Categories

اعلان

Loading…

سند/ اجمل پسرلی

سړی د سمندر غاړې ته تیز تیز روان و. لاسونه یې داسې غورځول لکه په پوځي مارش کې چې رهي وي. وړاندې له شګو سره تم شو. هلته ګڼ خلک پنډ وو.

« دا ښځه یوازې ښکارې، هاغه بوډا  یوازی راغلی؟…»

خندا شوه، شاته یې مخ واړاوه. د تورو ویښتو، تورو سترګو سړی لکه افغان ښکاریده چې د یوې شین سترګې نجلۍ زیړ ویښته یې باد ته رپول. دواړو د لامبو جامې په تن وې:

« که یې زه مهاجر منلی وای اوس به زه هم بیغمه وم»

د سیګل مرغانو کغا شوه:

« بختورو»

 مرغان د اوبو ژۍ ته راټیټ شول او بیرته داسې په هوا شول لکه باد چې سپینې پخې په مخه کړي. د هاغه افغان بیا له خپلې ملګرې سره خندا شوه او کوز سر یې لاس په لاس سره منډه کړه. دی پر یوه کاڼي کښیناست. خلک په شګو کې لکه د تیرې شوې جګړې مړي کتار پراته وو.

سړی پر شګو اوږد وغځید. د اوبو د څپو څړپا وه، یو نیم مرغه به هم شیبه نیمه وروسته وکغیده، نوره کراره کراري وه.

د امبولانس د هارنونو غږ په خود کړ. ورپسې  د پولیسو د موټر هارن شو. دی لږ وویریده چې هسې نه د سندونو پوښتنه ترې وکړي، خو موټر یو سل ګامه مخته تیر شو. په  شګو کې پراته خلک سره راکښیناستل. له یوه یې حال واخیست، هغه ویل چې یو سړی او یوه نجلۍ اوبو وړي دي.

نیت یې وکړ چې د پیښې ځای ته ورشي چې هاغه مهاجر اوبو نه وی وړی، خو د پولیسو د موټر څراغونه لګیدل، زړه یې ونه کړ. د پیښې د ځای مخالف لوری روان شو. څپې څړپیدې، سیګل مرغان کغیدل، د خلکو غږ ورکیده.

پای

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *