Categories

اعلان

Loading…

د غربت، شړنې او له هيواده ليرې شويو هستونې او ادبيات

دويمه برخه:

بې هيواده  او بې مړستونه ليکوال او شاعر  

ادوارد سعيد وايي: د غربت اوکډوالۍ، سرگردانۍ اوبې برخليکۍ  په باب فکر کول ډېر په زړه پورې دي خو تجربه کول يې ډېر دردوونکي دي. سرگرداني او د هيواد پريښودنه د انسان او د هغه دټاټوبي تر منځ يا د انسان او د هغه د کور او جونگړې تر منځ داسې يو درز يا واټن دى چې په اسانۍ نه ډکيږي. د پرديسۍ او بې وطنۍ غم دومره دردوونکى دى چې هيڅ له منځه نه ځي. سره  له  دې چې په ادبياتو او تاريخ کې او په رومانتيکو ؛ قهرمانانه له وياړه ډک او کله ناکله په ډيرو  برياليو پيښو کې د کډوال اوبې وطنو په باره کې له داسې روايتونو سره مخامخ کيږو ؛خو دا ټول هغه څه نه دي خو   دسرگردانه او بې وطنو کسانو هڅې دادي چې  دغربت يادوني هيرې  اوله ياده يې وباسي. د غمونو په وړاندې دبى وطنۍ اوپرديسۍ لاس ته راوړنې  دهر هغه څه چې دتل له پاره تللى اوس يې  رنگ اوبوى هم نه دى پاتې.

دلويديخ فرهنگ ډيره زياته برخه دکډوال يا مهاجرو اوپناه غوښتونکو لاس ته راوړنه ده. هغه څه چې نن په امريکا کې دهنر ،تفکر او يا پوهنتون بلل کيږي دکډوالو اوپناه غوښتونکو برکت دى. هماغه چې دفاشيزم ؛ استبداد نه تښتيدلي وو.  دا دهماغه خپه  اوترهيدلو کسانو لاس ته راوړنه ده.

دلويديځ په ادبياتو باندي يو مشهور منتقد  په ادبياتو کې يو ځانگړي ژانر ته اشاره کوي. چې دې عنصر ته له ټاټوبي يا وطنه ليرى  هست  شوې  ادبيات وايي. دا دبې وطنو او کډوالو له خوا هست شوي دي. هغه دپناه غوښتونکو دوران انځوروي . هغه وايي::

((دې کې شک نشته چې په وحشي تمدن کې چې بې شميره  بې کورۍ او پرديسۍ زيږوي د هنري اثارو هستوونکي ، شاعران دي چې بې کوره  اوسرگردانه داي . په ژبه نه پوهيږي. له چاپيريال سره نابلده ؛تښتيدلي نوستالژيک اوپه قصدي توگه عجيب وغريب وي.))

جيمز جويس چې ترمخه مو ورته يادونه وکړه  ډير ښه مثال دى . هغه له ايرلينده ولاړ  خو په اثارو کې يې په  ډېره سختۍ سره کولي شو د هغه د پلرني ټاټوبي له انعکاس نه سترگي پټې کړو . هغه په ۱۸۸۲ کال کې دوبلين ته نږدې دونيا ته راغى  مور يې مهربانه اوپر هيزگاره ميرمن وه. خو پلار يې عياش سړى و.

دهغه ميرمن ليکي : (( زه نه پوهيږم زما ميړه نابغه و  اوکه نه ، خو يو شى  په ډاډ سره ويلي شم چې دهغه په څير بل کس نه پيدا کيږي ـ )) جيمز جويس ته يو شى روښانه و : کاتوليک کليسا دبشريت دوښمنه ده ـ په خپل اثر اوليس کې په زغرده وايي : (( پاپ دې جهنم ته ولاړ شي ! ))

دويمي نړيوالي جگړې جويس لالهانده اوسر گردانه کړ او د معني د پيدا کولو له پاره دهغه دنهيلۍ ډکه هڅه له هر څه زياته ناکامه وه. کله چې  د هتلر عسکر پاريس ته تلل (ددسامبر۱۹۳۹ )) دجويس ترهيدلي کورنۍ  سن-ژوان -لو-پوى  ته وتښتيده .

اوکله چې فرانسه نازيانو ته تسليمه شوه هغه زوريخ ته وتښتيده. زوريخ کې چې خپلې ټولې هيلې يې  له لاسه ورکړې وې په ۱۹۴۱ کال کې روغتون ته وليږدول شو.

دبى وطنۍ  اوپرديسۍ  شعرونه يوڅه دي ، خو دسر گردانه اوبې ټاتوبي اواره شاعر ليدنه داسې څه دي چې هغه دبې ټاټوبۍ ښه اوبد هر څه څښلي دي ، ادوارد سعيد دپاکستاني شاعر فيض احمد فيض په اړوند ليکي: :  

يو څه وخت مې د اردو ژبي دمشهور شاعر فيض احمد فيض سره تير کړل. هغه دپاکستان دپوځي حاکم ضيا له خوا شړل شوى اوپه بيروت کې اوسيده. دهغه نيږدې دوستان فلسطينيان وو خو دا څرگنده وه چې ديو ډول روحي پيوند سر بيره هيڅ يو شى ، نه ژبه ، اونه دشعر انگيزي اودژوند داستان يې يو بل ته ورته وو ـ يو وار چې ما اقبال احمد چې دفيض احمد فيض  دوست و او هغه هم کډوال و،  بيروت ته را غلي و . موږ درې واړه دبيروت په يوه کافي کې ناست  وو .اقبال احمد دکډوالۍ له ستونزې سخت درديده.  فيض خپل شعرونه ولوستل خو لږه شيبه وروسته اقبال احمد زما له خاطره شعر ويل بس کړل خو  کوم څه چې ما وليدل ژباړې ته يې اړتيا نه وه ، هيواد ته دبيرته ستنيدو لوبه وه  . دسرغړاوي اوماتې په ژبه يې ضيا ءالحق ته ويل

(( ضياء موږ دلته يو )) اوهغه چې هلته وو ضيا ءالحق و.خو ديکتاتور د هغو مستانه اواز نه اوريده .

رشيد حسين فلسطيني و. دبياليک (   Bialek)  چي يو ستر شاعر دى ـ شعرونه يې ورته له عبري نه په عربي را اړولي و. له ۱۹۴۸ کلونو را په دې خوا يې دشاعر دکلام وضاحت اوفصاحت   دژبې په  اوراد و بدل کړل. په لومړي سر کې يې په تل ابيب کې ژوند کاوه او عربي ورځپاڼو ته يې څه ليکل کول. هغه دناصر(جمال عبدالناصر دناپييلتوب دغورځنگ مشهور سرلارى ) له ټينگو پلويانو وو خو دعرب اويهودي ليکوالو ترمنځ يې ديالوگ جوړ کړ. لږ وخت وروسته په تنگ شو نيويارک ته ولاړ ،له يوې يهودي سره يې واده وکړ  اوپه ملگرو ملتونو  کې يې کار پيل کړ ـ

په ۱۹۷۲ کال کې عربې هيوادونو ته ولاړ خو څو مياشتې وروسته بيا امريکا ته ولاړ په سورېه اولبنان کې يې ځان پردى احساس کړى و. يوازې نيويارک يې زړه نه و نيولي.

ژوند يې ورو  ورو ويجاړيده ؛ يو ه شپه مست و.  سگرت يې په لاس کې و. خوب وړى و. کوټى يې اور واخيست . اور کوچنۍ المارۍ ته رسېدلى  و. هلته درشيد حسين ثبت شوى شعرونه اودبيلابيلو شاعرانو شعرونه وو ـ زهرې گازونو خپه کړى   اوبيا يې جسد  ورته  په اسرايلو کې خارو ته وسپاره . ((۴۴))

دکډوالۍ اوپرديسۍ په گډوډ اوله ياس اوناميندۍ نه ډک حالت کې دهويت اونه هويت مساله ډېره څرگنده ځليږي. محمود درويش فلسطيني شاعر  يو له هغو کسانو څخه دى چې په غزل کې يې دخوارۍ او در په در کيدو يا لالهاندۍ کيسه چې بيرته به جونگړې ته ورستون شي اوکه نه ؟ حماسي بڼه خپلوي. د درويش په شعر کې بې کوري اوبې سر پناهي ځليږي وايي:

زه

زه اواره يم ،

ما پر خپلو سترگو مهر کړه،

هر چيرې چې ياست ما له ځانه سره يوسه، زما ټوله هستي يوسه،

ماته مې دخپلو بارخوگانو رنگ بيرته را که ،

اوزما دتن اووجود تودوخه

ماته مې دزړه اوسترگو ليد را که ،

خوښي اود ډوډۍ تريووالى

زما دمورني وطن د  ـ ـ ـ ـ دخاورو خوند،

او ،په خپلو سترگو کې ځاى را که ؛

دجونگړې دغم ياد مې نور له ځانه سره يوسه

دغميزې دشعر دليکو په څير يې نور له ځانه سره يوسه، .

دلوبو دتوکي اوډبرې په توگه يې له کوره له ځانه سره يوسه ،

چې : ماشومان مو له ياده ونه باسي ،

چې بيا بايد جونگړې ته بيرته راستانه شي،

يانکو گورال دشرقي اروپا يو کليوال وـ غوښتل يې امريکا ته ولاړ شي ؛ بيړۍ يې دانگلستان له سواحلو نه دتيريدو پر مهال له کمره سره ټکر وکړ. دايمي فاستر په خپل ناول کې د دې کليوال کيسه ليکي :

(( په رښتيا ډيره ستونزمنه ده  چې سړى ځان دځمکې په  يوه نامالومه څنډه کې  داسې احساس کړي چې حيران وي ،بې وسه وي ، اوبې وزلي وي. نو پرته له دې چې څوک وپوهيږي چې هغه له کومه راغلى دى. فکر نه کوم چې دماتې بيړۍ دټولو ماجرا غوښتونکو په منځ کې  دنړۍ له ډېرو وحشي سيمو دلته را ټول شوي وو  د دغه انسان چې زه پرې خبري کوم دهغه په څېر بد مرغه وو. دا له سمندر ونو را شړل شوي ډير بې گناه ماجرا غوښتونکي ـ ـ ـ ـ ـ)) ۵۰

ولاديمير ناباکوف

ناباکوف ديو بډاى سړي ځوي و. پلار يې ډېري ځمکې اوشته مني درلوده . په ۱۹۱۴ کال کې داکتوبر له انقلاب څخه يو کال  ترمخه يې پلار ومړ . خو د اکتوبر د انقلاب د بري په اثر ياد ليکوال   پلار له مال ،جايداد نه گټه وانه اخيسته . انقلابيونو دناباکوف دکورنۍ جايداد ضبط کړ . هغه کډوالۍ  اوپرديسۍ ته اړ شو  اروپا ته ولاړ . ناباکوف په دى اړوند ليکي :

هغه کډوال چې له سرو ( بلشويکانو ) کرکه لري ـ  ـ ـ  ځکه چې شته اوجايداد يې ورته غضب کړى دى نو له سپکاوي پرته بل څه احساسوي ؟ دپرديسۍ اوبې وطنۍ غم  چې په ټولو کلونو کې يې په ژوره توگه زه بوخت ساتلي وم . داسې احساس و  لکه يو ماشوم چې مې له لاسه ورکړى وي.  نه پيسى اونه بل څه )) دناباکوف کورنۍ دکريميي له لارې وتښتيده  ؛ترکيي ته ولاړه اوله هغه ځايه لندن ته ورسيده  ؛ بيا په برلين کې ميشت شو.  دناباکوف پلار چې کله له روسي را وتلې و يوه ورځپاڼه يې خپروله  اوپه ۱۹۲۲ کال کې په همدې سبب په يوه غونډه کې ترور اوووژل شو.

اگوستينو نتو  دسپتامبر په ۱۷ نيټه په ۱۹۲۲ كال كې دكاكزيكا ن په كلي كې چې دلوندا په شپيته كيلو مترې كې موقعيت لري زيږدلي پلار يې پروتستان كشييش و· دی خپله ډاكټر اوشاعر و · په ځوانۍ كې دملي فرهنگ دغورځنگ سره يو ځای شو · په پرتگال كې يې زده كړه وكړه · كله چې په ۱۹۵۱ كال كې بندي شو· مشهورو شخصيتونو لكه ژان پل سارتر ، لويي اراگون،  سيميون دوبووار، نيكو لا گيلن،  ديه گوريو يراو اونورو دهغه دخلاصون اوازادی له پاره لاسليكونه راټول كړل.

دشاعر شعرونه دتورپوستو درنځونو عكاسي كوي

له بيگاره تيښته !

څېره دروح تصوير دې

په رنځونو يې را نغاړي  ،

هغه وخت  چې انسان ژاړي ،

په وير جن شانته ماښام كې ،

((مانويل )) درومي

دهغه مينه

د((سايو تمه)) په لوری درومي

دسيند آخواته  

ترڅه وخته !

په يو ډېر ليرې افق كې

په ځغستلو ځان ډوبوی

لمر اوبيړۍ

سمندر ،

توريږي او وركيږي

آسمان ځمكه توروي ،اوروح ميرمنه ،

هيڅ رڼا دلته كې نشته

ستورو  هم څه درك نشته  چې دميرمنې روح ته

روښنايي وركړي  ،

تورتم

اويوازې تورتم ،

هغه په يو شعر کې دکډوالۍ مفهوم داسې تفسيروي :

دكډوال دكليمې مانا

موږ ته چې كډوال وايي ،خو بې ځايه يې وايي ،

دكليمي مانا داده چې چا ((غربت)) غوره كړی وي

خو موږ!

په خپله خوښه

خپل ټاتوبې نه دی پرې ايښی

داسې چې په پوره اختيار يو بل ځای غوره كړو ،

موږ

له خپل هيواده لاس پر سر نه يو ،

چې پر بل ځای كې كډې واړوو

نه ! هيڅكله نه !

موږ راتښتېدلي يو، موږ يې را شړلي يو، موږ يې را ايستلي يو،

اوهغه هيواد چې موږ ته يې ځای راكړی زموږ دهوساينې ځای نه بلكې دراشړلو ځای دی ·

خو ! اوس مو حال دادی، تل په  انديښنو كې اوله خپلو پولو په واټن كې ،

دلته دستنيدو ورځې ته تم يو· له هغه لورې ډېر كوچنی

آواز ته غوږ غوږ يو !

دپولو له هاغې خوا څاروونكي ،په چټكۍ له هر نوي راتلونكي نه پوښتنه ،هيڅ څه يې نه دي هيركړي ،تسليم نه شول ، دهيڅ چا اعمال يې ،

ونه بخښل ،

اوپر هيڅ چا يې يو ويښته تار قدرې رحم هم ونه كړ ·

اه ! زموږ دگناه سكوت موږ نه دوكه كوي ·

هغه چيغې چې له زندانونو نه را پورته كيږي  ،همدلته مو غوږونو ته راځي ·

موږ خپله ،

دداسې جناياتو شور اوپكړ ته ورته يو چې وې كړای شول له پولو تېر شي ،

زموږ هيڅ يو به

دلته پاتي نه شي  

وروستۍ خبره

لا تر اوسه نه ده ويل شوې ·

برتولت برښت او له هيواده لرې والى :

کله چې د دويمې نړيوالې جگړې ناورين دځمکې دکرې له پاسه په تېره په اروپا کې پلن او وغځېد.کله چې  جنگ د هر انسان سترگې له اوښکوډکې کړې، ليکوال، شاعر، اديب او د قلم خاوند هم خپله وسله راپورته کړه. د هغه وسله يعنې قلم. 

برښت چې کله له المان څخه بهر او مهاجر کيږي ،داسې مهال دی چې په نړۍ کې يو ستر بدلون راځي. برښت دخپل هجرت په پيل کې د((گاليله ژوند )) اثر کې لاس وهي اود نندارې له پاره يې چمتو کوي . په دانمارک کې دڅو فيزيک پوهانو سره دبطليموسي هيات په اړوند خبرې کوي او هغوۍ ورسره مرسته کوي.خو کله چې دانمارک هم دهټلر له خوا اشغاليږي برښت امريکا ته تښتي.هلته چارلز لاوتون ددغه اثر انگريزي متن سموي. دواړه په دې کار بوختيږي چې په دغه وخت کې د دوران يوه ستره ويره اوډار دونيا لړزوي  اوپه هيروشيما اتمي بمب کارول کيږي.  له دغه شيبې وروسته دگاليله توبه اوجوړ جاړی دهغه په نظر بله مانا پيدا کوي. د ننداري په مخکينۍ بڼه کې (له هيروشيما نه تر مخه ) برښت د کليسا  په وړاندې د گاليله توبه اوتسليميدل ناروا خو عاقلانه عمل بولي . دا ځکه چې لوی اوبې مثاله عالم ته يې دا امکان ورکاوه چې ځان وساتي اونور پاتې ژوند دعلمي څيړنو له پاره وقف کړي. خو د هيرو شيما ډاروونکی اور هرڅه سيزي او د پوهانو په څيړنو اومسووليت باندې اغيزه کوي. خبره همدلته ده چې هرهغه  علمي پرمختگ چې دانسان اوږي له باره سپکې نه کړي نو څه په درد خوري ؟

***

گاليله دماتې په ډېرو دردوونکو شيبو کې دقهرمان جوړولو دود ماتوي. يو قهر جن زده کوونکي ورته وايي :

(( بدبخته ملت چې قهرمان نه لري .)) خو گاليله ورته په ځواب کې وايي:

(( بدبخته ملت چې قهرمان ته اړتيا لري. )) همدا خبره ده چې که يو ملت دومره بدمرغه  اوذليل  نه وي نو قهرمان ته څه اړتيا لري ؟ خو اصلا دناجي دظهور خوب دانسانانو  دکمزورۍ نښه ده .  

(( بدبخته ملت چې قهرمان ته اړتيا لري )) عبارت په دوه مانا وو تفسير اوتعبير كيږي · يو داچې خلك او اولسونه دستم اوكړاو بار په اوږو وړي اويو ناجي ته سترگې په لار دی چې يو داسې قهرمان پيدا شي چې دوي له عذاب نه وژغوري نو دوی بدبخته دي · له دی نه بله بدمرغي نشته چې انسان په خپل قوت اوامكاناتو باندې حساب ونه كړي او د داسې موجود ظهور ته منتظر وي چې هغه له دوی برترې ولري · بله داچې هغه ملت چې قهرمان يا ناجي ته اړ دی بدمرغه دی · كه داسې نه وې نو په عادلانه اونيكمرغه ټولنه كې قهرمان ته څه اړتيا ده  له لويو انسانانو نه دسترو فضيلتونو هيله كول د دې مانا لري چې فساد موجود دی او وده نه كيږي · په يوه ښه اونيكمرغه ټولنه كې دمنځنيو استعدادونو دلرونكو انسانانو  ښه خصلتونه كفايت كوي.

برښت وايي :

))زه برتولت برښت له تورو ځنگلونو راځم ،مورمې كله چې ما دهغې په تن كې ځای درلود ،ښارونو ته راغله ; خو دتورو ځنگلونو ساړه به دمرگ تر ورځې پورې زما په تن كې كې پاتي وي. ))

برښت چې دژان پل سارتر په قول يو ستر معاصر ننداره ليكوونكی اوشاعر و، داسې شاعراوليكوال چې داروپا تياتر يې تر اغيز لاندې راووست· داسې نوښتونو چې د تياتر هنر يې بدل كړ او دليكوال ،هنرمند اوليدونكي پر مخ يې نوې لارې يې پرانيستې))

دبرښت يو شعر دی

رښتيا چې يو تور اوتورتم دوران كې ژوند كوو: ·

كليمات بې گناه اوبې عقل بريښي

ورين تندی ،دبې حسۍ نښه ده · هغوۍ چې خاندي ،تر اوسه يې لا ډاروونكی خبر نه دی اوريدلی

څه دوران دی !

چې دونو په باب خبرې كول،

تقريبا يو جنايت دی

ځكه دا ډول خبرې

دبې شميره وحشتونو په وړاندې خوله تړل دي))  

م،اکبر کرگر ·

86 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *