Categories

اعلان

Loading…

کک او زرینه؛ کمسارې حماسي منظومه

ډاکتر محب زغم

کک او زرینه هغه حماسي منظومه ده چې د ښاغلي عبدلغفور لېوال په هنرمنو ګوتو کښل شوې ده. دغه حماسه له پارتیانو یا اشکانیانو سره د پښتنو ساکانو جګړه بیانوي. پارتیان چې په پخواني پارس، عراق او نورو سیمو کې واکمني کوي، غواړي د هیرمند پر سیند جوړ شوی بند ونړوي، اوبه یې د خپل هېواد خوا ته سیخې کړي او د ساکانو وطن تر نېزونو لاندې کړي. دا جګړه تر میلاد شاوخوا سل کاله وړاندې پېښه شوې وه. کک د ساکانو داسې مېړنی، مټور او پیاوړی قهرمان دی لکه په شهنامه کې چې رستم دی.

د کک او زرینې حماسه چې درویشت سرودنه او یوه پیلیزه لري، داسې پیلېږي:

د هیرمند پر غاړه ناست یم، سیند بهېږي

د بابا له لوړو غرونو راخوځېږي

غاړې غاړې د هامون تر اېلبندونو

په څپو وايي کیسې د تاریخونو

څه رازونه د طبیعت له کتابونو

یه هیرمنده! یه څپانده مسته سینده!

تا نه اورم، غلي غلي راته ښایې

زما د تللیو زمانو ورک پرتمونه …

دلته به د دې په زړه پورې منظومې او کمسارې حماسې پر ځینو تخنیکي او هنري برخو تبصره وکړم.

ژبه

د ژبې په لحاظ د تاریخي حماسو او تاریخي ناولونو لیکل ډېره باریکي لري. لیکوال/ شاعر له یوې خوا باید داسې کلمې او داسې ژبه وکاروي چې تېره زمانه را باندې احساس کړي او له بلې خوا ژبه یې د اوسني نسل له پاره باید د پوهېدا وړ وي. فردوسي چې شاهنامه لیکله، پر فارسي ادبیاتو د عربي ژبې واک چلېده خو ده د فارسي ژبې هېرې شوې یا د هېرېدو په درشل کې کلمې را ژوندۍ کړې، دی پخپله وايي: «دري زنده کردم بدین پارسي». خو، فردوسي له اصیلې فارسۍ څخه دومره لرې نه و لکه موږ چې د کک او زرینې له زمانې څخه یو.

ښاغلي لېوال هڅه کړې ده چې د ځینو لرغونو کلمو، نومونو او اسطورو په راوړلو سره د خپلې منظومې ژبه د حماسې د پېښېدو د وخت پښتو ته ورلنډه کړي. مثلاً، هیرمند، ساک، زرنګ، تاهیس ماساد، مزدک، فروهرې، هاپي، هوما، تایمرېس، باکتریا، هیندوکڅ، باګرام، ناګرویهار، کابورا، تیشخولي، کڅوال، هومايي، ماساګیت، اسپه یان، دهاوي، ساکستان، اوګزریاڅ، ازرشید، تېسپون … خو د دې ترڅنګ یې داسې ډېرې عربي کلمې هم راوړې دي چې یقیناً هاغه مهال زموږ په ژبه کې نه وې. کوکب، روح، دعا، نذر، غرور، مبارک، قدرت، سلطنت، اعزاز، حکم، حسن، عظمت، حیران، افعي، عاطفه، حیا، جنت، وفا، صراحي، اصیل، عطر، جرئت، احساس، شیطان، وطن، عشق، عقل، حکمت، غرض، عجیبه، قیامت، غیرت، طبیعت … موږ دقیقاً نه پوهېږو چې د دغو مفاهیمو له پاره مو هاغه مهال کومې کلمې کارولې ځکه چې لیکلي ادبیات مو یا نه لرل، یا مو نه وو خوندي کړي. خو د ځینو کلمو له پاره لرغونې کلمې لرو مثلاً د دوښمن پر ځای میرڅمن، د وطن پر ځای هېواد، د حملې کولو پر ځای یونل، د افعي او مار پر ځای منګور (کېدای شي منګور تر مار لرغونی وي)، د عطر پر ځای وږم. زما په فکر که لېوال صاحب لږ نوره خواري هم کړې وای او د لرغونو کلمو برخه یې زیاته کړې وای، بهتره به وه.

فورم/ قالب

کک او زرینه د موزون آزاد نظم په قالب کې لیکل شوې ده او ځای ځای یې قافیه‌وال بیتونه هم په کې راوړي دي.

کک به خامخا راځي زما باور دی

د فراه خوا ته مې حکم د سفر دی

د فراه لویه کلا، دنګ دېوالونه

یو کم سل یې دي ولاړ لوی لوی برجونه

هره ښځه را ته توره بلا ښکاري

مورې! ما ته تیاره ټوله دنیا ښکاري

زه یې بېرته انساني دنیا ته بیایم

تر دې وروسته پر همدغه ژمنه پایم

فکر کوم د فورم انتخاب هم خورا مهم دی. کله چې د تېرې زمانې کیسه کوو، بهتره ده چې د هماغه مهال فورم هم ور ته غوره کړو. پښتو فولکلور یې را ته وايي چې تر عربي قالبونو له مخه، زموږ شعرونه د آزاد شعر په بڼه وو. قافیه‌وال بیتونه د نظم خوند زیاتوي او که چېرې په کک او زرینه منظومه کې هم داسې بیتونه زیات وای، بهتره به وه. داسې ښکاري چې په دې منظومه کې بیت د وینا واحد نه دی. موږ تمه لرو چې د شعر دوې پر له پسې مسرې باید یوه خبره را ته بشپړه کړي یا د یوې موضوع په اړه دوې خبرې:

د هیرمند د څپو خوږ وږم لګېږي

د ګز څڼې له اوبو سره نڅېږي

لوی زرنګ د پسرلي د کور مېلمه شو

جوړه سپینې بتې کڅ سره تاوېږي

دلته وینو چې دوې لومړنۍ مسرې د هیرمند تصویر وړاندې کوي او د یوې بلې معنا بشپړوي. درېیمه مسره د پسرلي خبره کوي خو څلورمه مسره بیا له درېیمې سره چندانې تړاو نه لري. لوستونکی په تمه وي چې تر درېیمې مسرې وروسته به د پسرلي په اړه بله خبره ور ته کېږي خو داسې نه کېږي. له دې سره لوستونکی د یوه شي کمی احساسوي. داسې موردونه په کک او زرینه کې یو څه زیات دي او زه فکر کوم چې د اثر ښکلا ته یې زیان رسولی دی.

ریتم/ آهنګ

د منظومې ریتم له پیله تر پایه پورې همداسې احساس پاروونکی او د عسکري مارش په څېر ولولې را وېښوونکی دی. په ادبیاتو کې ریتم هغه مهم عنصر دی چې لیدل کېږي نه، خو احساسېږي او که د جملو یا مسرو ریتم له موضوع او معنا سره متناسب انتخاب شوی وي، د اثر اغېزه یو په دوه کوي. حماسي کیسې د ولولو او د جذبو کیسې وي، د بریدونو، یرغلونو منظرې وي، نو باید چې په همداسې ریتم کې وي. له بلې خوا، د هرې حماسې موخه د تېرو اتلولیو په رایادولو سره د ولس را ویښول وي. که ویده کس ته کلاسیکه یا آرامه موسیقي وغږوې، لا به خوبولی شي خو که غواړې چې را ویښ یې کړې، باید ورته مسته، د تېز ریتم موسیقي چالانه کړې. دا چې پښتنو قبایلو به تر جګړې وړاندې ډولونه وهل او اتڼونه به یې کول، موخه یې همدا وه چې د جنګیالیو ولولې را وپاروي. نو په حماسه کې چُست وزن او چابک ریتم د ډول د غږ په شان د خلکو د را ویښولو له پاره ضروري وي. ښاغلي لېوال د خپلې منظومې له پاره مناسب وزن او ریتم غوره کړی او په دې لحاظ بریالی دی.

البته ریتم یوازې په شعر کې نه، بلکې په نثر کې هم پوره مهم دی. هنرمن لیکوال پوهېږي چې د داستان تراژیدي پېښې په سوکه او غمجن ریتم او رومانتیکې صحنې په مست ریتم کې ولیکي.

تلوسه

حماسي منظومې، بلکې هره منظومه، د ناول په شان تلوسه غواړي، ګنې لوستونکی به یې تر پایه نه لولي. د کک او زرینې په منظومه کې تلوسه په کافي اندازه پیاوړې ده. د لومړي سرود د پیل کرښې یې داسې دي:

د هیرمند د څپو خوږ وږم لګېږي

د ګز څڼې له اوبو سره نڅېږي

لوی زرنګ د پسرلي د کور مېلمه شو

جوړه سپینې بتې کڅ سره تاوېږي

سږ کال ډېرې اوبه راغلې په هیرمند کې

د بابا پر څوکو ډېرې واورې وشوې

شاعر د ځای زمان تر دې لنډې معرفۍ وروسته، د سپرو سپاهیانو په یادولو سره تلوسه پنځوي:

د سپرو سپاهیانو ډله را روانه

د آسونو تر شا دوړې پورته کېږي

سپاره راغلل، د هیرمند سلام یې وکړ

د سیند غاړه کې خواره واره راتاو شول

د تاهیس ماساد مزدک ته لږ ورڅېرمه

هغه ځای چې د سیندونو اروا ګرځي

هر سهار چې په کې لامبي هاپي ښکلې

د آسمان زر فروهرې په کې ستايي

د ساکي ټبر د سوبو عظمتونه

د سپاهیانو مشر غږ وکړ سپرو ته

که چېرې د چاپېریال په اړه معلومات اوږده شوي وای او شاعر د سیمې توصیف او انځوروونه غځولې وای، تلوسه به ټکنۍ کېده. په دې منظومه کې تلوسه تر پایه پورې همداسې غښتلې ده. د کیسې په وروستیو کې د پارتیانو لښکر د ساکانو د وطن خوا ته روان دی او د ساکانو اوه‌ګوني ټبرونه په فراه کې ور ته لاره نیولې ده. زرینه ملکه د جګړې مشري کوي. ساکان غښتلي او مېړني جنګیالي لري خو د یوه شي ځواب ورسره نشته. پارتیانو سل په زغرو پوښلي پیلان راوستي دي چې غشي او نیزې پرې اثر نه کړي. دوی غواړي په دې پيلانو د ساکانو لښکر مات کړي او د اوبو بند پرې ونړوي. د دې پیلانو مقابله یوازې کک پهوان په خپل ګورز سره کولی شي. خو هغه له رزم و بزمه توبه‌ګار دی او په یوه کلا کې یې ځان ایسار کړی دی. کک چې پخوا د اشکاني یا پارتي پاچا فرهاد سرلښکر و، د فرهاد له لور ګلبویې سره یې یارانه وه. فرهاد پاچا له رومي قیصر انتیوخوس سره جګړه لري او د ساکانو مرسته غواړي. تر څو پورې چې ساکان ور رسېږي، د فرهاد لښکر رومي عسکر تار په تار کړی وي. کله چې د ساکانو مشر ورځي، فرهاد ونډه نه ورکوي، بلکې سپکوي یې هم. ساکان له یوناني لښکر سره ملګري کېږي او د فرهاد پر ځواکونو برید کوي. فرهاد له کک څخه غواړي چې مقابلې ته یې ورشي خو کک دا کار ځکه نه کوي چې مقابل لوری د ده خپله وینه ده. په جګړه کې فرهاد وژل کېږي او کله چې کک غواړي خپله مینه ګلبویه راوتښتوي، هغه یې په خنجر وهي او سپکې سپورې ورته وایي چې ته زما د نوکرۍ لایق هم نه یې، د مینې خو لا څه کوې. تر دې پېښې وروسته کک د ښځمنو له ذاته کرکه کوي. ځان په کلا کې ایساروي او ساتونکو ته وايي چې هېڅ ښځمنه به نه پرېږدي چې کلا ته ورنژدې شي. اوس نو غم دا دی چې یوازې کک د پیلانو مقابله کولی شي او هغه هم له دنیا او مافيها څخه ځان ګوښه کړی دی. زرینه وايي چې زه به ورشمه او کک به وپوهوم چې ګلبویې ولې داسې ورسره کړي دي او دی څه باید وکړي.

کک ته له زرنګ څخه چا د هوما شرابو یو خم رالېږلی دی. ساقیان د دې شرابو په ستایلو نه مړېږي او د کک تنده ورته وار په وار زیاتېږي. اوس به وګورو چې په دې خم کې څرنګه شراب دي:

لوی خم ایښی دی د کک تر مخې ښکلی

د فانوس ځلا یې ډډ باندې ځلېږي

لمر د غرونو شا ته ورو ورو پناه کېږي

ماښام لنډ دی او د کک خاطر خمار دی

نوي خم نوې هما ته یې تلوار دی

لاس یې ورو ورو پر زرین سرپوښ راوکیښ

د شاهرپرو مهر و موم یې په ځیر پرانیست

د سرو زرو په صفحه رڼا پړقېږي

چلچراغ د فانوسونو پرې ورېږي

د کک سترګې ځلبلا د زرو یووړې

د خم سر یې ترې راواخیست ورته ځیر شو

د هوما عطر یې هېڅ تر مشام نه شول

د خم خولې نه د سپرلیو وږمه راغله

نوی عطر، څه خواږه، اوه! څه زړه وړونکي

د سنځلو د ګلونو په شان عطر

نه! د اصلو ګلابونو په شان عطر

خم نه ووتله، تاو لکه لنبه شوه

ملکه زرینه بله شوه، ډېوه شوه

زرینې په خم کې ځان پټ کړی و. ملکه له کک سره ډېر بحث کوي او ورته وایي چې ګلبویې د وطن په خاطر له تا تېره شوه. اوس چې پارتیان غواړي زموږ وطن را نه لاندې کړي او زموږ د هیرمند اوبه خپلې کړې نو ته هم باید په وطن ننګ وکړې:

د ګلبویې مینه نه وه د زړه تل نه

له اوله یې دوستي په بل غرض وه

ستا له مټو یې ساتنه د پارس غوښته

ته یې لومه د خپل حسن کې ساتلې

ته یې جال د خپل ښایست کې وې نیولی

جنګولې یې د خپل وطن له پاره

چې مراد یې نور له تا اخیستی نه شو

بس هغه شېبه یې پرېښودې په لاره

تا ریښتینې مینه هېڅ لیدلې نه ده

تا له زړه مینېدل کله لیدلي؟

د وطن د مورنۍ مینې په خوند دې

په ټوپونو خپل زړګی نه دی لیدلی

کک په جګړه کې د ګډون ژمنه نه کوي خو ملکه زرینه ډاډه ده چې هغه به ورشي. پارتیان برید کوي. ساکیانو د غرونو په لوړو کې غشي ویشتونکي سرتېري کېنولي دي او کله چې د دښمن پوځ له درې څخه تېرېږي، د غشو باران پرې وروي. اردوان، د پارتیانو پاچا، چې دا حال ویني، امر کوي چې پیلان ورباندې خوشي کړئ. پیلانو ته یې داسې زغرې وراغوستي دي چې غشي او نیزې پرې اثر نه کړي. وحشي پیلان د ساکیانو پر لښکر ګډېږي خو د کک درک نشته. اردوان پر پیل سپور دی او د ملکې د خیمې خوا ته روانېږي. ملکه زرینه پر آس سپره ورسره مقابله کوي خو د پیل تر پښو لاندې آس په ملا ماتېږي او زرینه ترې غورځېږي. پيل د ملکې خوا ته قدم اخلي او اردوان موسک دی. په دې وخت کې کک رارسېږي:

یو ناڅاپه کک نارې کړلې: هی! یاهو!

ګورز په یو ګوزار د پیل پښه کړه ماته

پیل رانګوښي، د پاچا ډولۍ کږه شوه

بل ګوزار د پیل پر بله پښه راغی

د زنګون د ماتېدلو یې خرپا شوه

پیل د غره په څېر راونړېد پر زمکه

د پاچا ساتونکي لرې شول په ځغاسته

اردوان ښکته پر زمکه رانسکور شو

سمند وشېشنېد پر دوه پښو راهسک شو

کک یې ګورز سره تر نیم اسمانه لوړ کړ

وړاندې راغی، ملکې سره ارام شو

کک له آسه لږ ورکوږ شو خپل جانان ته

یو ناڅاپه یې نرۍ ملا نه لاس تاو کړ

مطمین یم چې تاسې به اوس په دې فکر کوئ چې بیا به څه کېږي. د منظومې له پیله تر پایه پورې تلوسه همداسې غښتلې ده. نو په دې لحاظ هم کک او زرینه کامیابه منظومه ده.

105 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *