Categories

اعلان

Loading…

ورک / اجمل پسرلی

د پردې ژۍ یې پورته کړه. د کوڅې څراغونه لا نه و لګیدلي. لړه راپورته شوې وه. کړکۍ ته یې شاواړوله. د میز پر سر ککړ بیشقاب یې د میز منځ ته ټیله کړ. څټ یې په لاس ټینګ کړ. ګوتې یې سستې شوې. د تخت پر سر یې کمپله خوره کړه.

بیا یې پرده پورته کړه، خو ژر یې بیرته پریښوده. چت ته یې وکتل. سترګې یې پټې ونیولې. یو دم راپاڅیده د دراوزې له شا یې د راځوړند کوټ په لستوڼو کې لاس ننویست او پرته له دې چې لفت ته ودریږي په منډه منډه په اوو زینو ښکته شو.

په کوڅه کې څوک نه ښکاریدل. د کوڅې بر سر د یوه سپي غپا شوه. له دروازې یې سر پسې وایست، څه ښکاره نه شول. بیرته پر زینو راوخوت. ستما یې شوه، لنډه لنډه ساه یې اخیسته، پر تخت څملاست.

په خپل خرهاري راویښ شو. راولټیده، پرده یې کش کړه. دباندې تیاره وه د کوڅې څراغونه په لړه کې داسې ښکاریدل لکه په هوا کې چې دلته هلته وړې شمې لګیدلې وي.

کړکۍ یې پرانیسته، له ساړه شمال سره سپینه پرده د کوټې دننه راپورته شوه. دباندې د سړک پر سر د موټر غږ شو، غږ لرې شو او پسې ورک شو.

پای

19 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *