جاهلانو ته یې اسلام مخ ته کړی وو او دی او خپل کور او خپل ورونه پرې وژني .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2