Categories

اعلان

Loading…

ټولنه او د ممتاز شعر | ليکوال: محب الله آرمل‎

په شعر د بحث لپاره دوې لارې دي، يو د شعر تخنيکي اړخ يا د يون صېب خبره د شعر هندسي جوړښت دی او بل غير تخنيکي. د شعر تخنکي اړخ په شعري فورمونو، صنفونو او جوړښت يا شکل باندې بحث کوي، مثلا غزل چې له قصيدې بېلوو نو د تخنيکي اړخ نه ګټه اخلو. خو په غير تخنيکي اړخ کې يې د شعر منځپانګه ده، يا د شعر له شعريته بحث کوي.

ممتاز اورکزی

کېدای شي څوک سوال وکړئ چې که يو کس د شعر په تخنيکي او غير تخنيکي اړخونو باندې پوه شې او بيا شعر وليکي نو ده خامخا شعر ليکلی؟ دا هغه پوښتنه ده چې ځواب يې آسانه نه دی او همدغه پوښتنه ده چې د شعر تعريف يې ګران کړی دی. د دغسې پوښتنو د ځواب لپاره په لسګونه منفي او مثبت ځوابونه پيدا کېدای شي. تر دې پوښتنې وروسته بيا دا پوښتنه ده چې ښه شعر کوم دی؟ دغه پوښتنه هم مشخص ځواب نه لري، دا داسې پوښتنه نده چې مثلا څوک ووايي دوه دوه څوکيږي ته ژر ځواب ورکړې څلور . د ښه شعر د اېجاد لپاره، پراخ فکر، لوی تخيل، ژور معلومات، قوي احساس ، جذبه او عاطفه په کار دي . ممتاز وايي

ته نه درد لرې، نه ترس لرې، نه اوښکې

ژوند کوې او ضروري سامان د نشته

شعر همداسې يو شی دی، ضروري سامان غواړي او ضروري سامان يې تر ډېره همدا څه هم دي چې ممتاز ذکر کړي. د ښه شعر په ځانګړنو که غواړو يو بل شی هم ورزيات کړو نو هغه د خپلې ټولنې ژوره مطالعه ده، البته يوازې مطالعه نه بلکې هلته د اوږده ژوند کولو تجربه هم اړينه ده، تر څو وکولی شو هغه ټولنه چې پکې اوسو داسې ووينو لکه ډاکټر چې رنځور ويني، معاينه کوي يې او بيا ورته درمل ورکوي. ممتاز هغه شاعر دی چې د خپلې ټولنې رنځ يې تشخص کړی، د ټولنې درد د يوه انسان درد نه دی بلکې د ميليونونو انسانانو درد دی چې په درملو او بيا په مشخصو درملو يې نه شو رغولی. ادبياتو، تاريخ، فلسفې، ارواپوهنې او ټولنپوهنې ته چې موږ ټولنيز علوم وايو هغه علوم دي چې ټولنه تداوي کوي، په طب د يوه انسان رنځ تداوي کولی شو خو د ټولنې رنځ نه په طب له منځه ځي او نه په ټېکنالوژئ. د ټولنې د تداوي لپاره د ټولنيزو علوم اړتيا ده چې مثلا يو يې ادبيات دي.

د پاسنۍ مقدمې په اساس ممتاز له يوې خوا شاعر دی او له بلې خوا د خپلې ټولنې طبيب، ممتاز خپله ټولنه ډېره دقيقه مطالعه کړې او مشاهده کړې او بيا يې قلم ته لاس کړی، د شعرونو په نوم يې ورته نسخې ليکلې دي، ممتاز به ځينې داسې شعرونه هم ليکلي وي چې د ټولنې لپاره به ګټور نه وي، خو په ټوله کې د ممتاز شعر زموږ ټولنې ته مخاطب دی او ډېر څه پکې شته. شعر هنر دی، هنر د خوند لپاره اېجاديږي او اکثره فکر کوي چې هنر تر خوند هاخوا بل هېڅ شی هم نه دی، خو داسې نه ده، شعر او بل هر کامياب هنر بايد د خوند تر څنګ پيغام ولري، معنا او محتوا يې غني وي، که مفهوم له هنر و ايستل شي خوند يې خپله مري.

ممتاز هغه شاعر دی چې د خپلې ټولنې رنځ ور معلوم دی، او کله چې له خپلې ټولنې يو بلې روغې ټولنې ته مهاجر شوی، د خپلې ټولنې ستونزې ته لا متوجه شوی او شاعري يې کړې، ده يوازې شاعري نه ده کړې بلکې بغاوت يې هم کړی. د جرمني عالم البرت انشټين خبره ده : ستونزه چې په کوم فکر رامنځته کيږي په هماغه فکر يې له منځه نه شو وړلی. د انشټين خبره راته وايي چې که يو کس وايروس جوړوي نو د ورکې لپاره يې انټي وايروس په کار دی.

د ممتاز بغاوت تر ډېره د انشټين همدې خبرې ته پاتې کيږي، زموږ د ټولنې ځينې ستونزې داسې دي چې ورکول يې نوې طريقه غواړي، هغه چې زموږ ټولنه يې د اېجاد جواز نه ورکوي،که د ټولنې جواز ته نه ګورې نو بغاوت به کوې.

زموږ ټولنه چې د زغم پروا نه ساتي بغاوت پکې خورا سخت دی، خو ممتاز بيا هم بغاوت کوي چې زه ورته زړور شاعر هم وايم. هغه ټولنه چې ممتاز ورته شاعري کوي له اخلاقي پلوه شړېدلې، مذهبي، ټولنيز، فردي، کلتوري، اقتصادي … زغم يې په وايروس ککړ شوی، خو ممتاز چې ټولنې ته وفادار دی، هغه خبرې چې کاذبه خوشالي راکولی شي نه کوي او بلکې تريخ ريښتيا وايي.

ستا د ثاني ظهور آرمان راته بېواره راشي

ستا په امت خو تېرې شوې زلزلې را ګرځي

انسان چې په ټولنه کې اوسي نو ټولنیز حيوان دی، له ټولنې سره  رابطه يې د جبر په اساس نه بلکې د اړتيا په اساس ده، لرغوني انسانان هم يو ځای اوسېدلي او د ژوند لپاره يې يو لړ قوانين لرلي دي چې ټول پرې راټول او د همدې اصولو په اساس يې ژوند کړی.

انسان چې خامخا بل انسان ته اړ دی، نو په همدې بنسټ بايد د ټولنې د رامنځته کولو لپاره متحد شي چې د ستونزې په وخت کې يو بل ته لاس ورکړای شي. دوه انسانان نر او ښځه کورنۍ جوړي او ډېرې کورنۍ کلی او څو کلي ټولنه رامنځته کوي، د هرې ټولنې انسانان بيا بېل دود او دستور، فرهنګونه، هنرونه، کسبونه مخته وړي، زموږ ټولنه چې دا څولسيزې سر په سر د جګړې په ميدان بدله ده اوسېدونکي يې له بې شمېره ستونزو سره مخ دي، په دغه ټولنه کې سره په سر جګړو د انسانانو په فکر، روان او پوهه باندې منفي اغېزې، کړې دي، د دغه ټولنې وګړي چې په لوی لاس له پرمختګ پاتې کړای شوي او اکثره يې د ناخوالو سېلاب په مخه کړي نه پوهيږي څه وکړي.

هغوی چې کولی شي دغه خوب وړې ټولنه را ويښه او تداوي کړي يوه برخه يې هنرمندان دي. شاعري چې د هنرونه يوه برخه ده د ټولنې له دود، دستور، ژبې، ناروين، تاريخ، اوسېدونکو، جغرافيې… خړوبيږي، شاعران هغه طبقه ده چې د نورو وګړو په پرتله يې حساسيت ډېر او د ټولنې په رنځ آګا دي، همدا لامل دی چې شاعر د يو ټولنې ژبه بلل کيږي، د مصر مشهور شاعر محمود دروېش چې کله مړ شو نو يو شمېر خلکو وويل چې د مصر ژبه مړه شوه، محمود دروېش د مصر لپاره د هنر په ډګر کې بې اندازې زياتې لاسته راوړنې لرلې او همدا وجه وه چې په مصري ټولنه کې يې محبوبيت درلود.

زموږ ټولنه هم د شاعرانو له درکه غني ده، د پښتو ژبې شاعرانو د تاريخ په هره دوره کې خپل مسئوليت تر بل هر چا ښه ترسره کړی، د پښتو ژبې په معاصرو ادبياتو کې ګڼ نومونه د سر په قطار کي دي خو په نوو او ځوانو شاعرانو کې ممتاز هغه څېره ده چې شعر ته يې نوې ساه ورکړه، ده له نوښت او ښايستونو ډکه شاعري يې کتاب کړه، ممتاز د پښتني ټولنې د درد او رنځ يو مهم طبيب دی، ده ته د پښتني ټولنې ټول کردار معلوم دی.

دلته به د ممتاز د شاعري په هغه برخه لنډې تبصرې ولرو چې ټولنې ته پکې مخاطب دی، يا د ټولنې ستونزو ته اشاره کوي.

ممتاز د خپلې شعري ټولګې (زه په چاک پروت يم) پوښتۍ باندې دا لاندې شعر هم چاپ کړی چې زموږ د ورانې ويجاړې ټولنې يو عيني تصوير لري.

زندان ويران شو

هر کور زندان شو

ته مهربان شوې

خدای مهربان شو

همدا يې وس و

ممتاز حيران شو

زموږ په عامه ژبه کې متل دی چې که کور وسو خو دېوالونه يې پاخه شول، انسان چې د عمر په تېرېدو ېې تجربه زياتيږي، د غم او خوشالي پړاوونه تېروي او د ژوند هسکې او ټيټې وينې، نو د کار خبرې هم کولی شي.

وسوسو خو د زما حواس را ويښ کړل

اندېښنو خو د ژور کړو زما خيال

ممتاز خپل مخاطب له غره سره ورته بولي، په غره کې چې کله غږ وکړو، خپل غږ مو بېرته را وګرځي دغه پژواک دا معنالري چې غږ مو غوږونه پيدا نه کړل او بېرته راغی

ممتاز وايي

چې چيغه وکړم را ستنيږي راته خپله چيغه

لکه د غر خاموش ته نه کومه بله چيغه

د نورو په ژوند، کرکټر، شخصيت او نورو مسايلو کې ولې ځانته د انتقاد حق ورکړو، دا هغه مسئله ده چې زموږ يو ناسم ټولنيز عادت ګرځېدلی د نورو په کار کې مو کار وي او خپل ځان راته سپين باز ښکاري

ممتاز وايي

ستاسې ښايستونه پوی شه ستاسې آئينې

موږ ته روغې پرېږدی د حواسو آئينې

کله چې ټولنه کې تر خوشالي غم ډېره شي ، هره پېښه غم وي، هر خبره له غمه خالي نه وي او هرځای د غم کيسه روانه وي، انسان شايد له غم سره ځان عادت کړي يا چې نور خوشاله نه وي ځانته هم د خوشالي اجازه نه ورکوي …

ممتاز وايي

زه د درمان احسان په څه ومنم

ما ته خو درد هم را کوله مزه

د تلو ادا خو د څوک تانه زده کړي

مړاوي کېدو کې کوې ګله مزه

وايي چې څومره پوهېږې هغومره به ځوريږي، هغوی چې د ټولنې په رزنځ پوهيږي او احساسوي يې له ځور بې غمه نه دي، بيا زموږ ټولنه نن سبا په داسې يو وضعيت کې ده چې د باضميره انسان احساسات ورته په جوش راځي….

دا خاموشه سوز د هغه شپو عطا ده

چې ما لوستي کتابونه وو ډېوې ته

که ژوند موټر فرض کړو او د عقب نما هېنداره يې تاريخ وبولو او مخامخ لويه ښېښه يې راتلونکی بللی شو، ويل کيږي چې انسان تر حال او راتلونکې په ماضي زيات باور لري، په تېره افغانان چې د خپل ۵۰۰۰ کلن تاريخ په پاڼو يې زړونه ګنډلي، موږ د دې پر ځای چې  مخ ته وګورو شاته ګورو او همدا وجه ده چې د ژوند موټر مو کندې ته رانه لويږي او لوېدلی. ممتازه همدا موضوع په شعر کې را اخلي او وايي:

هر څوک ګردونه په سر نولي د بربادې ماضي

څوک ولې وايي چې خالي کوڅې ملنګ نه لري

زموږ يوه استاد به ويل چې افغانان يوازې يو مهم شی تر نورو انسانانو زيات لري، چې هغه وخت دی، دلته د وخت سره بې انصافي روانه ده او اکثره کسان ورسره په تنګ دي، لکه په کليوالي سيمو کې خلک يو بل ته وايي ياره پرون پلاني ځای ته تللي وو ساعت مو تېر شو، تاسې راځې لږ ساتيري وکړو، هېڅ وخت نه راباندې تېري … او دغه شان نور موارد هم شته چې له وخت سره زموږ په بېغورئ دلالت کوي.

موږ که څه هم چې له مشرانو اورېدلي چې وخت سره زر دی، يا وخت بېرته نه راګرځي خو پدې چل نه پوهېږو چې څنګه ګټه ترې واخلو او څنګه يې مديريت کړو.

د وخت فلسفه په دې ارزي چې مطالعه شي، بحث پرې وشي او په ارزښت يې د ټولنې سر خلاص کړای شي… موږ چې د وخت مصرف ته پلان او پروګرام نه لرو نو را باندې اضافه دی او تېرول يې راته سخت دي. ممتاز هم له دغه ټولنيز اغېز بچ نه دی.

ما سره نور څه دي ؟ نڅا ګرې زمانې

خپلې څو لمحې شيندمه پرېږده چې څه کيږي

زموږ ټولنه محرومه ده، له ژونده، له خونده، له آزادي، له امن، له پرمختګ، له علم، له سوکالي، له اقتصاد… او بالاخره دلته د هرې بلا شتون، د هرې فطنې او غمېزې امکان ژوندی او فعال دی، زموږ محروميتونه زموږ د افکارو زېږنده دي، څه چې نن لرو پرون مو غوښتي ول، څه چې سبا تر لاسه کوو نن يې غواړو او ترسره کوو. زموږ محروميتونه لرغوني دي، پخواني دي.

تکې سرې سکروټې واورو کې سړې شوې

محرومۍ ماسره ځوانې شوې زړې شوې

په لاندې بيت کې وايي چې ضرورتونو يا محروميتونو ګناه ته اړ کړی، دغه خبره يې د حضرت علي رض هغه وينا سړي ته وريادوي چې وايي وږی نس اېمان نه لري، وږې ټولنه اړه ده چې د ډوډۍ موندلو په خاطر جرايمو ته مخه کړي او خېټه د ټوپک په وسيله مړه کړي، ممتاز وايي :

د ضروت په طرفدارو کې يم

ضميره ستا په ګناهګارو کې يم

ته لکه باد په هره لاره راځه

زه لکه ګرد په هره لاره کې يم

ښو شاعرانو ته د ټولنې ستونزې معلوميږي، لا ښه شاعران هماغه وي چې خپل احساسات شعر کولی شي، ممتاز هغه شاعر دی چې د ټولنې درد يې په هر غزل کې ليده شي، دی چې زيات وخت په دوبۍ کې پردېس وي، خپله ټولنې له پرمختللې ټولنې سره مقايسه کوي، دغه مقايسه چې ډېر زيات توپير لري د ممتاز د شعر اروا روانه ساتي او شايد همدا لامل وي چې زياته شاعري کوي، په ټولنه درد من شاعر او ليکوال هېڅ وخت د سوژو له کمبود سره نه مخ کيږي او تل يې د ليکلو لپاره ذهن تيار وي، ممتاز چې زموږ د ټولنې نقاد شاعر دی، خپله ټولنه ور معلومه ده نو بې درېغه نيوکې کوي، مګر کله کله يې زړه له ټولنې موړ شي له هغه ټولنې چې د حق چيغه پکې تر بته ده نو خدای ته لاسونه لپه کړي او وايي :

نور مې په رزق پسې مه ځغلوه ډېر ستړی يم

ما د کتاب او د قلم کړه خدايه جار د شمه

د مجيد قرار يو بيت  دی چې :

د ډار په ښار کې سړی ټول فکر په دې کوي چې

سړی څه نه وايي له ډاره سړی څه ووايي

خو ممتاز برعکس وايي چې بايد د زړه خبره زړه کې بندي نه شي او آزادي ورکړل شي، ممتاز دا هم وايي چې ګونګه او مبهمه خبره د هم ورکه شي يا نې شف شف مه وايه شفتالو ووايه ، دی فرمايي :

چې په زړه دې ده هغه خبره وکړه

خدای به خير کړي راځه خبره وکړه

د يوې خبرې لس مطلبه ورک شه

د مطلب راته يوه خبره وکړه

په عبادت کې رويا ګناه ده، انسان ته نه ښايي رويا کار وي، ځکه خدای يې پر زړه پوهيږي، په کوم زړه کې چې د خدای مينه وي هغه خامخا ظهور کوي، خو په سلو لارو سلو بڼو، د پير محمد کاروان يو بيت دی چې :

ته مې ګمرا بوله خو زه ستا په لاره نه ورځم

ما ډېرې ليدلې د جانان کلي ته لارې دي

خدای ته عبادت يوازې د دې لپاره نه کيږي چې خدای خوشاله شي او قرض يې ادا شي، عبادت بايد د دې لپاره وشي، چې د انسان نفس له ګناه وساتي او وجدان يې مقدس کړای شي، که عبادت انسان سيده لارې ته برابر نه شي کړای او يو غوره شخص ترې جوړ نه شي کړای نو له شک پرته چې رويا به پکې شوې وي او سم به نه وي ترسره شوی، دا چې اکثره خلک د سوټي مسلمانان دی نو  ممتاز په زغره خدای ته وايي چې :

محتاجي لاړه اوس حصه د اېمان و ګرځېده

خدايه اوس ياد يې خپل مخلوق ته تر مدد پورې

د ممتاز شعر ته مخاطبه ټولنه چې بې فعاليته ده، کار او مزدوري پکې نه پيدا کيږي يو لوی شمېر خلک يې د مسافري ژوند تېروي، د غه مسافر وروڼه چې له کور کلي او خپلو ماشومانو لرې پاتې او د غربت په زولنو تړلي د پردېسۍ ژوند او د دغه ژوند بدرنګي تر هغوی ښې پېژني چې مسافري يې نه ده کړې او يا يې له نيستۍ نه له مستۍ کړې، ممتاز چې مسافر دی او د مسافرۍ ترخې شېبې ور معلومې دي پوښتنه کوي:

هره لمحه بس د لمحو د کشف عذاب تېروم

صاحبه اورې؟ په پردي وطن کال څه ته وايي

هغوی چې له زمکې يې کشتر ګاه جوړه کړې، خلک يې له ژوند ستومانه کړي او ژوند يې سخت کړی زموږ له احساساتو يې يوازې د ځان په ګټه کار اخستی… د ممتاز زړه يې داسې مات کړی چې دا به شايد د هر افغان د مات زړه آواز هم وي :

زمکې څه وکړم آسمانه چېرته لاړ شم

چرت وهمه چې له ځانه چېرته لاړ شم

ناګهانه مې زړه هرڅه نه را موړ شي

ښه نو داسې نا ګهانه چېرته لاړ شم

لکه ريګ ذره ذره يم د باد مخ ته

ستا څه خيال دی بيا بانه چېرته لاړ شم

کتاب د ژوند هغه اړتيا ده چې، که نه وي نو مانا يې دا ده چې ژوند نه شته، اصول او معيار يې نشته، سکون نشته … زموږ هېواد چې تر نيم زيات نفوس يې نا لوستی دی، له کتاب او مطالعې سره يې ورانه ده نو زموږ په ټولنه کې کتاب نه بازار لري نه داسې کومه سودا ده چې پلورنکی او ليکوال يې د ګټه وکړي، څه وخت مخکې د آزادۍ راډيو خبريال خان محمد ستانکزي چې په پراګ کې اوسي په فسبوک ليکلي ول، چې جو جو ناول مې په انګريزي ژباړلی خو دلته يې د انګريزي ژبې کره کتونکي په ۶۰۰ ډالر يوازې اېډېټ کوي، زه باوري یم چې دلته به يې اصلي ليکوال نصير احمد احمدي ته ۶۰۰ ډالر ګټه نه وي کړې، دلته چې کتاب نه لوستل کيږي نو چاپيږي هم لږ او ليکل کيږي هم لږ ، ممتاز هم دغه مضمون درک کړی او داسې يې شعر کړی :

ما ونيوې لمنې په زارۍ د کتابونو

صاحبه آسان کار نه دی يارۍ د کتابونو

په نيمه شپه ځې غلو نه وريږي موټروانه ؟

ښه ښه تا ډکه کړې ده لارۍ د کتابونو

استاده تا به وژني، معلمه تا به وژني

دوی هوډ کړی چې پرې به کړي مرۍ د کتابونو

موږ او زموږ تنده او لوږه د څو لسيزو جګړو را پاتې شوی ميراث دی، تنده او لوږه چې زموږ له يو مکمل نسل سره وزيږېده، ځوانه او لا هماغسې ځوانه پاتې په فطرت کې مو يې ځای نيولی، موږ په خپل وطن کې بې وطنه يو، خوشال بابا فرمايي :

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

خو نن سبا د خوشال بابا په مسکن کې افغان ته مهاجر ويل کيږي او تورمخي پنجابيان چې افغانانو په سوټيو مسلمانان کړي ول په موږ کې د نفاق بلا لنګه کړې او له بده مرغه چې دغه بلا ته يې د اسلام مقدسه جامه ور اغوستې چې سړي ته د اباسين يوسفزي هغه بيت ور يادوي چې وايي :

زما د وطن خلک يې تميز کولی نه شي

د ځينې هبرانو او د غلو رنګونه يو دي

دغه شان موږ د ژوند د چينې په غاړه له مرګ سره پنجې نرموو او خدايزده چې دا ناورين به تر کله روان وي خو تر هغه چې افغان بيدار نه شي د دغه وحشي سريال ننداره به کوي، ممتاز فرما يي :

يعنې ژوند يوه چينه ده چې بهيږي

يعنې موږ يو د چينې په غاړه تږي

تا منګي پرخې ته ايښي دي صاحبه

د خدای روی ومنه مه راغواړه تږي

افراطيت يوه بله بدمرغي چې موږ کړوي، افغانان چې نه مطالعه کوي او نه ځان پوهول غواړي هغه ځايونه هم ګروي چې نه خارښت کوي ، نه يې چل ورځي او نه يې مسئوليت بلل کيږي، اکثره کسان مو چې د افراطيت په بېماري اخته دي او پوهيږي هم نه له ځانه يې مفتيان او قاضيان جوړ کړي. په اندک خبره د کفر ټاپه لګوي ، موږ چې جګړو روي کړي يو او وژل راته د جنت لنډه لار ښکاري له ديني اړخه هم باټ راکول کيږي، د خپل ورور د خپل مسلمان هېواد وال، د خپل استاد، د خپل مسلمان سرتيري او د خپل هېواد وال وژلو ته مو د جهاد مقدس نوم ورکړی او دا کار د هغوی په خوښه کوو چې نه تر موږ ښه مسلمانان دي او نه هم ښه انسانان، دا يوه خبره ده چې د دين عالمان بايد بحث پرې وکړي خو افراطيت هغه بلا ده چې ښه و بد ته نه ګوري، اسلام هر مسلمان ته امر کوي چې متعدل و اوسي او په ټولنه کې د زغم په بنسټ ژوند وکړي خو دلته چې د عالم او نا عالم تفکيک ورک دی هرڅوک ځان ته حق ورکوي چې د خپلې اشتها په آساس خلک کافر کړي، ممتاز همدا مضمون هم شعر کې ځای کړی دی:

هر ساعت در نږدې کېږمه صاحبه

هر ساعت د خپل اېمان په بلا اوړم

په دغه لاندې بيت کې هغه کسانو ته اشاره کوي چې د افراطيت پلويان دي او لاسونه يې اوږده شوي، اږده لاسونه چې بايد لنډ شي نن سبا بخي زيات دي.

د لاسونو خاوندان رانه چاپير دي

خامخا لکه ګريوان په بلا اوړم

له بل پلوه که چېرته نوې خبره وکړې هم ټاپه درباندې لګيږي، همدا علت دی چې زموږ په هېواد کې تر اوسه پورې نه چا کومه مهمه اختراع وکړه او نه يې جرات پيدا شو، انسان چې خدای آزاد پيدا کړی دغسې يې فکر هم بايد آزاد وي، انسان حق لري چې خپله آزادي تجربه کړي خو له بده مرغه چې دلته غلامي په آزادي غالبه ده ، ممتاز فرمايي :

اخلي بل ګام پس له انجامه قصه

هره قصه ده نا تمامه قصه

دلته ابهام او تجسس ناروا

دلته مطلقه ده حرامه قصه

څه بل څه نشته داسې نوي غوندې

مرګ ژوبله اوس بيخي ده عامه قصه

د وطن حالات او د زورواکو چلند چې ګورې نو اړ يې چې ګيله وکړې او حق په دلاوري نه بلکې په عاجزي وغواړې،د سقيم خبره دلته چې اوسې يا به ښکر لرې يا لکۍ. زموږ وطن چې د زور او زر خبره پکې چليږي او همدا خبرې پکې مقدسې جامې اغوندي د غريب برخه پکې پايمال ده ، ممتاز ګيله کا :

چې هم سحر ستا دی هم شپه صاحبه

څه شوه زما غريب حصه صاحبه

صاحبه ! اې صاحبه ! وا صاحبه

زه چيغې وکړم که کيسه صاحبه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *