Categories
TwitterFacebookPinterestGoogle+

اعلان

Loading…

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

د امریکا سفارت: د افغان مذاکراتي پلاوي کلک ملاتړ کوو

تاند، پنجشنبه، د حمل ۱۴مه: په افغانستان کې د امریکا د سفارت سرپرست راس ویلسن وايي، د افغان دولت له مذاکراتي پلاوي څخه په کلکه ملاتړ کوي. راس ویلسن نن پنجشنبه په یو ټویټ کې ویلي، پر یووالي، چمتووالي، مؤثریت او…

02 Apr 2020 خبرونه م. عاصم خوږیاڼی No comments

Read more

امریکا د افغانستان هوايي ځواک ته ۷ ترانسپورتي الوتکې اخلي

تاند- د امریکا دفاع وزارت د دغه هیواد له (اورینټل اي ټي کې) کمپنۍ څخه د افغانستان د هوايي ځواک لپاره ۷ (AC-208) ترانسپورتي الوتکې اخلي.

د افغانستان هوايي ځواک، چې حاضردمه یوازې څو ترانسپورتي الوتکې لري، د ترانسپورتي الوتکو د کموالي له کبله د لوژیستیکي عملیاتو په برخه کې زیاتې ستونزې لري.

د امریکا له لوري پېرل کېدونکې ۷ نوي الوتکې زیاتې پرمختللې او مدرنې دي.

ویل شوي چې په دغو الوتکو کې وسله هم نصب کېدای شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پخوا ویلي و چې د هیواد هوايي ځواک به تر ۲۰۲۰ م کال پورې په بشپړ ډول مجهز شي.

ټاکل شوې ده چې امریکا افغان هوايي ځواک ته ۱۵۹ بلک هاوک هیلي کوپترونه او یو شمېر نورې جنګي الوتکې ورکړي.

امریکا د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د کال ۴ ملیارد ډالره بودجه په پام کې نیولې ده.

حاضردمه د افغانستان هوايي ځواک ۱۲۰ الوتکې لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *