Categories

اعلان

Loading…

په پاکستان کې دېره افغان سوداګر وايي، په یوه میاشت کې خپلې پانګې نه شي ټولولی

تاند- افغان سوداګر وايي، په پاکستان کې یې په ملیاردونو ډالر پانګونه کړې چې په یوه میاشت کې یې افغانستان ته وړلی نه شي.

افغان سوداګرو او پانګوالو د پاکستان له لوري په یوه میاشت کې افغانستان ته د ټولو کډوالو د ستنېدو ضرب الاجل خورا لنډ وباله، ویې ویل چې په دومره لنډ وخت کې خپلې پانګې، چې تر ۴ ملیارد ډالرو یې ارزښت زیات دی، له ځان سره نه شي وړلی.

د ډان نیوز چاینل د راپور له مخې، د افغان کډوالو د اجرايي شورا ريیس عبدالغفار شینواري د سې شنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل«افغان سوداګر تیار دي چې خپل هیواد ته ستانه شي، خو څوک د دوی د پانګو د ورکولو او سپارلو ضمانت کوي؟»

شینواري وویل چې افغانانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۴ ملیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کړې چې دا پیسې او پانګې په یوه میاشت کې راټولېدای نه شي.

پاکستان په ځلونو له خپلې خاورې افغانانو ته د وتلو خبرداري ورکړي خو وروسته یې د دوی د استوګنې موده وراوږده کړې ده. له همدې کبله د افغان سوداګرو دا ادعا چې یوه میاشت د دوی د پانګو د انتقال لپاره لنډه موده ده، د توجیه وړ نه ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې اکثره افغانان، سره له دې چې په پاکستان کې سپکې سپورې تېروي، په دې خاطر نه غواړي چې د عزتمن ژوند لپاره خپل هیواد ته راستانه شي چې په پاکستان کې روږدي شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په پېښور کې افغان سوداګرو هم د پاکستان د پولیسو له ناوړه سلوک او د سوداګرو او نورو افغانانو له ځورېدو شکایت وکړ.

وروسته له دې چې د جنورۍ په څلورمه امریکا پر پاکستان پوځي مرستې بندې کړې، د اسلام اباد چارواکو په خپله خاوره کې دېره افغانانو ته، چې شمېر یې د یو نیم او ۲ ملیون تنو ترمنځ دی، یوه میاشت موده وټاکله او اعلان یې وکړ چې باید درست مهاجر په همدې موده کې ووځي.

امکان لري چې پاکستان یو وار بیا دا موده یو څه اوږده کړي خو تېرو تجربو ته په کتو بیا به هم افغان کډوال له پاکستانه د مهاجرو د ایستو د مودې د اوږدېدو غوښتنه کوي.

76 total views, 1 views today

3 comments

  1. Abdul Bari Reply

    نه یوه میاشت نه بلکه څلویښت کاله کیږی

  2. اشرف Reply

    دا مهاجر نه دی دا پاکستان ته تللی رو ږدی دی چه هلته اوسیدل د ابد لپاره غواړی.
    دا د مهاجرو ویستلو مسله له کلونو روانه ده په دومره موده کی یی ولی خپلی پانګی نه ویستل.
    دوی اصلا نه غواړی افغانستان ته خپلی سرمایی انتقال کړی. دوی پاکستان غوره ګڼی.

  3. خاوری کاکا Reply

    که هیوادته ستانه سي ضمانت به یې څوک وکړي چه اشغالګر او اربکیان به په عزت او ابرو تیری ونکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *