Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې جګړه نه شي کولی

تاند- د پاکستان دفاع وزیر وايي، د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې له چا سره جګړه نه شي کولی.

د پاکستان دفاع وزیر انجنیر خرم دستګیر دا خبره پرون /شنبه/ د خپل هیواد یوه خصوصي تلویزیوني چاینل ته وکړه.

تر دې وړاندې په ځلونو پاکستاني چارواکو د افغان طالبانو د پناهځایونو د ویجاړولو د غوښتنې په ځواب کې ویلي چې په خپله خاوره کې له افغان طالبانو سره جنګ نه کوي ځکه چې د افغانستان جګړه به د پاکستان خاورې ته وغځېږي.

د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې په خپله خاوره کې یې د تروریستانو ټولې شبکې له منځه وړي او دا تصور سم نه دی چې لا هم په پاکستان کې د تروریستانو خوندي پناهځایونه شته.

دستیګر زیاته کړه، پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو ته په زغرده ویلي چې له ترور سره جګړه دې د افغانستان په خاوره کې وکړي، نه په پاکستان کې ځکه چې «موږ په خپله خاوره کې د ترور عوامل له منځه وړي دي.»

ده همداراز وویل، د افغانستان د خاورې لویه برخه د حکومت له کنټروله وتلې نو پکار ده چې د افغانستان حکومت په خپله د تروریزم پر ضد جګړه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او که افغانستان د پاکستان په خاوره کې د سختدریځو د موجودیت او د پناهځایونو په اړه معلومات لري، له پاکستان سره دې یې شریک کړي؛ پاکستان به یې پر ضد اقدام وکړي.

د افغانستان حکومت په ځلونو ویلي چې پخوا یې له پاکستان سره دا ډول معلومات شریک کړي خو پاکستان هیڅ اقدام نه دی کړی.

540 total views, 1 views today

3 comments

  1. ببرک Reply

    بیناموسه!ا په خپله خاوره کی تروریست ساتلی شی چی افغانستان ته یی ولیږی او د کفر عملونه تر سره کړی!ا زما له لوی خدای دا غوښتنه ده چی پاکستان د امریکا تر سینی لاند شی اوخدای دی پاکستانه لمبه کړه.امین یا ربالعالمین

  2. سلیم Reply

    وزیر ریښتیا وایي، دا خو یوازې موږ یوو چې د هر پردی لپاره د خپلو خلکو او وطن سره جنګېدلی شوو او هغوی لپاره ان خپل ورور هم وژلی شوو مال یې لوټلی شوو او… دا ده نیمه پیړۍ شوه چې همدا مو کیسب ګرځېدلی، ډوډۍ ترې خورو

  3. Dr.Atal Reply

    د مولانا فضل الرحمان څخه دی دا وزیرصاحب پوښتنه وکړی چی ( یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم ) مفهوم څه دی او مراد څوک دی؟
    خو دا خاصیت د منافق دی چی په خوله یی یو څه او زړه یی بل څه وی.
    مګر دا سوالونه مطرح کیږی :
    آیا د پاکستان نظامی حکام بی له شر اچونی ، دګاوڼډی سره خیانت، دتکنالوجی غیر انسانی کارونه، درذایلو رشد نه بغیر نور کوم انسانی کار لری ؟
    له هر څه سره لوبی ، له ملا او دین سره هم لوبی؟
    اللهم لا تزد الظالمین الا تبارا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2