Categories

اعلان

Loading…

په پوهنتونو کې د ګوندونو پالل! | محمدزمان سهیل

پخوا به د هیواد د بېلابېلو پوهنتونونو محصلانو سر ټکووه، چې که چیرې په پوهنتون کې د کوم حزب غړی نه شې نو د زده کړو بشپړول به دې هسې یو خوب پاتې شې، نو زده کړیالان مجبور و تر څو د یو حزب غړیتوب واخلې.

په همدې حزبونو کې، غړیتوب خو لسګونه ځوانان هغه مهال، چې حزب پالنې وي له زده کړو محروم کړي. کله به چې، حالت ترینګلي و نو زده کړیالان به له اړې ورځي له حزب سره د زده کړو پر ځای جبهو ته تلل په همدې ډول له زیاتو يې زده کړې نېمګړي پاتې دي. د حزب اسلامې مشر ګلبدین حکمتیار يې ښه بېلګه ځکه یادولی شو، چې ده هم د انجینرۍ پوهنځی په دویم سیمستر کې  پریښی(کېدای شې دینې زده کړې يې کړي وي هغه يې بېل اړخ دی) خو پوهنتون لوستل يې ترې پاتې شوي دي. همداسې نور هم …

په هر حال، پخوا په پوهنتونونو کې د زور ازمایښتونه و او هر ګوند به هڅه کوله تر څو د پوهنتون له زده کړیالانو لویه کتله ځان خوا ته کړي، لاریونونه او نورو سرکشیو به له دا ډول علمې مراکزو سر وهه.

پدې وروستیو کې، دا لړۍ یو څه ښه شوي خو لا ختمه نه ده ځکه مشخصوو يې نه خو اکثره پوهنتونو کې، چې استادان د ګوندونو غړې او پلویان وي، نو هڅه کوي زده کړیالان په بېلابېلو ډولونو تر خپلې اغیزې لاندې را ولي او دیته يې وا داره کړي، چې په اړوند ګوند کې غړیتوب واخلې که نه نو له استاد سره به په نا اعلان شوي دوښمنۍ اوړي.

اوس خبرونه دې، چې په پوهنتونونو کې د ګوندونو مشران او استازې په رسمې توګه اعلانېږي، توپیر يې دا دی چې پخوا زور ازمايې وه خو اوس يې همدې زور ازمايۍ ته په یو ډول باندې قانونې بڼه ورکړه.بېلګه يې شته خو د ځینو عواملو له امله يې دلته نه شم یادولی.

د ګوندونو په اړه سیاسې لرلېد دا دی چې، ګوند کوم بد څېز نه دی ښه ده چې په یو هیواد کې ګوندونه وي تر څو د لا قانونیو مخنیوی وشې. نوره نړۍ کې ګوندونه لکه څنګه چې، د ګوند د رامنځته کېدو فلسفه ده په هماغه ډول کار کوي، ملګر افغانستان کې چې څومره ګوندونه هم رامنځته شوي او یا له دې وروسته رامنځته کېږي نو د قانون ماتونې په موخه او له دې لارې یوازې او یوازې قدرت ته ځان رسول دي او بس.

په پوهنتونونو او علمې بنسټونو کې هم ګوندونه وي، خو هغه ډول نه لکه څنګه چې، زمونږ په پوهنتونونو کې دي، زده کړیال په کې دا ستاد غلام وي د خپلو زده کړو پر ځای يې ټوله پاملرنه د استاد زړه ساتنه او د ګوند پلوي کول وي که چېري داسې ونه کړي نو هر سمستر به ناکام او بالاخره له پوهنتون نه د اخراجېدو تر بریده ورسېږي.

په پوهنتونونو کې باید سیاسې فهم باندې زده کړیالان پوه شې، خو د ګوندونو د سیاسې اهدافو ښکار کېږي دې نه، ځکه زده کړیالان باید تر ډيره پام خپل پر زده کړو را ټول وساتې نه د ګوند د مربوط استاد پر اوامرو چې د ګوندونو د ګټو پر بنیاد وي. ویره دا ده که چیرې په پوهنتونو کې، د ګوندونو د پراخ نفوذ مخه ونه نیول شې نو بیا به یوازې په نوم خلک او ځوانان د لوړو زده کړو څخه فارغېږي نو پکار ده، چې د دې چارې مخه دې ونیول شې.

12 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr.Atal Reply

    ګوندونه که د، فاستبقوا الخیرات ،په بنا وی او همدا یی مفکوره او عمل وی او د ټولنی او ملت د رشد ، سالمه روزنه او اسلامی او ملی ګټو ته ژمن وی مفید واقع کیدای شی او مشروعیت به ولری چی دا به په خیر کی مسابقه وی ، مګر که احزاب خپلسری ،لجام ګسیخته او په رذایلو کی مسابقه کوی او د اسلامی او ملی ګټو پروا نه ساتی ، په معاملو ، فساد او نفاق کی مسابقه ، انسانی او اسلامی ارزښتونه تر پښو لاندی کول او ان جی او ګونه د ګټو انحصار وی یا حزبی ګټی پر ملی ګټو ترجیح ورکول او د کلیدی پوستونو انحصار او د ځان او نورو جاهلی تعصباتو لپاره کارول او نور هغه رذایل او مصیبتونو چی د بن حزبی انحصاری معاملی پر ملت تحمیل کړی او تر ننه ورسره لاس او ګریوان یو ، دا ډول احزاب نه انسانی دی او نه بشریت ته ګټه لری او د غلو او مفسدینو ډلی ته پاتی کیږی چی د کودتا ،معاملو او د نورو په مټو پر ملتونو تحمیلیږی او ملتونو ته غیر له فساد او لوټ نه بله ثمره نلری

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *