Categories

د امریکا پوځ وايي، په افغانستان کې د برښنا پر پروژو په سلګونو ملیون ډالره پانګونه کوي

تاند- د امریکا پوځ وايي، په افغانستان کې يې۵۰۰ ملیون ډالره د برښنا پر پروژو لګولي چې عام افغانان او د افغانستان د ملي اردو اډې ورڅخه کار اخلي.

د امریکا د انجنیرانو د قول اردو قوماندان ډګرحنرال ټاډ ټي سیمونایټ وویل چې دوی د بېلابېلو ولایتونو او پوځي اډو لپاره برښنا برابروي.

ده همداراز وویل چې د ۳۰۰ ملیون ډالرو په لګښت پر بېلابېلو پروژو کار کوي چې ۸۰ پوځي اډو ته به برښنا برابره کړي.

جنرال سیمونایټ وویل، په ځانګړي ډول د افغان ملي اردو اډو ته د برښنا برابرول په راتلونکو کلونو کې د دوی د پروژو یوه برخه ده.

ده همداراز وویل، له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه د افغانستان پروان، کاپیسا، وردک، غزني، پکتیا، پکتیکا، هلمند، اروزګان او کندهار ولایتونو ته د برښنا رسول هم د امریکا د پوځ د انجنیري قول اردو د فعالیت یوه برخه ده.

جنرال سیمونایټ وویل«حاضردمه موږ ۵۰۰ ملیون ډالره پانګونه کړې او ۳۰۰ ملیون ډالره نوره هم په بېلابېلو سیمو کې کوو.»

د دغه امریکايي قوماندان په وینا د اسیايي پرمختیايي بانک په شمول یو شمېر نړیوالې موسسې او ځینې هیوادونه هم افغانستان ته د وارداتي برښنا د پروژو ملاتړ کوي.

1 comment

  1. لالا،بټنوال Reply

    د مرستو څخه منـنه کوو، خو د فوځي اډو ترڅنګ عامو خلکو ته بریښنا هم د ژوند يو ضرورت دئ چې د وارداتي بریښنا په وسیله دا مشکل نه حل کيږي، د خپلو آبي منابعو څخه باید کار واخستل شي لکه د کونړ په سیند که د بریښنا بندونه جوړشي ، نيم افغانستان به پرې روښانه اوپه لکونو جريبه وچې دشتې به خړوبه شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

google.com [1], pub-1528507673086054, DIRECT, f08c47fec0942fa0
cavixo.com [2],1366,DIRECT
google.com [1], pub-7980196294731979, DIRECT, f08c47fec0942fa0
smartadserver.com [3],1343,RESELLER
smartadserver.com [3],2875,RESELLER
indexexchange.com [4],179394,RESELLER
contextweb.com [5],560288,RESELLER,89ff185a4c4e857c
pubmatic.com [6],156439,RESELLER
pubmatic.com [6],154037,RESELLER
rubiconproject.com [7],16114,RESELLER,0bfd66d529a55807
openx.com [8],537149888,RESELLER,6a698e2ec38604c6
sovrn.com [9], 257611,RESELLER, fafdf38b16bf6b2b
appnexus.com [10],3703,RESELLER,f5ab79cb980f11d1
ibillboard.com [11], 29038, DIRECT
indexexchange.com [4], 180179, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
stroeer.com [12], 14214 ,DIRECT
indexexchange.com [4], 183592, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
Appnexus.com, 1371, RESELLER, f5ab79cb980f11d1
contextweb.com [5], 558750, DIRECT, 89ff185a4c4e857c