Categories

اعلان

Loading…

محمود خان اڅکزی: هیڅوک حق نه لري چې افغانان په پښتونخوا کې ونیسي

تاند- پښتون مشر محمود خان اڅکزی وايي، هیڅوک به پرېنږدي چې افغان کډوال له خپلې خاورې په زور وباسي یا یې وځوروي.

ښاغلي اڅکزي وویل، خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره ده او دوی پکې بې ډاره او تشویشه اوسېدای شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه«که افغانان د پاکستان په نورو سیمو کې ځورول کېږي، پکار ده چې پښتونخوا ته راشي، دلته هیڅوک ورڅخه د مهاجرکارت غوښتنه نه شي کولی، ځکه چې دا سیمه د دوی خپله ده.»

محمود خان اڅکزی او نور ملتپال پښتانه خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمې او د بلوچستان پښتني سیمې پښتونخوا او د افغانستان برخه ګڼي.

ښاغلي اڅکزي وویل، کابل او اسلام اباد باید پر تورخم لارې د تګ راتګ ستونزه په ډېر احتیاط حل کړي، کنې دوی به دا مسله په دوو اوونیو کې امریکا او چین ته ارجاع کړي چې حل یې کړي.

له بلې خوا راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې په پنجاب ایالت کې نژدې ۱۰۰۰ تنه افغانان نیولي دي.

پاکستاني رسنیو وویل د پنجاب پولیسو ۹۳۵ افغان کډوال د دې ایالت په ملتان، بهاولپور، ګوجرانوالا، فیصل اباد او راولپنډۍ کې د غیرقانوني هستوګنې په تور نیولي دي.

همداراز ۱۳۷ تنه نور په خیبر پښتونخوا ایالت کې نیول شوي دي.

450 total views, 2 views today

3 comments

  1. جمال Reply

    دغه خلک اصلا په پاکستان کې کوي څه؟‌ یاره دا خلک هم د شرم په نامه څه نه پیژني،‌ که پيژندای یې شاید نور یی په دغه چټل وطن کې شپې نه وای تېرې کړې.

  2. Mohammad Arif Haleemy Reply

    Salamooona
    Hela da che sha sehat walari.
    Dagha waqighiat de aw sha khabara da che de achakzi khabara amali she kho dera moshkila da zaka yaw taraf aksara de pakhtoonkhwa gul khanan de bal taraf ta aksara de fakistan isi ter control landi de dera moshkila malomigi che khabara ye wamanal she.

  3. تراب خان Reply

    دلته په افغانستان کښی پښتون ته هم په سپکه کتل کیږی، دطالب او نورو نومونو ورسره لکه اجنبی سلوک کیږی. داوطن اوس دایران دفرهنګی یرغل لاندی دی. پاکستان یی جغرافیه ګواښی او ایران یی فرهنګ. دلته اصلی واکداران ایران او دهغی غلامان دی. دلته ځان لپاره داوسیدو جوګه نه یی او خبری لکه دملکانو کوی

    اوس هم ستانوم سره حساسیت دی، ټول عمر پښتو دایران او پنجاب غلامی وکړه، او کوی یی. پښتون اوس هم لکه دغلامی ورځی شپی تیروی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2