Categories

اعلان

Loading…

په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی؛ پروپاګند او که تریخ حقیقت؟

لیکوال: مبارز ځیرمن

په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسئله ډېری وخت د بهرنیانو او بهرنیو موسسو له لوري مطرح کېږي. د ځینو لپاره د بهرنیانو په خوله دا خبره هم لکه د ځینو نورو بېخي د منلو نه ده او د ځینو نورو لپاره بیا د کاڼي کرښې حیثیت لري. یو شمېر فکر کوي چې په افغانستان کې مېشت بهرنیان او موسسې هره خبره او کار یواځې د خپلو ګټو لپاره کوي. له همدې امله د هغوی له خولې په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي خبره نه شي منلی. فکر کوي چې د هغوی دا کار د خپلو ګټو لپاره د ټولنې د نیمایي برخې د ملاتړ خپلولو لپاره له پروپاګند پرته بل څه نه دی. په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیا، پرته له دې چې په دې برخه کې خپل ماغزه په کار واچوي، په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسئله همغسې چې بهرنیان یې په جدیت مطرح کوي، د جدي اندېښنې وړ بولي. فکر کوم په دې اړه خپله د فکر کولو اړتیا ده. زما لپاره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مسئله نه هغومره عادي ده چې یو شمېر افغانان یې بولي او نه هغومره جدي ده چې د بهرنیانو له لوري مطرح کېږي.

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی عادي ځکه نه دی چې نږدې هره ورځ له غږیزو، انځوریزو یا لږ تر لږه له خواله رسنیو د ښځینه په حق کې له تېري خبرېږو. تر دې مهمه دا ده، چې په خپل کور، ګاونډ، کوڅه او کلي کې وینو چې له یوې جلکۍ سره د هلک په مقابل کې توپیري چلند کېږي، یوه جلکۍ د هغې د خوښې خلاف چا ته نکاح کېږي، یوه جلکۍ کوم عمر خوړلي سړي ته د پیسو په مقابل کې ورکول کېږي، یوه جلکۍ په بدو کې ورکول کېږي، له یوې ښځې سره په کور کې د نوکرې په توګه چلند کېږي، یوه ښځه رټل کېږي، یوه ښځه وهل کېږي، یوه ښځه بېرته د پلار کور ته شړل کېږي او نورې د خپل ډول ګڼې بېلګې.

په ۲۰۱۰ زیږیز کال کې د عایشې په نامه د یوې افغانې جلکۍ کیسه رسنیزه شوه. هغه چې په بدو کې ورکول شوې وه. خسرګنۍ یې وهله ډبوله او ان له نورو حیواناتو سره یې په غوجل کې اوسوله. خپلې کورنۍ یې هم له پوښتنې مخ اړولی و. په پای کې یې د خاوند له لوري پوزه او غوږونه پرې شول.

عایشې د بهرنیو پوځیانو یوې هډې ته پناه یوړه، هلته یې لومړنۍ درملنه وشوه، سر یې امریکې ته ووت او په پای کې ورته هلته پوزه او غوږونه پیوند شول. د عایشې کیسه لومړنۍ نه وه او نه به وروستۍ وي. داسې ډېرې پېښې هره ورځ رامینځ ته کېږي چې تر رسنیو نه رسېږي. په داسې حالت کې که د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبره کېږي، نو پروپاګند نه دی او نه هم کومه عادي خبره ده. ښایي چې دې اړخ ته د اسلام د سپېڅلي دین او زمونږ د خپلو لوړو فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې کتنه وشي او د مخنیوي لپاره یې مټې رابډوهل شي.

له بله پلوه، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی هغومره جدي هم نه دی چې څومره په شدت بیانېږي. حقیقت خو دا دی چې په لویه کچه په افغاني ټولنه کې د ښځینه و مقام تر غربي ټولنو ډېر لوړ دی. دا افغاني ټولنه ده چې ښځینه پکې د یوې لور په توګه نازول کېږي، د یوې خور په توګه مهرباني پرې کېږي، د مېرمنې په توګه د ژوند ملګري ګڼل کېږي او د یوې مور په توګه عزت ورکول کېږي.

کله چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خبره کېږي، باید له پامه ونه غورځوو چې دا مسئله یواځې په افغاني ټولنه پورې اړه نه لري. ویل کېږي چې په ټوله نړۍ کې له هرو دریو یوه ښځه د تاوتریخوالي د کوم ډول ښکار ده. که په افغاني ټولنه کې کورنۍ تاوتریخوالی دی، په نورو ټولنو کې د تاوتریخوالي نور ډولونه، د بېلګې په توګه د ښځینه و سره د جنسي تاوتریخوالي کچه لوړه ده.

دغه راز، په افغاني ټولنه کې که چېرته د ښځینه پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې رامینځ ته کېږي، هلته د ټولنې د نورو قشرونو په وړاندې هم تاوتریخوالی شته دی. د بېلګې په توګه، چېرته چې ښځینه له مینې لرې دي، هلته نارینه هم د میني په نامه څه نه پېژني. چېرته چې جینکۍ ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، هلته د هلکانو ښوونځي هم تړلي بویه. چېرته چې ښځینه پر مخ څپېړه خوري، هلته د نارینه و سرونه پرې کېږي. په عمومي توګه، هر چېرته چې په افغاني ټولنه کې د ښځینه و حقوق نه ورکول کېږي، داسې وبوله چې هلته د هیچا حقوق خوندي نه دی. که یواځې ښځینه په پام کې نیول کېږي، رښتیا به هم د هغوی حالت د اندېښنې وړ وي، خو که ټوله افغاني ټولنه په پام کې ونیول شي، دا مسئله هغومره جدي هم نه ده چې وېل کېږي.

نو پکار ده، چې خویندې میندې په دې برخه کې منطقي قضاوت وکړي، په ځانګړې توګه د غربي رسنیو پر پروپاګند تېر نه وځي او خدای مه کړه داسې کومه لاره غوره نه کړي چې د اسلامي او افغاني لوړو ارزښتونو سره په ټګر کې راځي. د بېلګې په توګه، که یوې خور ته په کومه برخه کې د ټولنې اړتیا وي او کورنۍ هم ورسره نه اغېزمنېږي، ښه ده چې له کور د باندې کار وکړي، خو دا کار باید خامخا نه وي. که له یوې خور سره په کورنۍ کې د خاوند یا د کورنۍ د نورو غړیو له لوري زورزیاتی کېږي، ښه ده چې غږ پورته کړل شي، خو دا کار باید په داسې توګه وشي چې خپل ځان یا هغه کورنۍ د تباهۍ کندې ته نه ټېل وهي.

43 total views, 4 views today

2 comments

  1. نوم می مهم ندی Reply

    واقیعت مو بیان کړی دی.
    زه لکل درسره موافق یم.
    د ښځو حقونو نه فقط یو څو ښځو په کابل کی
    ګټه پورته کړی ده نو د خارجیانو په ډالرو یی جیبونه وپړسول.
    زه پخپلو د ښځو د حقونو طرفدار یم اما هغه حقونه نه چی دوی ته یی خارجی میړونه راوړی او د ډالرو په بدل کی همدی میرمنی بیا هر کار کولو ته اماده دی. البته ټولنی میرمنی نه یادوم ولی بدبختانه چی دوی ډالرو ته د ټینګی ندی هر کار ته اماده دی.
    او پاتی شوه د ښځو تاوتریخوالی او حقونه. دواړه طبقی د تاوتریخوالی سره مخ ولی نن متاسفانه افغانی میرمنی د غربیانو لخوا دومره تر تاثره لاندی راغلی دی چی د هغوی هره خبره د دوی لپاره ملغلری دی. په کابل کی یی هم دغو خارجیانو دا میرمنی نوری هم بی لاری کړی. او متاسفانه هر هغه څه پری کوی چی زړه یی وغواړی.

  2. Dr.Atal Reply

    زما ګرانو مؤمنو هیوادوالو!
    زه حیران یم چی، آب در کوزه و ما تشنه لبان می ګردیم ، که علما دی یاتنظیمی لیډران یا دکاتره د علوم شرعی یا زاړه لیکوالان او مترجمین چی د هجرت محیط کی یی په کمه اجره تفاسیر، سیرة النبی صلی الله علیه وسلم او نوری لیکنی او ترجمی ترسره کړی او داعیان هم وو .
    خو اوس چی همدا داعیان ډالری معاشات ، لوړ پوستونه او شیر پور یا وزیراکبرخان کی اوسیږی هغه همت ،احساس او دعوت یی هیر شوی ، سره ددی چی سهولتونه او صلاحیتونه هم ډیر دی یواځی د ښځی موقف په اسلام کی په ټولو یی حق نشی اداء کولی،نپوهیږم چی تنبل شوی او که مسؤلیت هیر شوی یا د مادیاتو جاذبه قوی شوی؟

Leave a Reply to نوم می مهم ندی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *