Categories

اعلان

Loading…

بې لاسه او بې پښو نایک وجي کیک | ژباړن: عبدالله ریحان

لیکواله: سوسان ډونلډسن جیمز 

وجي کیک زوړور او په الله ج زیات باورمن شخص دی.

نایک وجي کیک په استرلیا کې نړۍ ته په داسې حال کې سترګې وغړولې، چې پښې او لاسونه یې نه و. مګر دغه حالت یې د ښه ژوند خنډ نه دی ګرځیدلی، اوس ۳۲ کلن دی او په لاس اینجلس کې د معلولینو ادارې بنسټګر دی.

نوموړی معلولینو ته هیله بښوونکې ویناوې کوي او د ژوند لارې چارې ورته لټوي. واده یې کړی اوس دوه کلن زوی لري. “نایک وجي کیک د لنډ مستند فلم موضوع ده”.  

خپله الهام بښونکې کیسه د NBC یوې ژورنالېستې سوسان ډنالډسن جیمز سره شریکوي.

زه باور لرم چې یو دلیل شته زما د داسې حالت، تاسو خپل مسؤلیت په ښه توګه سر ته ورسوئ، په الله ج باور ولرئ او هیڅکله مه تسلیمېږئ. ما له دغه ذهنیت سره وده کړې او هغه څه چې ما په ژوند کې درلودل او لرم یې زیات شکر ګراز یم. نه یوازې مور او پلار مې زما د ژوند د لا ښه والي لپاره هڅې کړې بلکې نور ماشومان یې هم روزل.

مور مې ډاکټره وه د ماشوم د پیدایښت په اړه یې زیاته مطالعه، او کار کړی و. هغې داسې نظر درلود، چې هرومرو د حمل په وخت کې غلط څه رامنځ ته شوي دي. ټول تلویزیوني معینات یې کړي وو او دا د هر چا لپاره د منلو وړ نه وه چې زه د بې لاسه او بې پښو نړۍ ته راغلی وم.

زما د پیدایښت په سهار زما پلار د هغې تر څنک و زه یې په داسې حال کې ولیدلم، چې پښې او لاس مې نه وو. تت ښکاریده او خوا یې ګرځیدله، نرسه مجبوره وه، چې ما له اطاق څخه د باندې اوباسي. ما فاسیمیلیا لرله، پښې او لاس مې نه وو ، هیڅ طبي تشریح نه وه، د جینیټک اړوند خبره نه وه او د تاییدوموموم مشکل هم نه و. ډاکټرانو ویل، چې زه به ژوندی پاتې نه شم.

مور مې وویل، چې “له ما یې لرې یوسئ، زه نه غواړم چې ویې ګورم”.

مګر زما پلار هغې ته تسلیت ورکړ، ویې ویل، چې “هغه ښکلی دی”. زه یې کور ته یوړم مګر درې یا څلور میاشتې په تیریدو وروسته مور ماته د ښه ژوند فکر کاوه. ما په شپږو کالونو کې پروسټاتیک هڅه وکړه مګر له یوې میاشتې تمرین وروسته زه پوه شوم، چې زه باید زیات څه ترسره کړم او په نه کولو سره به زما حرکت محدود شي.

زه لومړنی معلول کس وم، چې د استرلیا د ښوونځي په سیستم کې داخل شوم، زه په ښوونځي کې زورول کیدم. زما مور او پلار به ماته ویل چې زه د دوی خبرې جدي ونه نیسم. مګر ما د پښو او لاسو غوښتنه کوله او د نورو کسانو په شان مې ځان غوښت.

هر څوک د یو څه په لټه کې دي، چې خوښ اووسیږي، مخدره توکي، پیسې، الکول او داسې نور. ما غوښتل چې پوه شم زه بایلونکی نه یم. ماشومانو به پر ما خندل او له هرې لوبې به یې ایستلم. ویره مې پیدا شوه. مور او پلار مې راته ووایل، چې ما به هيڅ نه پریږدي او کور زما لپاره یوازینی پناه وه.

کله چې لس کلن وم، غوښتل مې ځان وژنه وکړم. ما داسې احساس کړه، چې زه هیڅ ارزښت نه لرم او  زه به همیشه د مور، پلار د اوږو بار یم، هیڅ به واده ونه کړم. دا تر هغه وخت پورې، چې ما یو هلک ولید، چې لاس او پښې یې نه وې، ومې غوښتل چې مرسته ورسره وکړم.

مور او پلار مې دا خبره راته کوله، چې “تر هغه ته نه پوهیږې چې څه لاسته راوړنې ونه لرې او هڅه ونه کړې”. زه اوس لمبو وهلی شم، کبان نیولی شم، لوبې هم کولی شم، لکه د سنوبورډینګ او سرفینګ لوبې. زه کولی شم چې  خپل غاښونه برش کړم،  او ویښتان ومینځم. په هر حالت کې مې هڅه دا وي، چې ښه کار وکړم څومره چې توان لرم. هغه څه نه چې تاسو یې لرئ بلکې تاسې نور څه کولی شئ. زه له زیاتو هڅو او ناکامیو څخه نه ډاریږم.

زه ۱۹ کلن وم چې استرلیا کې په الهام بښونکو ویناوو باندې مشهور شوم. ما پنځه کاله نړیوال سفر وکړ. ما په کیلیفورنیا کې خپلوان درلودل، هڅولم یې چې زه هلته ورشم.

“تاسې کولی شئ، چې خپل خوبونه په رښتیا بدل کړئ او لوړ مقام ته ورسیږئ”.

ما بې لاسه او بې پښو ژوند پیل کړ. ۵۸ هیوادونو ته مې سفر کړی او ۳ میلیونه میله تللی یم. دا مبالغه نه ده.

موږ ډیر منندوی یو، چې د نوړیوالو رهبرانو سره مو ولیدل د یتیمانو، بې وزلو، او هغو خلکو په اړه مو خبرې وکړې، چې د دوی له نظره غورځیدلي دي. په سفر کې یو پالونکی هم لرم، چې په سفر کې راسره مرسته کوي.

نایک د ګالف لوبه زده کوي ” زه هڅه کوم خو له ناکامۍ نه ډاریږم”. دا د نوموړي د ژوند اصول دي.

د ځوانانو سره خبرې زیات خوند راکوي، دوی په ژوند کې د موخو او ارزښتونو  کنکریټي لارښود جوړوي. زه وایم، چې په زاړه کور کې اوسیدل د بې لاسه او بې پښو ډیره بدتره خبره ده.

زه غواړم، چې دا ویره له زړه وباسئ، چې زه به په بهر که څوک وم؟ زما پلار به ویل، چې ” تاسې ډالۍ یاست خو په مختلفو شکلونو”.

ما واده وکړ، زما میرمن جاپان الاصلا امریکایۍ ده او په ټېکساس ایالت کې په اول ځل لیدلو په یو بل مئین شوو. موږ له یو بل له لیدو زښت زیات خوښ وو.

دا هر څه زیات ورو مخکې تلل بلکې موږ د مینې اړیکه یې نه پرېکوله.

په ۲۰۱۱م کال کې چې زموږ د اړیکې دری میاشتې تیریدې، زه له اقتصادي بهران سره مخ شوم. ما د کم تجارت پیل وکړ بلکې ناکام شو. بیا چا له ما څخه پیسې غلا کړې. ما د پلار څخه د پیسو غوښتنه وکړه، زه نه پوهیدم، چې په ۲۸ کلنۍ کې به زه د ژورخفګان او ویرې ښکار کیږم. هر څه مې وبایلل زیاتې اوښکې مې توی کړې.

ما فکر نه کاوه، چې زما میرمن (کینېا) به زما ژوند داسې بدل کړي. هغې راته وویل، چې ” سمه ده، زه به د نرسې په توګه کار پیل کړم”. دا هغه وخت و، چې ما پرېکړه وکړه، کینېا به زما د ژوند ملګرې وي. نهه میاشتې وروسته مې کوژده وکړه، یو کال وروسته مو واده وکړ، کیوشي زوی مو پیدا شو. زوی مې زما له اوږو سره برابر دی موږ هره ورځ غېږ کې سره نیسو او یو بل ښکلوو.

زه باید اوس دا زده کړم، چې زه خپلواک یم، ښکاره ده چې زما میرمن کیوشي زیات نازوي او زه هم د خپلې کورنۍ لپاره هلې ځلې کوم.

زما عامه ویناوې د عقیدې مطابق غیر منحصرې دي، موږ باید داسې پروګرامونه رامنځ ته کړو، چې د ځان وژنې او د ژور خفګان ښکار شوي خلک وژغوري. زه خلکو ته دا ویم، چې تاسو هیڅکله مه تسلیمیږئ! موږ ځینې وخت په ژوند کې د حیرانوونکو پېښو په انتظار وو، بلکې داسې پیښې زموږ په ژوند کې شونې نه دي. زموږ په ژوند کې هر څه مختلف دي، زه پوهېږم، چې زه د یو بل کس په ژوند کې معجزه یم او زما ژوند یې ارزښتمن کړ.

موږ ټول اندېښمن یو، زه له بشر پورته انسان نه یم، بلکې ما ژوند غوره کړی، زه په هغه څه ډیر تمرکز کوم، چې راته زیات اړین دي.

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *