Categories

اعلان

Loading…

پاکستان وايي، پر دیورند کرښه یې ۱۵۰ کیلومتره ازغن سیم غځولی

تاند- پاکستان وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې یې د ډیورند کرښې په اوږدو کې ۱۵۰ کیلومتره ازغن سیم نصب کړی دی.

د پاکستان پوځ وايي، اوس هغه وخت راغلی چې افغانستان او امریکا پر پاکستان د تور لګولو پر ځای خپل مسوولیت ادا کړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې پرون /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې د دغه هیواد پوځ په تېرو شپږ میاشتو کې له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې په حساسو برخو کې ۱۵۰ کیلومتره ازغن سیم تېر کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښه شاوخوا دوه زره څلور سوه دېرش کیلو متره اوږدوالی لري.

د پاکستاني رسنیو پر اساس ازغن سیم په هغو سیمو کې تېر شوی چې د پاکستاني پوځ په وینا د خلکو تک راتګ پکې ډېر و.

افغانستان د پاکستان له لوري د دیورند کرښې په اوږدو کې په یو اړخیز ډول د کټارو او ازغن سیم له درولو سره مخالفت کړی دی.

د پاکستان د پوځ  ۱۲ زره سرتېري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په ۱۴ سیمو کې د ازغن سیم د تېرولو په کار بوخت دي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه د خپل هیواد د پوځي سرچینو په قول وايي چې پوځ د افغانستان په پوله کې ۴۴۳ پوستې او کلاوې جوړوي چې له دې منځه تراوسه ۱۵۰ جوړې شوي دي.

284 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *