Categories

اعلان

Loading…

“د اتوپیا خیالي ښار او عملي پایلې”

ژباړه؛ زاهد صديقي

اتوپیا څه ده؟

ولې توماس مور اتوپیا انځور کړه؟

له اتوپیا څخه موخه څه وه؟

اتوپیا د سیاستوالو پام کوم لوري ته کړ؟

توماس مور د انګلستان د ۱۵ مې پېړۍ سیاست‌پوه، حقوق‌پوه او فیلسوف و.

اتوپیا د توماس مور اثر دی چې له ۱۵مې تر ۱۶مې پېړۍ په لومړیو کې خپور شو.

 اتوپیا ارمان‌ښار، ایده‌ال او خیالي ښار دی.

مور دلته د یوې جزیرې خیالي کېسه انځوروي.

د رافایل په نوم لامبوزن د امریکو جزیرې د لټې په موخه ځان دریاب ته غورځوي. لار ترې ورکېږي. ناپېژنده جزیره مومي چې نوم یي اتوپیا ده. توماس مور د رافایل په ژبه د دې جزیرې په اړه نکل کوي او ځانګړنې یې وایي؛

اتوپیا ۵۴ ښارونه لري، ټول اوسېدونکي يې ډېر هوسا او سوکاله دي، په دې جزیره کې هیڅ بې‌عدالتي نه‌شته. له پلازمېنې پرته نور ټول ښارونه په یو شان جوړ شوي دي.

ټول کورونه یوشان او یو ډول دي چې دوې دروازې لري. یوه دروازه يې د بهر پر لور او دویمه یي د باغ پر خوا ده.

کورونه په دوو کلونو کې یو ځل د پچې اچونې له مخې د خلکو تر منځ بدلېږي.

د ښار دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي، چور او غلاوې پکې نه‌شته.

شخصي ګټې پکې نه‌شته، بلکې مشترک دي.

د مجردانو او متاهلو ترمنځ توپیر کېږي.

ټول عادي کاروبار کوي.

په دې جزیره کې کاري وخت ۶ ساعته دی.

اسیران او بهرني مهاجران غلامان دي.

ودونه هم کېږي او ناوړه اړیکې منع دي.

ټول خلک یو شان، یو ډول او یو رنګ جامې اغوندي. له هرې جوړې اووه کاله ګټه اخیستل کېږي.

سیاسي جوړښت ډیموکراټیک دی، انتخابات کېږي او هرې۲۰۰ کورنۍ يې یو استازی ټاکي.

دیني او مذهبي ازادۍ شته او د جزیرې رسمي دین خدای‌پرستي ده.

بهرنی سیاست، دا جزیره د یوې لویي قارې څنګ ته پرته ده، اجازه نه ورکوي چې ځواکمن هېوادونه پر کمزوريو تېری وکړي.

خیالي کېسه، عملي پایلې زېږوي

د توماس مور د اتوپیا خيالي ښار سیاستوال دې ته اړ باسي چې دوی څنګه کولای شي، داسې یو حاکم وضعیت را منځ ته کړي. له بلې خوا د کمونېزم اصولو ته لار هواروي، وروسته د سوسیالیزم او عدالت غوښتنې خوځښتونه د همدې خیالې ښار پر بنسټ جوړ او پلي کېږي. اتوپیا د نړۍ د فیلسوفانو تر منځ یو تود بحث شو.
سرخط ورځپاڼه

185 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2