Categories

اعلان

Loading…

“نه یې خورم نه خوریندي ته ورکوم” | “مریم علي خان”

موټر ته پورته شوم، د مخکې سیټ ښاغلي چې د 25-45 پوری عمرونه درلودل په خپل منځ کې  څه داسې لګیا ول:

ـــ هغه فلانی مې ولید، 2012 موډل موټر، بهرنۍ دریشي، برنډ بوټونه،  په ډیر کش و فش کې روان وو، زما او ستا غوندې خلکو خو یې سلام هم نه اخیست.

بل غږ کړ: ـــ هغه یادوې؟ هغه خو له ځایه خدای که چندانې څیز وای، له اوله ډیر پوک، ځان خودوونکې او یو بیکاره انسان وو خدای خبر چې پیسی یې څنګه پیدا ګړي، سمی لاری خو څوک دومره نه شتمن کیږي، دا ما او ته ګوره دومره کلونه کې د یوې کوټې څښتن نه شو….

کار ځای (دفتر) ته راغلم، څلور پیغلې سره ناست ول، هر یوه خپل د خوښې جامې، بوټونه، د شوڼډو رنګ، د ویښتانو رنګ، فلانۍ ښه ښکاریده، فلانۍ بدرنګه ښکاریده … په اړه خبرې کولې. پدې کې یوه بلې ته مخ واړوه: ـــ دا نوې جینې دې لیدلی داسې ښکاري چې ډیره کاریګره ده او وایی چې زده کړې  یې هم ښې دي… بلې خبره یې تر خولې واخسیته: ـــ نه خاورې په هېڅ هم خبره نده، یوه ساده پیشنهاد هم نشی لیکلی، هسی ځان ښودنه کوی …

په هغې ځای کې د مورکۍ له خولې دا متل رایاده شوه چې (نه یې خورم نه خوریندي ته ورکوم).

مونږ خو هسی هم ځان نه په زحمت کوو خو بل هم نه پریږدو چې کار وکړی. ولی دا مو ذهن ته نه راځي که ګاونډی مود دیوال هاخوا نیالګې کینوي سبا سیوری به یې زمونږ کور ته هم رارسیږي، که سیورې یې هم راونه رسید هوا خو به صافه کړي کوم چې ټول ورته ډیره اړتیا لرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *