Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ کډوال ولې نه راستنیږي، بې‌باکه څوک دي؟

صلاح الدین کبیر/ سرخط ورځپاڼه

زما کورنۍ یوه له هغو ده چې تازه هېواد ته راستانه شوي، زه له پخوا ډېر ښاد، خوشال، ویاړلی او ازاد یم. زه په اقتصادي، ټولنیزه او سیاسي پلوه پراخه کړنې د افغانستان د مروجه قوانینونو «چې ټول يې اسلامي دي» په رڼا کې تر سره کوم او پر مخ ځم، په شاتګ نه لرم. ولې دا لیکنه د یوې کمکۍ ډلې «کېدای شي تر ۵ سلنه وي چې زما په څېر وضعیت ولري.» ورهاخوا د هغو په تړاو ده چې د لومړۍ ډلې په څېر ورته سیندونه ښوروا او غرونه غوښه انځور شوې وه. د هاغو راستنېدونکيو هېوادوالو چې په نوم يې دلته افغانستان ځانګړی او خپلواک وزارت دی. هغه وزارت چې نه تنها د راستنېدونکیو ملاتړی نه دی تمام شوی، بلکې په شتون يې راستانه شوي له نورو ډېرو خیریه موسساتو محروم شوي «ویل کېږي چې ډېری موسسات حق نه لري د دغه وزارت په شتون کې ازادانه مرستې تر کډوالو ورسوي.»

دلته هغه ټولې ژمنې چې راستنیدونکیو له‌پاره د دغه وزارت له ادرسه اعلانېدې، ټولې درواغجنې او هوایي دي. د راستنېدونکیو له‌پاره چې کومه نمره د دولتي ډاګ ځمکه وروسته د اوږدې  بیورکراسۍ ورکول کېده، د جهاد او ازادۍ اتل(!) ښاغلي حکمتیار راتګ سره په ټپه ولاړه ده چې کېدای شي د ده له خوا دا کریډت په ټولنیزه توګه د تر لاسه کولو يوه هڅه وي «چې د حزب اسلامي ادرس يې باید لازم سپیناوی وکړي، ځکه د راستانه شويو تر منځ همدا ګنګوسې دي.»

دا چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه وینا د پاکستان ټولې نظامي او سیاسي ادارې په چټکۍ راټولې شوې؛ نو د عکس العمل لومړی اقدام يې له پاکستانه د افغان کډوالو د ژر وتو غږ و. همدا وه چې په ټولنیزو شبکو کې د هېواد احساساتي ځوانانو تبصرې هم ورسره بدرګه شوې چې ډېرو يې ټوله پړه پر کډوالو اچولې، ان تر دې ډېرو بیا په سپکو توريو یاد کړي چې ښه يې نه ګڼم.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدا چارو وزارت چې د کرزي صاحب د حکومت په لومړيو کې جوړ شو، ځانکړې موخه يې همدا وه چې له هېواده بهر کډوال په اساني له اقتصادي او ټولنیزې اندېښنې پرته هېواد ته په راستنېدا کې له دولتي ملاتړه برخمن شي. هغوی ته په هېواد کې د ژوند کولو لازمې او مهمې اسانتیاوې، د اوسېدا ځای، د کارموندنې فرصتونه، د تجارت هوساینې او د کښت تل‌پاتې لارې چارې برابرې کړي چې د هغوی نوی پیلېدونکی ژوند تضمین کړي.

دغه وزارت تر دا مهاله د خپل تاریخ په اوږدو کې نه تنها خپله پراختیایي بودیجه نامصرفه پرې‌ایښې بلکې د خورا بې‌کفایتي له امله له نورو ډېرو مرستندویه سرچینو هم پاتې شوی. د کډوالو او بېرته د راستنیدا چارو وزارت چې لازمه وه، د راستنو شويو افغانانو د ژوند د رغېدا او بیا پیلېدا په برخه کې يې د عمل وړ پالیسي او سټراټېژي درلودای پرته له کاغذي دوسیو هیڅ شی نه لري چې د راستنو شويو افغانانو په ګټه تمام شي. دوی تر دا مهاله نه دي توانېدلي چې په کابل کې مېشت د کډوالو چارو عالي کمیشنري (UNHCR) دفتر باوري کړي چې مرستې يې د راستنو شويو افغانانو په ګټه و څرخوي. «يا کېدای شي توان يې و نه لري.»

له هیواده بیرون افغان کډوال تر ډیره بریده د افغانستان د ولایتونو يا لیرې پرتو کلیو څخه دي چې هلته هم ورته د تیر۴۰ کلن ناورین بدۍ په میراث ورپاته دی، ترڅنګ يې د ژوند ستر مانع شته نا امنۍ، ټولنیز انفلاق او ورانکارۍ دي. دوی نشي کولای چې راستنیدا سره سم خپلو کلیو ته ولاړ شي او هلته ژوندون خپل کړي، دوي مجبور دي چې هیواد ته په راستنیدا په عاجله توګه د هیواد د لویو ښارونو ته نیږدې د نوو ښارګوټوو له لارې خپل ژوند پیل کړي. دوی به له همدې ځایه د خپل ژوند په پیلولو سره وکولای شي خپل اقتصادي او ټولنیزو اړیکولو په غزولو، په کراره کراره خپل اغېز تر خپلو پلرنیو سیمو ورسوي او تر بدلون وروسته به د سمون عاملان وګرځي. هېواد ته د راستنېدونکیو افغانانو لویه برخه ټیټ او يا منځګړې اقتصاد لرونکې کورنۍ دي چې تر ډېره بریده په پېر او پلور، تجارت، دوکاندارۍ او کوچنیو صنعتونو سره اشنايي لري او دوی کولای شي د هېواد د شته ښارونو ته په نږدې ښارګوټو کې خپل راتلونکی وضعیت نورمال کړي.

 ولې له بده‌مرغه داسې و نه‌شول، تر دا مهاله د کډوالو او راستنیدا چارو وزارت د خپل تاریخ په اوږدو کې د څو کوچنیو ښارګوټيو جوړولو توانېدلای چې هغه هم تر ډېره بریده د زورواکيو او چارواکيو تر تصرف لاندې راغلی. دولت د دې پر ځای چې راستنیدونکیو افغانانو ته د د نومرو د وېش لړۍ لا پسې هوسا، چټکه او رڼه کړې وای، دلته له حزب اسلامي سره د روغې جوړې او د تېرو کلونو د راستنېدوکيو افغانانو هجوم ته په کتو لا پسې ګونګه شوه.

په افغانستان کې مېشت هېواد والو هم د فرصت نه په ګټې اخیستنې او خپله هیوادنۍ مینه (!!) په خورا سمه توګه انځور کړه او د خپلو ملکیتونو «کورونو، دوکانونو، ځمکو» نرخونه يې څو وارې لوړ کړل. د ۵۰۰۰ افغانۍ کرایي کور نرخ ۱۵۰۰۰ شو، د ۱ ميليون افغانیو کور نرخ ۳ ميليونه افغانیو ته وخوت. تجاري هټیوالو خو د نرخونو له‌پاره بېلابېلې بهانې ولټولې، دوکان سرقلفي، جایدادي او امتیازي قیمتونو توري دود شول.

راستانه شوي افغانان چې تر ډېره بریده مجبور او ناچاره وو، همدې لوړو نرخونو او نازونو ته غاړه کېښوده او په زړه نا زړه پرې ورغلل. ډېری چې ناامیده شول چې پانګه يې له لاسه و نه وځي، هغوي محتاط شول او د ښه کار په لټه يې تیارې ډوډۍ ته کښېناستل. د ښه فرصت په لټولو تیارې ډوډۍ ته ناستو خپله سپما کړې پانګه بايلوده، لاسونه خالي او د اوسېدا کورونه يې نیمګړي پاتې شول.

د راستنو شويو کډوالو بهیر ډېر تېز روان و او د ژمي په راتګ دمه شوی و، د پاکستان پالیسي جوړوونکیو ته ښه فرصت په لاس ورکړ. «ياده دې وي چې هلته د افغان کډوالو شتون تل د هغوی د پالیسیو په ګټه کارول کېږي، په نړيواله ټولنه فشار، په افغان حکومت فشار او د افغانستان دننه ورانکاریو کې نفوسي کتله موندل هغه څه دي چې له ما ساده نیولې تر هوښیارو پرې پوهېږي.» هغوی د کډوالو د کارټونو ورکولو پروسه چې له کلونو ولاړه وه، په یوه نوښت پیل کړه. دا وار يې هلته د بې‌کارټه افغانانو سربېره هغه افغانانو ته جوړول پیل کړل چې له افغانستانه تازه ورکوچېدل. دا چې را ستانه شوي افغانان د دولت له پامه غورځېدلي وو، تر څنګ يې د اقتصادي او ټولنیز فشار له امله ځورېدل؛ نو کرار کرار يې له هېواده د تېښتې لار غوره کړه او د وېزې په اخیستلو د تورخم «پرته د چمن له وېزې» له لارې پورې خوا ته بېرته کډه شول. د کډوالو د بېلابېلو ادارو د راپور له مخې کابو ۲۵۰ زره خلک بېرته وکوچېدل.

د شرم او تاسف ځای يې لا دا دی چې هلته د افغان سفارت د کډوالو چارو اتشه چې باید کډوال يې راستنېدا ته هڅولي وای، د کډوالو ستونزې، غوښتنې او پوښتنې يې د هېواد تر اړوند وزارته را رسولې وای چې د راستنېدونکیو افغانانو له‌پاره تل‌پاتې سټراټېژي او پاليسۍ جوړې شوې وای، ټول وخت يې د پاکستان کارټ جوړوونې پروسې ته وقف کړی او خورا په ویاړ يې پر مخ ورسره وړي. همدا ده چې دلته د پاکستان سفارت مخې ته د افغانانو یوه برخه تښتېدونکي افغانان تشکیلوي، همدا رنګه د کابل-کندهار بس سرويس يې هم په خورا ګڼه ګوڼه کې اچولی.

زما له نظره د افغان بېروني کډوالو لوی لامل د هېواد ځپلی حالت، د دولت نه‌شته پالیسي او د چارواکيو پراخه بې‌باکي ده او د دې ستونزې د حل موندلو له‌پاره پر ټولو کابل مېشتو ځوانانو غږ کوم چې د ځايي مدني ټولنو په مرسته د هېواد هغو سیمو ته ورشي چې هلته پخواني کډوال مېشت دي، «دا کار باید پخوا شوی وای» د هغوی ستونزې واوري، غوښتنې يې راټولې کړي او د رسنیو له لارې يې له ملت سره شریکي کړي چې د دولت پام ښه ورته را واړول شي. له دې کار سره باوري یم چې موږ به وکولای شو د راستانه شويو افغانانو په پیاوړتیا کې څه نا څه برخه‌وال وګرځو او د همدې کار پایله په دې تمامېدای شي چې موږ له هېواده بېرون کډوال په رښتیا باوري کړو چې دولت يې خپلو امکاناتو ته په کتو په خورا اخلاص او رښتینولي غم خوري او تر شا يې ولاړ دی.

داسې به موږ د بېروني افغانانو د هڅونې وړ وګرځو، که نه دا پوچې او سپکې خبرې هم موږ سپکوي، هم هغوی. موږ په دې کار د هغوی ملاتړ نه‌شو کولای او هغه دا وخت د ستر ملاتړ اړتیا لري، ځکه چې هغوی موږ یوو او موږ هغوی.

سرخط ورځپاڼه

48 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *