Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ د يو خيالي سلطنت وروستۍ شېبې

محمد اسماعيل

د بلخ ګوښه کړای شوی والي عطامحمد نور ولې، د ارګ له خوا د نوي والي مخالفت کوي؟ کومې وېرې پسې اخيستی او ولې خپل هر څه له ګواښ سره مخ شوي بولي؟

د عطامحمد نور له خوا په ۲۰۱۴ز ټولټاکنو کې د عبدالله عبدالله پر پلويتوب د لکونو ډالرو لګول يوازې په دې مانا نه و چې په روان سياست کې دې جميعت ګوند د يو مهم سياسي اړخ په څېر ثابت شي. د دې تر څنګ د ښاغلي نور يوه موخه دا هم وه چې دی په جمعيت ګوند کې د ثقل مرکز حيثيت غوره کړي.

د استاد برهان الدين رباني او مارشال فهيم له مړينې وروسته هغه زمينه له پخوا ډېر جوړه شوې وه چې عطامحمد نور د جمعيت له بستره د خپلو طرحو د سياست له لارې د هېواد په کچه د جهادي ډيموکراټ سياستمدار په توګه ځان معرفي کړي.

خو له تېرو دوو کلونو د ارګ روانې لوبې له کبله خپل هر څه له ګواښ سره مخ شوي بولي. همدا لامل دی، لکه سېلاب وړی وروستي خس ته د لاس اچولو په رول کې دی.

نور، په تېره لسيزه کې يې د خپلې سياسي لوبې د ګټلو له‌پاره له هغو ټولو اسانتياوو ښه ګټه واخيسته. د مرکزي حکومت د غلي پاتېدو او د وخت ورکول کېدو له لارې يې د دغه وړ اقتصادي ځواک وموند.

نور د همدې سياسي اقتصادي ځواک په مرسته د جمعيت ګوند د سر کتار ته ځان ورسوه او په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې يې د جميعتي سيالانو پر وړاندې د خپل ځواک ننداره وړاندې کړه.

نور بريالی شو. ټولو ته په ثبوت ورسېده چې د عبدالله د ټاکنيز کمپاين تر شا د نورو اړخونو تر څنګ يو مهم اړخ د عطامحمد نور اقتصاد و.

خو د ملي وحدت حکومت له لږې مودې تېرېدو وروسته په لومړي ځل له چلينج سره مخ شو.

د تېرې لسيزې دغه هوښيار سياستمدار د ولسمشر د سياست د دغه فورمول قرباني شو، چې دښمني، ملګرتيا او بيا دښمني.

نور دا منلې او خپل زور هم ورته ښکاره شوی چې له دې وروسته د بلخ د والي په توګه په سيمه کې د خپل ځواک د ساتنې رول نه لري. له همدې امله وېرې پسې اخيستی چې څه ډول له ګوښه کېدو وروسته د تېرې لسيزې اقتصادي او مصنوعي ولسي ځواک ژوندی وساتلای شي.

په دغو دواړو اړخونو کې مهم ورته اقتصادي دی چې د ده د شته اقتصادي سوداګريزو بنسټونو د ساتنې تر څنګ بايد هغه دولتي سرچينې هم له لاسه ور نه کړي چې دی يې له ډېرې مودې په غير قانوني توګه خړوب کړی دی.

اوس که چېرې داسې شخص په بلخ کې د والي په توګه دنده پيلوي چې د ده د تېرې لسيزې د مداريتوب په کړۍ کې شامل نه وي؛ نو د بلخ سلطان د والي د څوکۍ له لاسه تلو تر څنګ خپل سلطنت هم په خطر کې ويني.

ځکه دی پوه شوی چې ارګ د نوي والي په ګومارنه کې هم، له ده سره چل کړی دی. په جميعت ګوند کې يې له هغه اړخه د بلخ له‌پاره نوی والي ټاکلی چې د عطامحمد نور له خودي سياست څخه په تنګ دي.

خو نور هڅه کوي چې د خپلو اقتصادي ځواکونو د ژوندي ساتلو له‌پاره بايد په جميعت کې داسې کس د بلخ د والي په توګه غوره کړای شي چې د ده د ځانګړې کړۍ سړی وي. يانې داسې يو څوک چې د سياست دنيا ته، ده راوستی، روزلی او پاللی وي. په بله مانا داسې څوک چې د عطامحمد نور د سياست مريد وي.

عطامحمد نور خپله ماتې له هغه مهاله منلې حساب کړې چې کله د سياست مزی د ارګ او په تېره بيا د ولسمشر په لاس کې وليدل شو؛ نو د تېرې لسيزې د هوښيار سياستمدار ايښ سر ته راغی.

هغه شخص چې په ظاهره يې د يو والي حيثيت درلود خو په باطن کې ورته ځان د يو سياسي رهبر په توګه له ارګ سره د روانې معاملې سرګړی خان ښکارېده، پوه شو چې په خپله روانه لوبه کې يوازې شوی دی.

ارګ بايد خپل دغه ځواک او حيثيت وساتي چې عطامحمد نور له خپل سياسي سيال سره نه بلکې د هغه حکومت له مشر سره تقابل کې ولاړ دی، چې دی يې والي دی.

سرخط ورځپاڼه

9 total views, 1 views today

2 comments

  1. Dr.Atal Reply

    د جهادی مفکوری ، ایمان اوتربیت سره فساد،نفاق، ملی خیانت ،غصب،بیعدالتی انحصار او ظلم قطعا نه جمع کیږی ځکه دا ټول دتنظیمی غلط تربیت ،ضعیف او انحصاری قیادت اومحیط زیږنده ده .
    تنظیمونو تر اوسه داسی څوک د ملت خدمت ته وړاندی نشوای کړی چی د ظاهرشاه او شهید داؤد خان له خاین مامور نه خیانت کی کم وی نو تنظیمونه دا ظرفیت نلری چی د ظاهرشاه یا داودخان ته حتی نژدی اداره جوړه کړی او د غه عمیق او شرمیدلی فساد ددوی مبارزه د ظاهر او داود حکومتونو مقابل کی تر سوال لاندی راولی چی آیا هغه مبارزه جهاد وو که بغاوت؟
    ولی ددی کاذبو مدعیانو فساد ډیرلوی دی دهغوی نه، او د اصلاح پر ځای فساد او افسدالناس حاکم شول ، مبارزه باید وضع له بد نه بهتر خواته تغیر ورکړی ورنه بغاوت دی.

  2. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    هر فرعون ته یو موسی ښایی! دبیان ازادی او دروغجنه دموکراسی په دې ټولنه کې په کار نه ده او نه امکان لری ا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *