Categories

اعلان

Loading…

دا ځل سوله په رښتیا راروانه ده! | محمد شفیع تلاش

په کابل کې مې د افغانستان د ټولو ولایتونو د پنځه سوه علماوو په لویه غونډه کې د ډاکتر محمد اکرم خپلواک خبرې اورېدې. ده وویل چې حکومت تیار دی چې د تور لست او بندیانو له موضوع رانیولې د خارجي عسکرو د وتلو تر موضوع پورې په هره موضوع له طالبانو سره خبرې وکړي او ستونزو ته حل لارې ولټوي.

 دې خبرو یو ځل بیا دې پایلې ته ورسولم چې سولې ته واقعا نژدې شوې یو.

 د افغانستان حکومت به یو وخت ویل چې پاکستان باید طالبان د سولې خبرو ته کېنوي. دا خبره ما ته ښه نه ښکارېده، ځکه نه طالبان دا مني چې د پاکستان کسان ښکاره شي او نه پاکستان دې ته تیار دی چې طالبان د ځان خلک وګڼي. خو اوس د افغانستان حکومت وایي چې موږ له پاکستان سره خپل جنجال لرو او له طالبانو سره خپل. له پاکستان سره به په حکومتي کچه ستونزې اواروو او له طالبانو سره به د سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات کوو. د حکومت د دې دریځ ګټه دا ده چې طالبانو ته دا مشکل نه پاتیږي چې ګویا دوی د پاکستان یا بل چا په خوله سوله غواړي.

  د طالبانو له نظره د سولې په لاره کې هم تخنیکي مشکلات شته او هم ستراتیژیک. د دوی په اند لوی تخنیکي مشکل دا دی چې طالب مشران او سیاستوال په تور لست کې دي او سفر او رابطه ورته سخته ده. د دې مشکل د اواري لپاره د افغانستان حکومت باید لږ تر لږه هڅه وکړي چې هغه طالب مشران له تور لسته وباسي چې په مذاکراتو کې به اصلي نقش لوبوي. البته، د حکمتیار صاحب له تور لسته د ایستلو تجربې وښوده چې په دې پروسه وخت لګیږي او یوازې د افغانستان د حکومت خوښه پکې شرط نه ده. مطلب دا چې داسې هم کیدای شي چې د سولې خبرې په یو ډول سره پیل شي او چې یو څه پرمختګ پکې وشي نو بیا د تور لست د ختمولو موضوع رامخکې شي او نړیوالې ټولنې ته دلیل وړاندې شي چې طالبان یوه سیاسي ډله ده او سیاسي خبرې یې پیل کړې دي نو په تور لست کې یې د مشرانو ساتل سمه خبره نه ده.

 د طالبانو له نظره د سولې په لاره کې لوی خنډ د خارجي قواوو شتون دی خو کله چې د علماوو په لویه غونډه کې د ولسمشر محمد اشرف غني سیاسي سلاکار ډاکتر محمد اکرم خپلواک په صراحت سره وویل چې د خارجي عسکرو د وتلو په شمول په هره موضوع خبرو ته تیار یو نو د افغانستان د حکومت له دې موقفه خو دا مطلب راوځي چې په دې اړه هم جدي مشکل نشته.

 یو وخت به طالبانو ټینګار کاوه چې دوی له افغان لوري سره نه بلکې له امریکا سره خبرې کوي او افغان لوری دا صلاحیت نلري چې خبرې ورسره وشي. په هغه وخت کې به د افغانستان حکومت هم ډیری وخت ویل چې د سولې خبرې باید له پاکستان سره وشي ځکه طالبان د ځان واک نلري. اوس داسې ښکاري چې هغه مرحله تیره شوې ده او هر څوک په دې پوهیږي چې په افغانستان کې د سولې ابتکار باید پخپله د افغانانو په لاسونو کې وي او په هیڅ وجه لازمه نه ده چې د خپل سرنوشت د ټاکلو واګې امریکا ته یا پاکستان ته یا بل چا ته په لاس کې ورکړو.

 د سولې په لاره کې یو بل لوی خنډ هم شته چې نه تخنیکي دی او نه ستراتیژیک او هغه د بدګوماني او بې اعتمادۍ مشکل دی.

 یو وخت په افغانستان کې د سولې لپاره کار کیده خو د طالب په نوم یو څوک راغلل او استاد رباني یې ترور کړ. دا یوازې د استاد رباني ترور نه و او نه دی، بلکې په لسګونو ځله هغه کسان ترور شوي دي چې د سولې هڅه یې کړې ده. د افغانستان د علماوو په وروستۍ لویه غونډه کې هم دا خبره څو ځله وشوه چې علما خو سوله غواړي مګر هر وخت چې د سولې اواز له یو منبره اوچت شوی دی، په هماغه عالم باندې حمله شوې ده او په همدې وجه علما مجبور دي چې د ځان د ساتلو په خاطر او د جومات او محراب د حفاظت په خاطر هم په صراحت سره څه ونه وایي. موږ ټولو په تیره اونۍ کې په ننګرهار کې د مومنددرې په یوه جومات کې د بمي چاودنې او د عالم د شهادت خبر وارید. دغه راز د ګردي غوث د جومات د ړنګیدو عسکونه هر چا ولیدل. په افغانستان کې سوله داسې دښمنان لري چې د جومات ړنګول،د عالم ترور کول، د قرآن کریم سوځول او له جومات او مدرسې څخه سلاکوټ جوړول پکې عادي خبرې دي.

په اکثرو مواردو کې طالبانو د دغو کسانو ترور او د دغسې اعمالو تر سره کول په غاړه نه دي اخیستي خو سوال دا دی چې دا څوک دي چې په مرموز ډول سوله تخریبوي او په حقیقت کې د افغانانو په خیر او سلامتي باندې انتحاري حملې کوي؟

 دغه کسان که هر څوک وي خو نتیجه ورڅخه دا راوځي چې سوله لوی دښمنان هم لري او دواړه غاړې یعنې د افغانستان حکومت او طالبان باید په احتیاط او حوصلې ګامونه واخلي او د دې په ځای چې په یو بل بدګومانه شي او یو بل د سولې دښمن وګني، دې نتیجې ته ورسیږي چې د سولې دښمنان که هر څوک وي خو هغه څوک باید نه وي چې په جنګ کې مري او تباه کیږي.

 زه د یوه انسان او مسلمان او افغان په صفت په دې باور نه یم چې د افغانستان حکومت او طالبان دې د جنګ د اوږیدو طرفدار وي او د سولې مخالف دې وي او د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره مې ډیر ساده دلیل دا دی چې په جګړه کې چې څوک مري ، هغه کابو ټوله یا طالبان دي، یا عام افغانان دي او یا د حکومت پولیس او عسکر دي نو ځکه خو دا ویلای شم چې له سولې سره باید تر هر چا زیاته دلچسپي د طالبانو، عامو افغانانو او د افغانستان د حکومت وي، نه د بل چا.

 زه د خپلو خبرو نتیجه دا اخلم چې د سولې لپاره نه مهمه تخنیکي ستونزه پاتې ده، نه ستراتیژیکه او یوازینی مهم جنجال  چې شته هغه د طرفینو بدګوماني بللای شو چې د بدګوماني د کمولو لپاره باید دواړه غاړې دا سوال مطرح کړي چې په جنګ کې اصلي تاوان د چا دی او په سوله کې اصلي ګټه د چا ده؟

10 total views, 1 views today

1 comment

  1. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    salam aw ekhteram for all afghans/IF TALIBS CHOICE ONE GROUPS REPRESENTATIVE FOR PEACE PROCESS,AND COME IN TO JALALABAD,
    AFGHAN PEACE COMMITTEE ALSO IN JALALABAD CAN SPEAK WITH YOU IN THE AFGHANI&ISLAMIC FORM,
    YOU CAN INVITE THIRD PERSON LIKE HEKMATYAAR SAHIB/ OR OTHERS,

    IF REALLY ANY ONE LOVE AFGHANS AND AFGHANISTAN,PEACE IS
    SPIRITS OF AFGHANISTAN,
    IF WAR IN AFGHANISTAN FINISHED, US FORCE DO NOT STAY,BECAUSE
    AFGHAN ARMY ARE STRONG,
    I HOPE TO THINK FOR BETTER LIFE OF ALL AFGHANS AND STOP ANY MORE KILLING OF AFGHANS,THANK YOU

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *