Categories

اعلان

Loading…

د سولې د هڅو دوام او د ولس مرسته | نظرمحمد مطمئن  

له ۲۰۱۰ ز. کال را په ديخوا د سولې برخه کې مو منډې کړي، له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې مو د سولې د ارمان په موخه بېلابېلو هیوادونو ته سفرونه وکړل، له کورنیو او بهرنیو د افغان جګړې او سولې د خیل اړخونو سره مو لیدنې وکړي.

زموږ د سولې فعالو ملګرو د ۲۰۱۶ کال په اخر او د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې محسوس پرمختګ درلود. له خپلو هڅو خوشاله وو، د سولې برخه کې امیدونه مو زیات شوې وو.

له بده مرغه چې د ۲۰۱۶ کال نومبر میاشت او بیا د ۲۰۱۷ کال د اګسټ میاشت کې د سولې ضد کړیو او خنډ جوړونکو زما او ملګرو په وړاندي زغم له لاسه ورکړ، موږ ته یو لړ ستونزې جوړې شوې.

لا هم د سولې مخکې بلا ډیرې ستونزې شته چې موږ یې باید په حوصله سره زغم ولرو، او ستونزې وګالو.

ډیر ځله مې په ځینو مجالسو کې ملګرو ته ویلي و چې د ۲۰۱۷ تر پای پوري لا هم د سولې کاروان کې هر ډول ملګرتیا او قرباني ته تیاری لرم. 

دا دی ۲۰۱۷ کال پای ته ورسیدی، ولي  زموږ باعزمه مسلمان افغان  ولس د اور په تنور کې سوزول کیږي، د جګړې تنور ګرم شوی، او لا هم د دي تنور د ګرم کیدلو لپاره د افغان ځوانانو جسدونه د اور تنور ته غورځول کیږي.

سوله اوږد  مزل دی، اسانه کار نه دی، په دي لاره کې ستونزو ګاللو ته باید افغان ځوانان چمتو وي.

یوه هیله بخښونکی حرکت چې زه او زما نږدې ملګري د۲۰۱۷ کال په وروستیو میاشتو کې ورسره مخ شوو، د سولې برخه کې موږ د بېلابېلو ډلو او سولې فعالو حرکتونو استازو سره غونډې درلودلې، ټولو دا تشه حس کړي وه، چې باید د سولې برخه کې په ګډه کار وشي، په همدې کې لږ پرمختګ وشو، او لا هم هڅه روانه ده.

په زړه پورې او هیله بخښونکي د سولې اړوند غونډه زما لپاره د ۲۰۱۷ کال وروستي ورځ  وه چې موږ د سولې ځینو مشهورو فعالو پکې برخه درلودله، د  افغان حکومت له مهمو کسانو مو ځینې واضح او روښانه څرګندونې واوریدي، هغوی په دي ډیر زیات ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره اراده او تعهد لري، او د عملي سولې میدان ته ننوتل غواړي. ډیر داسي څه وویل شول چې ګډونوالو ته هیله بخښونکې ښکاریدل، زه امید لرم چې هغوی به خپلو خبرو ته عملي جامه ور اغوستلو کې سُستي ونه کړي.

داسي ښکاري چې امریکا یو ځل بیا هم خپل جنرالان د جګړې په ډګر کې ازمویې، د افغان ولس قوي هوډ به د امریکا جګړه غوښتونکې جنرالان د پخوا په ډول له ناکامي سره مخ کوي ان شاء الله. او داځل به هم  د پخوا په ډول د امریکا جنرالان  او د ټرمپ د جګړې تګلاره بیا ځل د جګړې په ډګر کې خپل امریکایې ولس ته ناکام ثابتیږي ان شاء الله ،  موږ اوس او بیا په امریکایانو ږغ کوو چې د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي.

ددې لپاره چې هیواد مو یوې بلې لویې غمیزي ته د ننوتلو په درشل کي دی، زه په ټولو ملګرو او دوستانو او د سولې غوښتونکو افغانانو باندي ږغ کوم چې د سولې برخه کې زموږ سره ودریږي، زموږ ملاتړ د پخوا په شان جاري وساتي، او د سولې برخه کې قرباني ورکولو ته چمتووالي ولري.

زه له خپلو دوستانو غواړم چې د جګړې کمولو او پای ته رسولو کې هر یو مسؤلیت لري، او  باید له خپل مسؤلیت څخه تیښته ونه کړو.

د سولې برخه کې ستاسي ملاتړ، ستاسي مثبت او رغنده نظرونه او په دي برخه کې په غونډو کې ګډون او ستاسي  زیاتې مرستې ته سترګې په لاره یو.

قدرمنو! سوله اسانه نه ده، زموږ هیواد کې ۴۰ کاله جګړه شوې، اوسنۍ ۱۷ کلنه جګړه چې د امریکا په تاریخ کې د دوی په وړاندي اوږد او تاریخ جوړونکی د افغان ولس مقاومت دی، جریان لري. د سولې لپاره موږ ډیر وخت او ډیرې قرباني ته، دا رنګه لوړې  حوصلې او ډیر زغم ته اړتیا لرو.

 د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې موږ امید لرو چې یو محسوس بدلون وګورو، له ښکېلو لورو هم هیله کوو چې د مثبت بدلون په اړه فکر وکړي، که مو پدي برخه کې پرمختګ  ولارو او یا داچې  په دې برخه کې مهم او لوی خنډونه به کوم وي،  په وخت سره به یې ستاسي دوستانو سره شریک کړو.

زه له ګردو ملګرو او دوستانو مننه کوم چې د سولې منډو کې زموږ ترڅنګ دریدلي او موږ یې تر دې مهاله یوازي نه یو پري ایښي.

زموږ ګردو ملګرو  لپاره ځانګړې دعاوي کوئ، چې الله ج موږ له انحراف، معاملې او ناسمو کړنو څخه وساتي.

394 total views, 1 views today

3 comments

  1. رسولی Reply

    مطمئن صاحب
    ته لږ خدای ته مخ کړه او لږ دې ولس ته مخ کړه او بې ځایه د پردی پالو لپاره چیغي مه وهه.
    داسې خبرې مه کوه چې په راتلونکي کې په خپلې پرې شرمېږي

  2. اسلم سلطانی Reply

    که ځای ريښتیا د سولی د را وستو مدعی بولي نو هیله ده چې بې طرفه و اوسي
    په رسنیو داسې خبرې کوي لکه د طالبانو ویاند او دلته بیا ځان د سولې مدعي بولي

  3. جمال Reply

    ته سوله څه کوې تا خو په خپل فیسبوک لیکلي وو چې له کابل نه مدینه درته بهتره ده.‌ داسې چې د مدینې شوقي یې ته ورشه چې دوه ورځې دې په کې پرېږدي؟ بدبختانو همدا ستاسو له لاسه افغانستان در په در او خاورې په سر شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2