Categories

اعلان

Loading…

اتله | شپنه سلګۍ

په ټوله سیمه ویره خوره وه، هر چا په تادۍ د کور کالي کنډولي راټولول. تور سیوري راروان وو. یو نیم سیوري به راوغورځېد خو نورو يې پر هسکو چینارونو یرغل وړ.

درېيمه ورځ په کلي کې لږه ساه وغوړېده. ټک و ټوک بند و. کلیوال په شنه سهار کې له خپلو کورونو په وتو وو چې د کلي پر چینارونو شبنم وورېد. ساوې لږ په ځای شوې. د وتو هلهله راکمه شوه.

پرخه، زموږ ځوانه کلیواله، د خلکو مخ ته ووته:

زما مشرانو، زما خویندو، زما ورونو داڅه کوئ، چېرته ځئ، غواړئ چې په خوارۍ دا آبادي مو سیوري درته په بل مخ واړوي؟

یوه مشر ورته وویل: مال خیر، چې په سرونو د سیورو، سیوری ونه غورځي.

هغه خپلې کونډې نږور ته چې تر څنګه يې ولاړه وه، اشاره وکړه: دا مې پاڼه ده. شمشاد یې را نه کارغانو وخوړ، نه غواړم چې د سیورو شمال يې دا پاڼه هم یوسي.

پرخې یوه ژوره ساه واخیسته: پاڼه به دې پاڼه پاتې شي، تازه به پاتې شي، چې دا پرخه ورسره ملګرې وي.

پاڼې چې تر دې دمه خپلې شاوخوا ته په وېرې کتل، د څادر په پېڅکې خپلې اوښکې پاکې کړې، په منډه د پرخې خواته ورغله، دواړې سره غاړې وتې.

پرخه موسکه شوه: اخر چیرته او ترڅو پورې به دا کډې په سر ګرځوو. له ناتار څخه نه تښتو، مخه يې نیسو. بازان مو هلته پر سردرو ورته تاوېږي، دلته به موږ ورته ځای پرېږدو؟ سیوري دي، د رڼا یو پړک یې بس دی.

پرخې تر خپل ټیکري لاندې ټوپک له اوږې راواخیست. مشر په لاسونو کې نیولې بوخڅې پر ځمکه وغورځولې. خپل پټکۍ یې خلاص کړ. په ځیر یې ورته وکتل، ولونه یې صاف کړه، بېرته يې کلک په سر وتاړه.

  • پرخې لورې، ریښتیا وایې. که شمشاد مړ شو، دا زوړ نښتر به ستا په مرسته پاڼې رژېدو ته پرې نه ږدي.

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *