Categories

د افغانستان ټول قومونه ۸۰۰ کاله وړاندې د «افغان» په نامه یاد شوي

څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ 

په داسې حال کې چې د «افغان» نوم ۲۵۰۰ کاله تاریخي سابقه لري او په افغانستان کې د ټولو میشتو وروڼو قومونو مشترک او ملي هویت دی، خو په ولسي جرګه کې یو شمېر وکیلان ورسره مخالفت کوي. زما په نظر درې مهم لاملونه لري:

لومړی لامل یې دا دی چې افغان وکیلان له خپل تاریخ څخه بې خبره دي او که د خپل تاریخ له واقعیتونو خبر وای، نو زه باور لرم چې هیڅکله به یې د «افغان» له کلمې سره په تذکرو کې مخالفت نه کاوه.

دوهم لامل یې شاید دا وي چې یو شمېر وکیلان د «افغان» نوم پښتنو ته منسوبوي او نو ځکه د «افغان» له نامه سره مخالفت کوي.

دریم لامل یې، کېدای شي د پردیو اشاره وي چې زموږ د ملي هویت په وړاندې توطیې جوړې کړي. پداسې حال کې چې د ا«افغان» نوم د پښتنو په شمول د افغانستان د ټولو قومونو دویم او ملي نوم دی.

د پښتون اصلي او لومړنی نوم د ویدا په سرودونو، په تواریخ هرودت او د بطلیموس په جغرافیا کې له میلاد نه مخکې ثبت او کابو ۶۰۰۰ کاله عمر لري. په تاریخي لحاظ پښتون تل ځانته د پښتون او پښتانه خطاب کړی او خپل قومي هویت د پښتون په نامه معرفي کوي. لوی مؤرخ بارتولد لیکي، چې پښتانه ځانته پښتون یا پښتانه وایي. (تذکرۀ جغرافیای تاریخي ایران، ۱۳۰ او ۱۳۱ مخونه)

په تاریخونو او شجرو کې څه باندې ۴۰۰ پښتني خیلونه او قبیلې معرفي شوي دي، خو د افغان په نامه د پښتنو کومه قبیله او څانګه نه ده را پېژندل شوې. (بیلیو، د افغانستان د اتنوګرافۍ په باب یوه پلټنه، ۴۴۱، ۴۵۵ مخونه) پس په اصل کې د پښتون اصلي، تاریخي او قومي هویت پښتون دی.

د «افغان» نوم کله او د چا له خوا پښتنو ته استعمال شو؟ دغه راز د افغانستان د نورو قومونو لپاره کله او د چا له خوا استعمال شو؟ د پښتنو لپاره د «افغان» نوم د لومړي ځل لپاره په هندي سانسکریټ تاریخي آثارو (مهاباراته ۵۰۰ ق.م. – ۴۰۰م.) او (بري هات سمهیتا ۵۰۵-۵۸۷م.) کې د پښتنو لپاره د «اسواکا»، «اسوه غانا»، «اواګانا» او «اوغانا» په شکل استعمال شوی دی. حتی تر اوسه د افغانستان نور قومونه پښتنو ته د «اوغان»، «اوغو» او «افغان» خطاب کوي او ریښه یې له سانسکریت څخه پیلیږي. باید ووایم چې مهاباراته هغه اریایي قبایل وو چې له پښتنو سره یو ځای یې له بلخ څخه د هند په لور مهاجرت وکړ.

د پښتنو لپاره د «افغان» نوم د دویم ځل لپاره په ساساني منابعو کې د لومړي شاپور (۲۶۰-۲۷۳م.) او دریم شاپور (۳۰۹-۳۷۹م.) د واکمنیو پر مهال د نقش رستم په ډبر لیک کې د «ابګان» او «اپاکان» په شکل استعمال شوی دی. (کارو، پښتانه، ۱۳۳مخ)

دغه راز عربي لیکوالو، مسعودي په خپل اثر (التنبیه والاشرف ۳۴۵هـ) کې او ابن اثیر په خپل اثر (تاریخ کامل ۶۲۸هـ.) کې پښتانه د «ابغان»، «اوغان» او «افغان» په نامه نومولي دي. د افغانستان په پارسي آثارو کې «حدود العالم من المشرق الی المغرب ۳۷۲هـ.» لومړنی اثر دی چې پښتانه یې د افغان په نامه را پېژندلي دي.

دغه راز ۸۰۰ کاله وړاندې د افغانستان نور قومونه هم د «اوغان»، «اوغاني» او «افغان» په نامه د بېلا بېلو مؤرخینو له خوا پېژندل شوي دي چې زه دلته په لنډ ډول د دغو اثارو نومونه او مخونه وړاندې کوم تر څو ګران هېوادوال ګټه ترې واخلي:

۱ – د «تاریخ نامۀ هرات» اثر په ۱۳۱۸-۱۳۲۱ د سیفي هروي له خوا کښل شوی او د هغه وخت د کندهار اوسیدونکي کردیان د افغان په نامه را پېژندلي دي. (۱۹۹-۲۰۰مخونه)

۲ – د «تاریخ المظفر» اثر په دوو ټوکونو کې د محمود کتبي له خوا په ۸۲۳هـ. کې کښل شوی او د «هزاره» او «مغول» قومونه د «اوغان» او «اوغانیانو» په نامه را پېژني. (لومړی ټوک ۸۷مخ، دویم ټوک ۲۰۷مخ)

۳ – د «حبیب السیر فی الاخبار اولاد البشر» اثر په دریم ټوک کې څو ځلې د هزاره او مغولو قومونه د «اوغاني» په نامه راپېژني. (۲۸۳-۲۸۶، ۳۲۰مخونه)

۴ – د «تاریخ روضة الصفا) اثر په څلورم ټوک کې د مغولو قوم د «اوغان» په نامه را پېژني. (۴۷۴مخ)

۵ – عبدالرزاق سمرقندي د خپل اثر «مطلع سعدین و مجمع بحرین» په لومړي او دویم ټوک کې ترکان او مغل د «اوغاني»، «اوغان» او «افغان» په توګه را پېژني. (۳۸۰، ۱۴۳مخونه)

۶ – حافظ ابرو د خپل اثر «جغرافیای حافظ ابرو» په دریم ټوک کې ترکان د «اوغاني» او د هزاره قوم د «اوغان» او «افغان» په توګه را معرفي کوي. (۱۵۱-۱۵۲، ۱۷۶-۱۷۷مخونه)

باید ووایم چې پورته تاریخي آثار د مغولو او تموریانو د وخت لومړي لاس آثار دي چې مغول، کرد ترک، هزاره او نور قومونه د «اوغان» او «افغان» په توګه ۸۰۰ کاله وړاندې موږ ته را پېژني خو له بده مرغه چې یو شمېر وکیلان له دې تاریخي واقعیت څخه خبر نه دي چې د «افغان» نوم د افغانستان د ټولو قومونو یو مشترک او ملي نوم دی نو ځکه له دغه نامه سره حساسیت ښیي او د افغانستان د اساسي قانون پر خلاف عمل او اشتباه کوي.

ظفر کاخیل لیکي، چې په دیارلسمه پېړۍ کې د افغانستان د ټولو قومونو لپاره د «افغان» د نوم ویل پیل شول، پښتون ځانته پښتون او پښتانه وایي او نه «افغان»، ځکه د دوی قومي نوم او هویت پښتون دی او «افغان» د دوی یو ملي نوم او هویت ګڼل کېږي. (۸۷مخ) دغه راز امریکایي لیکوال ارنولد فلیچر لیکي، چې د «افغان» نوم په لومړي سر کې پښتنو ته استعمال شو خو وروسته ټولو «افغان» قومونو ته غوره شو، پښتانه د «افغان» له نامه سره د پارسي ژبې د لیکلو له لارې اشنا شول، دوی ځانته پښتون یا پښتانه وایي. (پښتانه، ۱۵مخ)

په نتیجه کې ویلی شو چې د «افغان» نوم د افغانستان د ټولو قومونو دویم او ملي نوم دی چې له ۸۰۰ کاله راهیسې د افغانستان د ټولو قومونو لپاره په کار وړل شوی او د افغانستان په ټولو اساسي قوانینو کې پر ټولو قومونو یو شان اطلاق شوی دی. هر څوک چې په تذکرو کې د «افغان» او «اسلامیت» له کلمو سره مخالفت کوي په اصل کې د افغانستان له اساسي قانون څخه سرغړونه ګڼل کېږي او باید د هېواد عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *