Categories

اعلان

Loading…

ولې غیر انساني سیاستونه؟ | ليکوال نعمت الله صديقي

په بخښنې سره!! موږ د انساني ارزښتونو له مخې د سیاست پر ځینو خاصو تعریفونو ځکه ټینګار کوو، چې د انسانیت د ادرس ورکې ځورولي یو، دا ورکه همدغه وخت موندلای شو؛ خو چې د سیاست روح مو د انسانیت پر جوهر راوڅرخي، په سیاست کې د انسانیت جوهر زه همدا ګڼم چې ټولې هلې ځلې او ټول تمرکز د انسانیت د ښېګړو پر محور ولاړ وي، د مروجو سیاستونو روایتي چوکاټونه نور د زغملو نه دي، چې يا به د زور او یا به د زورورو پر خوا اوبه خیژي، انسانیت د انتهایي بحران او کشمکش پر بستر پروت دی، دا بحران او کشمکش د سیاست له هغې مورګې څخه راولاړ شوی دی، چې د انسان خپل عمل او اغیز پکې تر ټولو جوت دی، پر دې به وروسته خبرې وکړو؛ خو لومړی دا ګورو چې ولې موږ خپل سیاستونه غیر انساني کړي؟ ایا زموږ سیاسي برخلیک رښتیا هم په زولنو تړلی؟ او که نه موږ د شعور کمی دی؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په ټوله بې باکۍ به یې سره وایو، په نه ویلو یې تر اوسه هیڅ ګټه نه ده رارسولې!! لومړی پر بحران خبرې لرو، چې د غیر انساني سیاستونو علتونه یې هم بللای شو.

اول: بي علمي یا کم سوادي

موږ د انسان په توګه کله هم پر علمي بنسټونو عمل او کړنو ته په درنه سترګه نه دې لیدلي، علم د انسان د فکر او شعور هغه برخه بېداروي، چې د انسان د ګټې او زیان درک پرې هم کېدلای شي، موږ معمولا د ګټې پر ځای د زیان خوا ته ډېره متمایله یو، د خلکو د ټيټ شعور د پریکړو او قضاوتونو لامل همدا د بې علمۍ علت دی، چې د سیاست بنیادونه یې په اومو سیاستوالو او سیاستونو اېښي دي، دا اومه سیاستوال او سیاست هم داسې څه دی، چې د ښونځیو او تعلیمي موسسو د فکر، قلم او کتاب له اړخه نه پخپله څه وو او نه یې نورو ته پر دې ارزښت فوقیت ورکړ، پایله یې دا شوه، چې موږ اوس هم د فکري او علمي سیاستوالو پر ځای د قومي او سیمیزو انډولونو پر جوړښت د ولاړ سیاست او سیاستوالو رحم و کرم ته پاتې یو؛ برعکس هغه خلک چې عمل او کړنې یې پر علمي بنسټ ولاړې وي، د خورا سترو انساني سیاستونو او اهدافو پالونکي وي، دوی د انسان او ټولنې د خیر او شر په ګټه او زیان خبر وي، دوی ته د ګټې او زیان ارزښت معلوم وي،زموږ د څلویښت کلن سیاست تر ټولو بدترینه اراده او تقدیر همدا دی چې د سیاست په بنیاد کې یې انسان ورته ارزښت نه دی لرلی او انسان پکې محو دی، د انساني تلف نور علتونه به هم وي؛ خو دا علت یې زموږ د غیر انساني سیاست بارز علت دی، دغه علت ته که په ژوره سړی وګوري او زموږ د شته انساني سیاست په شعور یې اندازه کړي چې موږ د انساني سیاست په کومه حوزه کې یو؛ نو اټکل دا دی چې موږ تر اوسه په سیاست کې انسان نه پیژنو. 

دویم: جګړه

جګړه یا جګړییز حالات هغه دي، چې افغان انسان یې د خپلو ټولو ستونزو مورینه بللای شي، مګر د مور مشابهت دلته د رېښې په معنا نه دی، بلکې د جګړې د بنیاد او نقش په توګه یې یادوو، جګړې زموږ انسان دومره نه دی وژلی، څومره چې یې دا ژوندی انسان راوژلی، زموږ عاطفه، احساس او حواس هر ورځ وژل کیږي؛ بلکې جګړو زموږ د ژوندیو عاطفې او حواس راوژلي دي، وژنه همغه ده چې د خلکو جسدونه خاورو ته لاړ شي؛ مګر دا په څه ونوموو؟ چې ژوندي یو؛ خو پر یو او بل مو ژوند نه دی پیرزو!! او د خپلمنځي وژنو مورچې مو ودانې کړي دي، رحم، حوصله او هوساینه مو د ژوند د مرغۍ پۍ دي یا د مار پښه ده، قهر، غضب او افراطیت مو هغه لومیتوب دی، چې د همدې جګړو اور او لمبو ته یې بقا ورکړې، دا هغه ماحول دی چې د افغان انسان د سیاست انساني ساحه یې تر هغې کچې دایره کړې چې نور هر څه به پکې وي؛ مګر انساني ارزښتونه او ترحم پکې د مرغۍ پۍ دي، زموږ سیاستونه هغه وخت لا پسې غیر انساني شول، کله چې مو د ملي سیاستونو په منځ کې د مذهب په نوم جګړه په سیاست کې داخل کړه، دا جګړه که څه هم په افغانستان کې د خپلمنځي ټکرونو له مخې کوم شالید نلري او نه یې خپلمنځي بللای شو؛ ولې د مذهب او عقایدو په نامه چې ګوندې په خطر کې دي، بېخي د نورو په لاس پر اور د تېلو مترادف عمل و، زه سیاست او عقاید بېل هم نه ګڼم؛ خو چې نور پرې ونه ګواښو، عقاید او مذهبونه د ریاست د خلکو ارزښت وي، هر چېرې چې د ارزښتونو استحصال (تروړنه) کېږي، دا ټکرونه رامنځته کېدلای شي، موږ همدا اوس لنډ تېر د روس او امریکا اقتصادي جګړو ته د مذهب نوم ورکړی و او د نورو په جګړو کې مو خپل انسان ته اورونه نیولي وو، دلته هر چا د مذهب په نوم خپل غازیتوب او شهادوته رارسول، موږ باید ویلې وای چې دلته د هر ډول وژنې قرباني انسان دی، هر څه دې وي؛ خو انسانیت دې محفوظ وي، موږ نه انسانیت ژغورلی او نه مو هم د انسانیت په خوا کې غږ پورته کړی.

درېيم: ژبنی او قومي تبعیض

درېيم علت يې د دوامداره کړکیچ علت بللی شو، چې له مله يې انسانیت راښکلی کېږي، هيڅ قوم او ژبه په ذات کې پر نورو اولیت او غوره توب نه لري؛ مګر هغه وخت پر نورو برلاسی مومي، چې د ګټې وړ څه خاص موارد رامنځته کړي، دا موارد داسې نه وي چې پر بل د غلبې تصور په کې وي؛ بلکې د ټيټو یا وروسته ژبو د علمي او فرهنګي فقر له امله يې ژبه د نورو تر اغېز لاندې راځي.

ژبه که په ذات کې د پوهاوي(تفاهم) پرته نورې ښېګړې لري، هغه يې ضمني دي، مګر له دې ځایه پوهېږو چې هيڅ ژبه نامقدسه نه ده، ژبنۍ جګړې د ژبې د ذات جګړې نه دي، هغه چې کوم اختلافي بحثونه د ژبپوهنې په رڼا کې ترسره کېږي، هیڅکله یې جګړې نه شو بللای، د ژبو تر منځ د خلکو جګړې دوه حالته لري، یو یې په کور دننه وي او بل یې له کوره بهر وي، د کور دننه ژبنۍ جګړې د کور د تباهۍ په مصداق دي او هر هغه څوک چې په کور دننه پرته له استحصال (حق تروړنې) ژبنیو جګړو ته لمن وهي، ګواکې کور ورانوي او هغه جګړې چې له کوره بهر وي، دفاعي حالت یې دا دی، چې د خپلې علمي غنا له مخې خپله ژبه غني کړای شي، زموږ مسله دا ده چې د ملي ارادې بر عکس په کور دننه د ژبو جګړه خو لا څه کوې چې د سیمیزو لهجو جګړه یې هغه څه دي، چې ملت پخپله تبا کولای شي.

په یو ملت کې د قومونو یا توکمونو شتون د اتصال کړۍ وي، هغه ملت به هیڅکله د روغې ورځې خاوند نشي، چې د قومي تربګنۍ روحیې پکې د پاللو وړ وي، اصلا د قوم او توکم جګړه د ملت ماتونې جګړه ده، دا جګړه چې انسانیت محو کوي، زموږ د جغرافیې په مقطع کې یې کم نصیبي ځکه ګڼلای شو، چې قوم پالنې او توکم پالنې پکې رواني اړخ پیدا کړی دی، کنه هیڅکله به په تاریخ کې زموږ انسان د قوم او ژبې په نامه د جګړې په لفظ نه وي متهم.

اوس چې د نشنلېزم (ملتپالنې) تعریف په ګډه جغرافیه کې د منلو نه دی، هغه خلک چې د قوم او ژبې په نامه سیاستونه کوي، اصلا د دوی مقاصد محدود دي او د انسانیت ارزښت او قیمت نه دی ورمعلوم، کنه په اوسني سیاست کې خو دا ټيټ او غیر انساني سیاست کول د شرم وړ عمل دی.

پایله

پورته درې ذکر شوي علتونه هغه دي، چې موږ یې د غیر انساني سیاستونو په لړ کې په کلي ډول یادونه وکړه، اصلا همدا علتونه دي، چې د نورو ډېرو مسلو په باب هم د یادولو وړ دي؛ نو ځکه یې يادونه په شدت او تکرار سره پکار ده، علم دښمني له انسان دښمنۍ څخه سرچینه اخلي، کله چې په خلکو  او اولسونو کې انسان ورک شي؛ نو طبعي خبره ده، چې بدیل یې غیر انسانیت نیسي، بې علمي، جګړه او تبعیض زموږ د خلکو او هېواد د سیاست هغه ورکه ده، چې سیاست یې غیر انساني کړی دی.

د دې لپاره چې سیاست ته انسان او انساني ارزښت او درنښت رادننه کړو، باید په عام ډول له تعلیمي موسسو ( نصاب او ښونځي ) مذهبي ادارې ( جومات او مدرسې ) څخه لومړی د انسان درس او تدریس وغواړو، یعنې د تعلیم او مذهب جوړونې اساسات باید انسانیت ونوموو.

جګړه چې هر ډول وي ممانعت یې پکار دی، یوازې د جګړې د روحیې د وژلو لپاره جګړه پکار ده،؛ خو دا جګړه چې هر ډول وي؛ مګر انساني زیان دې نلري، جګړې دې ټولې نابودې وبلل شي، د جګړې ضد اوزارو ته وده ورکول او د سولې او هوساینې ښونځیو او د منظمو هلو ځلو ترڅنګ دې د ریاست لخوا مهمه ستراتیژي اعلان شي.

قومي او او ژبني تبعیض چې د هر چا لخوا وي، د یو ملي محوره ارادې له مخې دې په عام ډول نه یوازې پخپلو کې کرکه ترې وشي؛ بلکې پر خاصو همغږیو دې قومونه او اولسونه په دې اړه ناستې وکړي او هر هغه څوک چې د قوم او ژبې په نامه سیاست کوي، د ملت ماتونې په جرم دې یې له ځانه وشړي.

زه باور لرم که چیرې مو د پورته عواملو په اړه د نیم په نیمه مسوولیت اراده هم وښودله، نه یوازې سیاستونه مو پر انساني جامه پسوللای شو؛ بلکې د سلو زرو نورو ستونزو او بدمرغیو مخه هم پرې نیولی شو، ځکه دلته د سیاستونو محراق انسان او انسانیت نوموول کېږي.

هو! د افغان انسان د نجات لاره انساني سیاست

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *