Categories

اعلان

Loading…

په داستان کې د لیکوال مستقیم دخالت | هارون سمون

په ځینو داستاني توکو کې د لیکوال یا ښه ده، ووایو د راوي مستقیم دخالت کیسه کمزورې کوي، ځکه کېدای شي، راوي د کیسې له طبیعي جوړښت هخوا خپل احساسات او عواطف په کیسه یا پېښه ورګډ کړي، چې په دې توګه لوستونکي په لیکوال بې باوره کېږي، کیسه یا پېښه که هر څو د پنځګر د ذهن زیږنده ده، خو اضافي شیان نه ورباندې بارېږي.

که موږ له خپل کرکټر حتی واحد متکلم – زه (لومړي شخص) سره خواخوږي کوو مستقیم یې له کشمکش او ستونزو څخه نشو ژغورلای. د هغه د ژغورلو لپاره به د داستان مخینې ته په کتو له داستان سره تړلې اضافي پېښه پنځوو یا به یې د داستان د نورو کرکټرونو په معاونت ژغورو دغه راز راوي د کرکې او غوسې عواطف په داستان نشي ورګډولای، په داستان کې یو جابر یا هم  دوو مینانو ته خنډ جوړونکی مخبر، شیطان او رقیب کس د رواي لخوا په هوايي ګولۍ یا په یو  دم ناروغۍ نشي وژل کېدای.

ډېر ځله په فلم کې موږ هغه چاته په غوسه وو چې د دوو مینو په مینه کې دخالت کوي او دوی نه پرېږدي، چې یو ځای شي؛ حتی ترې دې پورې مو قهر راځي، چې وایو د فلم دا لوبغاړی (خڼد جوړونکی) خو چا وژلی وای. دا په داسې حال کې ده چې ډېری وخت د فلم په کش‌وګیر او کشش کې د همدې کس رول زیات وي.

په بیاني ژبه یا هم غیرخوځنده منظر کشۍ کې د رواي لخوا د کرکټرونو ښېګڼې یا بدګڼې یادول داستان کمزوری کوي. مخکې مو په دې بحث کړی یوازې ضمني ورته تم کېږو د راوي لخوا په بیاني توګه د کرکټرونو ستاینه او غندنه په لوستونکي کیسه نشي حس کولی، پدې صورت کې لوستونکي په کرکټرونو پورې اړوند پېښې په اسانۍ نه مني، ځکه لوستونکو ته به کیسه داسې ښکاره شي لکه په ویناییز شکل مو چې کیسه ورته کړې وي.

بل توکی د تلوسې مصنوعي هڅه یا د ستونزو او تضادونو مستقیم او سلسلوار خلاقیت دی، چې د راوي لخوا عمدي تسسل یې لوستونکي ته د کیسې د مصنوعیت فکر ورکوي، لوستونکی باید پدې پوه نشي، چې لیکوال قصداً د خنډونو جوړولو یا کشمکش هڅه کړې ده مانا دا چې کشمش او ټکرونه باید طبیعي وي.      

   د بېلګې په ډول زموږ د کیسې کرکټر د یوې وړوکې کورنۍ پلار دی، ماښام کورته راځي، له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي. خوا یې بده ده، ماشومان غال مغال ورته کوي، ده ته په نه خبره قهر ورځي، مخکې تر ډوډۍ د لاسونو وینځلو اوبه یخې وي په خوړو کې مالګه نه وي، بخارۍ هم نه وي بله شوې، پدې کې یې مېرمن ورته ووایي، چې د ګاونډي زوی یې په قرض پیسو پسې راغلی ؤ. له دې سره ده ته د خپل ریس خبره وریادېږي، چې ورځې وړاندې یې په خپل کاري ځای کې مامورینو ته ویلي وو، چې ددې میاشتې معاشونه ممکن مرکزي اداره وځنډوي. که څه هم په ورځني ژوند کې له ورته خڼدونو سره موږ مخ کېږو خو په کیسه کې به یې دا ډول ځنځيري تسسل لوستوکو ته تصادف ښکاره شي،

بلخوا په داستاني منطق کې تصادف هېڅ د زغملو ندی، لږ تصادف هم زموږ د داستان منطق ته ډېر زیان اړولی شي. داستان چې په ډېرو باریکو مهارتونو سره مخکې ځي د منطق مسله یې ډېره مهمه ده، ځکه لوستونکو ته که یوه پېښه هم غیر منطقي وبرېښي، دوی به وه انګېري، چې ګویا ټوله کیسه دروغ ده او لیکوال له لوستونکو سره په چل کې روان دی.

نو پر دې بنسټ ویلی شو، چې کیسه او پېښې باید د رواي او لیکوال له عاطفې ( زړه سوي او کرکې) څخه سوچه او طبیعي وي.  

52 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *