Categories

اعلان

Loading…

څنګه کولی شو نه ووايو؟

ژباړن: منيب الرحمان رحماني

ځينې وخت داسې غوښتنې در څخه کېږي چې تاسې نه غواړي ویې منی خو  هغه ته  نه ويل هم  سخت  درته ښکاري. په دې حالت کې د مقابل طرف د زړه ماتېدو،يا د‌مقابل طرف د منفي عکس العمل څخه ډارېږې او ځان دې ته مجبور ګڼې چې مقابل طرف ته هو ووایې او غوښتنه یې ومنې.

ددې په مقابل کې کله د مال ،وخت او حتی د شخصيت تعويض ورکوې او نتیجه یې يو لويه پېښماني وي.

لاندې د نه ويلي څو مهارتونو ته اشاره کوو

شايد د نه ويلو يو راز دا وي چې شخص د مقابل لوري د خوابدی نه وېره ولري او فکر وکړي چې د نه او منفي ځواب په صورت کې به ده ته نور ارزښت ورنه کړي،خو خبره سرچپه ده،څومره چې شخص اسانه قانع شي او زر هو ووايي هومره یې هڅې او مرستې نادیده او بې ارزښته ګڼل کېږي.

ددې لپاره بايد يو سرحد وټاکو چې کله نه غواړو يو کار وکړو نو وکولي شو چې نه ووايو داسې به زموږ مرسته هم ارزښت پيدا کړي له اضافي مزاحمت څخه به هم خلاص يو او خپل وخت به مو هم سم اداره کړي وي.

د نه ويلو لپاره بايد  داسې يو پلان جوړ کړو کې کومو کارونو؟ کومو خلکو؟ په کومو وختونو کې؟نه ووايو.

کله مو چې غوښتل يو غوښتنه رد کړي او نه ورته ووايي نو د فردي ځواب په ځاي اداري يا اصولي قوانين ورته مخکې کړي ،مثلا يو شخص مو موټر درنه غواړي نو تاسې ددې په ځاي چي ورته ووايی چې نه یې در کوم داسی ورته ويلي شی چې زما عادت دي چي خپل موټر هيچا ته هم نه سپارم که مو کوم کار وي نو زه به مو خپله خپل موټر کې تر کارځایه ورسوم.

ځینې وخت د دومره شله خلکو په مينځ کې راګير کېږی چې د نه ويلو لپاره هيڅ لار نه پيدا کوي،نو لنډ داسې فکر وکړي که اوس په دې حالت کې نه وي او راڅخه تنها دا غوښتنه شوې وي نو قبوله کړي به مې وه او آيا وروسته به نه پیښمانه کېدم؟

داسې هم کولی شی چی په داسی وخت کې د مقابل طرف نه د وخت غوښتنه وکړي د يو ساعت يو ورځې وخت ورنه وغواړي داسی به د فشار نه خلاص او په ارامي فکر وکړئ او سمې پرېکړې ته به نور هم نېږدې شی.

ځینې وخت وړو وړو څیزونو ته هو وايي او پايله دا شي چې دا واړه شيان يو ځاي شي نو ګوری به چې څومره زيات وخت يا مال او نور شيان مو ضايع کړي.

که هر څومره اسانه هو ووايي نو همدومره به نور خلک هم تاسې ته را مات شي ،تاسې پورې به موضوع هيڅ اړه نلري خو بيا به هم درنه پوښتنې او غوښتنې کوي.

نو هغه کارونو ته چې موږ پورې اړه نلري که پوهيږو هم بايد ځواب ‌ورنه کړو.

اوس کېدی شی وايي چې نور نو هغه کارونو ته چې زړه مې نه کېږي ويي کړم فورا د نه ځواب ورکوم،تاسې همدا اوس د يو غوښتنې سره چی زړه مو نه دي قبوله يي کړي مخ کیږی او عاجل ورته نه وايي خو ددې سره ورته تشریح ورکوي او سببونه ورته قطاروي دا په مقابل طرف کې داسې روحيه پيدا کوي چې ګواکې لږ نورې چنې ووهي  قانع کېږي نو داسې وخت کې سپين وايي چې نه غواړم دا کار وکړم او هيڅ سبب او تشريح مه ورته بيانوي.

دا په لومړيو کي ګران تمامیږي نو وروسته بيا عادت کېږی او‌ يو راحت نفس به واخلی،روح او بدن به مو سپک شي.

266 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2