Categories

اعلان

Loading…

تاريکه رڼايي | حسينه عارف

رڼا د تل په څېر خپله ورځ د کار د کالیو په اغوستو او د بې وړانګو رڼاوو په تیاره سهار پیل کړه. نه اسمان بې ستورو وو اونه لاره بې څراغه لیده.  د ډوډۍ تر پخولو او انګړ جارو کولو وروسته یې د لاسونو تڼاکې لا جوړې نه وې، چې رڼا بیا په وښو پسې پټیو ته روانه شوه. د ستړیا په مخ ماتو خولو او د نه پیداشوي ماشوم درد ترې د ژمي سوځوونکې واورې  هېرې کړې وې. د یوه سات لاره یې په تېزو ګامونو او چټکو ساګانو په نیم سات کې وهله.  رڼا پوهېدله، چې که لږ ناوخته شي، د کور خلک به د خواښې له خوا په اېښودل شویو نومونو ښکنځي لکه شومې، لټې، مفت خورې، بېکارې. د رڼا ژوند د خپل نوم په څېر ځلیدونکى نه و. رڼا د تیارې شپې سپوږمۍ وه نورو ترې رڼا اخیسته؛ خو ددې د رڼولو غم چا سره نه و. په وږي نس یې لومړۍ د کور څاروي ماړه کړل، ورپسې یې ژر ژر چای پوخ کړ. لا ناسته نه وه، چې حجرې ته د راغلیو مېلمنو لپاره یې ترتیبات پیل کړل. تر ډوډۍ او ماشومانو پاکولو وروسته یې د کور د لوښو په ټولولو او د کالیو په مینځلو سره تېره کړه. رڼا د کور وګړیو ته د همغه کارګر په څېر وه چې کار يې کاوه، خو د نس مړولو مزد يې هم نه وو.د نس درد د رڼا د شپې ډوډۍ تر ټاکلي وخته لږ ناوخته کړه. د کور وګړیو بیا په پېغورنو او سپکو سپورو پیل وکړ. خواښې یې ویل:

شکر وباسه چې داسې کور ته راواده شوې، آرامه ناسته وې. اندرور:

د خلکو ورنداريانې به چې کورته راغلې بیابه په آرامه شول، او موږ مفت خوره راوستې، لېور:-ننني مینځلي کالي یې هم لا وچ نه دي، په سم ماښام یې راته لانده کړل.

خسر: نن مجبور جماعت بل ورکړي. رڼا په ژړېدوونکي غږ نارې کړې:

دا ده جوړه شوه. خاوند یې د دومره پېغورنو په اورېدو په تونده لهجه وویل:

دوو کسو ته ډوډۍ په وخت نشې. چې دوی ته يې ډوډۍ تياره کړه، زوی يې په ژړا شو. هغه یې په اوږه واچاوه. چې د کار کالي يې بدلول، خواښې پرې غږ کړ:

د خاوند پښې دې غوړې کړه خپله خو ښه غوړه ګرځې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *