Categories

اعلان

Loading…

جنازه کې جنازې جوړې شوې | ولي محمد خان

ماخوستن چې له مطالعې وزګار شوم کتاب مې يو طرف ته کيښود، لاسونه مې يو بل سره کلک کړل او اوږده اوږده غزوني مې وکړه، ملګروته مې وويل چې دا خو د يوې ورځې مطالعه نشوه، هغوی هم وخندل او ويې ویل چې بچو پوهنتون ویل دومره اسانه نه دي، بیرته یې ځان په درس ویلو بوخت کړ. ما هم خپل موبایل راوخیست او د فیسبوک مجازي نړۍ کې مې ځان بوخت وکړ، ګورم چې يوه ملګري مې پوسټ کړی (پخوانی ولسوال ګل ولي په حق رسیدلی دی جنازې لمونځ به یې سبا په مقام خان هدیره کې ادا کيږي) لږ وخت لپاره غلی پاتې شوم، ناستو ملګرو راباندی غږ وکړ څنګه په چورت کې شوې خير خو به وي، ما ویل نه نه، خیر دی بس د ګل ولي مړينې لږ غمجن کړم، هغو هم په دې خبره خفه شول، دوعا لپاره یې لاسونه پسې پورته کړل رب نه یې ورته مغفرت وغوښت.

همدې وخت کې مې موبایل وشرنګیده راوچت مې کړ نمبر ته مې چې وکتل کلک ملګری رفیع الله و؛ جوړ تکړه تازه مو سره وکړل، را زیاته یی کړه چې ولسوال ګل ولي جنازې ته به ځو کنه، ما ویل هو ولي نه، حتمن به ځو ما هم د ځان لپاره د تلو ملګري لټول.

خدای پاماني مو سره وکړه موبایل مې کېښود، په ما هم د خوب دوره راغله او ويده شوم، سهار وختي په يو ضروري کار پسی لاړم او جنازه می له یاده ووته، بیرته چې خپل ځای ته راغلم موبایل مې راوخیست د رفیع الله ډیر زنګونه راغلي وو، يو پیعام یی هم راته لیږلی و په پیعام کې یې ليکلي و: وه هلکه زه لاړم جنازې ته او ته بیا راځه ) رایاد می شو چی نن خو مې له ده سره جنازې ته د تلو وعده کړې وه او اوس ورسره لاړ هم نشوم ځان می ورته ډیر ملامته کړ. زنګ می پسې وهل خو نمبر یې بند و، فکر مې وکړ ځه خیر جنازه کې به بوخت وي.

لږ وروسته مې بيا هڅه وکړه چې ګوندي نمبر به یې خلاص شوی وي، خو بیا یې هم نمبر بند و. ستړی وم، نه مې شو کولی چی جنازې ته لاړ شم، پر خپل ځای کيناستم او موبایل کې مې فیسبوک خلاص کړ، ځینې ملګرو پيغامونه راته لیکلي وو هغه مې ځواب کړل او بیا مې فیسبوک صفحه خلاصه کړه، لومړی مې پر يو پوسټ سترګې ولګیدې چی ليکلي وو(د پخواني ولسوال ګل ولي په جنازه کې چاودنه شوې او ډیره مرګ ژوبله لري) د دې خبر په لیدو میې لاسونه ورږدیدل او بې خوصلې شوم، بیا مې د خپل ملګري رفیع الله شميره وهله خو له بده بخته بیا هم بنده وه. رنګارنګ سوچونه مې ذهن ته راغلل ما ویل اخ نن بیا په شينوارو قیامت دی، په همدې فکر کې ډوب وم چې د حاجي صاحب زنګ راغی، ویل یی چېرته یې؟ ما ویل حاجي صاحب په خپل ځای کې یم ته چېرته یې؟ ویل یې شینواري غرق شول بیا یې رانه د کار خلک په جنازه کې شهيدان کړل خبرې یې په خوله کې ونښتې صرف دومره یې وویل چې زر صحت عامې ته راشه او موبایل یې ښکته کړ.

زه هم په ورخطایی سره ورغلم هلته ډیره ګڼه ګوڼه وه، پولیسو چاته اجازه نه ورکوله چې روغتون ته دننه شي، زه سیده پرې ورغلم يو پولیس قومندان راباندې غږ وکړ (ای ځوانه مه ځه، مخکې اجازت نشته) ما جیب ته لاس کړ د خپلې رسنۍ کارډ مې ورته ښکاره کړ او ورته ومې ویل قومندان صاحب وبښه زه يو خبریال یم دننه تګ مې ضروري دی قومندان صاحب هم نور څه ونه ویل او د لاس په اشاره یې پوه کړم چی ځه ورځه.

دننه چې لاړم سم قیامت وو، زخمیان او شهیدان يو ځای پراته وو، ډیر په ځیر ځیر مې ورته وکتل سترګو کې مې اوښکې ډنډ شوې او خپل ځان مې کنټرول نه شو کړی. د هر شهید سر ته به بیل بیل ودریدم او ښه به مې ځان ورته په ژاړا ستړی کړ، اخوا دې خوا مې کتل ما ویل چې خدای دې نه کړي رفیع الله نه وي پکې مړ يا ژوبل خو پیدا می نه کړ پکې… د تلو په وخت کې مې په يو ځوان سترګې ولګیدې چې هیڅ یېی شکل نه معلومیده ډیر بې پته شوی و،خو لږ پرې شکمن شوم ما ویل هسې نه چې دا رفیع الله وي؟

کرار کرار ورنیږدې شوم، چې ګورم په لاس یی همغه عاعت دی کوم چې یی دوه ورځې مخکې له ما نه اخیستی و، وارخطا شوم له خولې مې کريکې ووتې او په چیغو چیغو مې وویل چې دا رفیع الله دی دا رفیع الله دی. يو تن راغی زه یې له لاس نه ونیوم او بهر یې له عاجل واټ څخه ویستم، بس بهر ناست وم ښه می په ژړا ځان ستړی کړ، خلکو ته مې کتل د هر يو شهید وارثان راتلل او خپل شهید به یې له ځان سره ووړ. ګورم چې د رفیع الله کورنۍ هم راغله او ټول د لیونو پشان عاجل خونې ته دننه شول، زه هم ورپسې ورغلم او د ملګري جنازه مې ورسره تر موټره راوړه.

هغوی د خپل کلي په طرف لاړل زه خپل اطاق ته راغلم، څو ورځې تیرې شوې چې په فیسبوک کې بیا د همدې پیښې شهیدانو ته د فاتحې علانونه شروع شول، تکل مې وکړ چې ورشم خو …. نه لاړم ما ویل چې په هدیرو کې مو وژلی شي نو فاتحه کې هم زموږ مرګ ورته ستونزمن نه دی.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *