Categories

اعلان

Loading…

د غربت، شړنې او له هيواده ليرې شويو هستونې او ادبيات

لومړۍ برخه:

م،اکبر کرگر

يو وار چې انسان  د مور له کولمې غوڅ شي، درد يې تل د ماشوم په روان کې پاتې کيږي ـ مور خپل درد ته په غيږ کې د ماشوم په نيولو، ټټر ته په نږدې کولو اود خپل تن اووجود په شيدو باندې دهغه په لويولو کموي ـ ماشوم هم ځان ډاډه کوي. د مور گېډې اوټتر ته په نيږدې والي کې خپل رواني اوجسمي انډول جوړوي. خو که د انسان بيولوژيک جوړښت د هغه په ټولنيزه  اوبدنه  کې پلې اوتطبيق شي او وليدل شي نو دا عنصر يا د مور شتون او موجوديت په ورو  ورو نور بديلونه پيدا کوي .يو له دغو بديلونو څخه دماشوم يا انسان د خاپوړو کوڅي دي. دهغه  د دريدو اوپرزيدو اوبيا پورته کيدو جونگړه ده. دهغه دټوکو خندا گانو اوژړاگانو لوبو اومنډو کلي اوښارونه دي.

همدا تصويرونه اوانځورونه دزمان په تيريدو اوشاته کيدو سره د هغه د ژوند ځمکه او ټاټوبى دى ،هغه يې  په ذهن کې پراخيږي. هلته چې انسان لوييږي ، زده کړه کوي ، ښوونځى ته ورځي ،سترگې يې په کتاب خلاصيږي اوبيا خپل هيواد، د هيواد آسمان ؛فضا اوغرونه اورغو نه پيژني.

ليکوال اوشاعر له دغه ډول چاپيريال نه چې انسان ته له ماشومتوب  نه تر بلوغ پورې زماني  واټن نيسي ،په هغه کې  د هويت احساس پيدا کوي. نه يوازې دهويت احساس بلکې دهغه وينه هډوکې او د بدن غوښه د هماغه خاورې اوبو اوهوا نه جوړيږي. يا په بله مانا دهغه  ټاټوبي اوملک  يوه  کوچنۍ ټوټه گرځي. په دې ډول د هويت اوپيژندنې احساس دانسان د وجود او شتون يوه نه جلا کيدونکي برخه گرځي. که له داسې پيښې سره مخامخ شي چې دخپلو خاپوړو له جونگړو، دلوبو له کوڅو، دزده کړو له چاپيرياله ،دلويدلو اوپرځيدلو اوپورته کيدلو له ماحوله، دخپلو غرونو اودښتو او ورشو گانو،  او باالاخره له خپل هيواد ه ليرې شي نو په واقعيت کې  دې ته ورته ده لکه په ماشومتوب کې چې دخپلې مور له غيږي ليرۍ گوزار شي.  زړه يې داسې  له وچه ډاگه لگيږي لکه ماهى چې له اوبو  وچې ته گوزار شي. لکه چې يو څوک له يوه لوى گړنگ نه ژور کوهي ته ولويږي. لايي پښې ځمکې ته نه وي رسيدلي چې يو ژور ياس اوخپگان پرې غلبه کوي. هغه زمولوي ، هغه لکه موم ويلي کوي. هغه لکه يو شى په نشت بدلوي.

له بلې خوا  داساطيرې روايت له مخې چې  دخلقت له اسطورې سره تړاو لري ، خپل ټاټوبې ته د ورستنيدو ليوالتيا دبشريت په ذهن اوروان کې  له جنت څخه دلومړي  آدم دراوتلو سره  تړاو لري، يا ورکول کيږي چې  دا دبشر اروايي غوښتنه ده چې بياځلي خپل اصلي ځاى ته ولاړ شي  اوپه دې لار کې خنډونه  داروايي خپگان اونوستالژيا  درامنځ ته کيدو سبب کيږي .  

نو له هيواده ليرې والى چې غربت اومهاجرت هم ورته وايي  دژورو خپگانونو ناهيليو اوروانې فشارونو سرچينه کيداى شي .

يو وخت مې اورېدلي و چې له يوه هندي ليکوال پوښتنه کيږي  چې ډېر سپک شى څه شى دى ؟ يو تن وايي چې ډېر سپک جنس مالوچ دي. هغه وايي نه دا سمه نه ده ؟  بل ملگرې وايي چې ډېر سپک جنس بڼکه ده خو هغه دا هم نه منې  وايي : د دې پوښتني ځواب له ماسره دى. ډير سپک جنس کډوال دى. مهاجر انسان ،يا  هغه چې هيواد نه لري. هغه چې سرگرادنه او له موره شړل شوى دى. هغه چې بيرته دستنيدو فکر ورسره شته خو عملي لاره يې نشته،  تر هر څه سپک دى.

کډوالي دهر انسان له پاره دردوونکي جريان دى. خو دليکوال اوشاعر له پاره ددې درد اندازه څو چنده زياته ده.

((پرې کيږي.  پرته له دې چې څوک دى پرې کړي . ټپ دى په تن مالوميږي، پرته له دې چې څوک دې غوږ يا پزه پرې کړي . که پرى شوى واى اوريښې دې نه درلودې  پروا يې نه کوله ، هر ځاى دې خپل ځاى و. دريدلى ، (دريدل په يو ځاى څومره خوند لري. ) خو دريغا! چې داسې پريکوڼ يا مقاطعه  چې پلې  اوريښې دې پر خپل ځاى وي او ته نور ونه شي کړاى ودريږي .

بې پلو اوبې  ريښې کيدل ،پرې کيدل يا نه پرې کيدل ، بې ريښې کيدل دى. نه درېدل او وچېدل دي . سمه ده چې دغوږ اوپزې په پريې کيدو دې څېره اوقواره بدليږي .  گونگى چې ژبه له لاسه ورکړي. کتل اوليد له لاسه ورکړي. لکه چې غوږ اوپزه دې نه وي. پرته له دې چې چا پرې کړي وي او ليد اوژبه دې بايللي وي .که ژبه ،سترگې اودبويولو حس دې له لاسه ورکړى وي نو نړۍ به يو ډول اويو رنگ واى نو  بيا هيڅ رنگ نه ځورولې، نه يې کړولې. له  لاسه ورکړى هويت ،ورکه شوې پيژندپاڼه  ، له لاسه ورکړى باور، حيران اودنورو په باور ناپوه شوى حالت )) دادى درواني رنځ اوکړاو  وروستۍ نقطه .  

د تيت پرک شويو يا له خپل ټاټوبې

نه دليرې شويو خلکو ادبيات

شړل شويو يا Exiles يا کډوال ته لومړۍ ستونزه دهغه دهويت مساله ده ؛ چې په پردې هيواد کې ورسره مخامخ کيږي.  کيداى شي دنړيوالتوب په شرايطو کې ورته ځينې دلايل وويل شي  خو ددې حالت رواني اغيز لکه چې ترمخه وويل شول ، ډير دروند   دى .

دکډوال له پاره يا دشړل شوې يا تبعيد شوي له پاره په دويم هيواد کې  دهويت ستونزه يوازې  سياسي ستونزه نه بلکې ژوره فرهنگي  اوپه ډيرو ابعادو کې دنورو ستونزو زيږوونکي ده. هغه نه يوازې په دويم هيواد کې ځان نا اشنا احساسوي  بلکې ځان پردى ، بې اختياره  اوبې ريښي هم احساسوي.

فرهنگي توپيرونه په دويم هيواد يا دغربت چاپيريال کې که له يوې خوا دځان پردې کيدنې ستونزه را منځ ته کوي ـ خو دکډوال له پاره  د کوچنيوالي احساس ، د ټيټوالي احساس ، هم ور زياتوي ، چې په نتيجه کې تل دبومي يا اصلي اسيدونکو نه ځان کم احساس کوي ، ځان پردي بولي. زړورتوب اوجرءيت له لاسه ورکوي . تل په يوډول اگاه اونا خود اگاه توگه ځان مجرم احساسوي.

په کوربه يا دويم هيواد کې  کډوال سره له دې چې  په فرهنگي توازن او د فرهنگ دجذب ټول عناصر به يې پر ځان منلي وي اويا به دهغه په عاداتو اواخلاقي موازينو بدل شوي وي. خو هغه هيڅکله خپل نژاد ،جنس ،طبقه ،مذهب اوسياست  له ذهنه نه شي ويستلي  او نه خو دهغه دفکر له دايرې بهر کيږي.

داسمه ده چې د نړيوالتوب  شرايط به دڅو هيوادونو تابعيت لرلو ته جواز ورکړي خو د ددغه اجازي په ورکولو سره  دليري واټن ملي هويت  ته بل شکل ورکول ستونزمن کار دى.په داسې شرايطو کې ده چې له هيواده ليري يا په بل هيواد کې په جبري توگه ميشت ليکوال او شاعر  داثارو  لوستل هم ځانته لوستونکي لري. هغه ليکوال چې په خپل هيواد کې ليکنه ،هستونه اوتخييل کوي کيداى شي د٬٬دياسپورا ،، دليکوال له هغو نه توپير ولري  دا ځکه چې دويم په جلا فضا اوجلا هوا کې واقع دى.

دا طبعيى خبره ده چې ددياسپورا دليکوال په شعر اوداستان کې ستونزه جلا ترسيميږي. په اثر کې يې نوستالژيا په قوت حکومت کوي. دليکوال روح اوروان دهيواد له مناظرو اودهيواد له هوا اوفضا نه مالا مال دى.

دياسپورا ادبيات ځانته جلا کلامي نموني جوړوي  دغه کلامي نموني يو له بله سره ورته والی لري . خو که دانوي کلامي نموني را منځ ته شي هغه به په خپل وار سره په  ادبي متونو هم اغيز وکړي .

ددياسپورا دليکوال پر اتو بايو گرافي اوسفر نامه ليکلو   متود باندې هم اغراق اوسنتي ليکنو  تگ لاره لاسبرې کيږي.

دغه اغراق ليکل  دخيالي  ليکلو سره هم  اړيکي لري ـ اوداثارو په ژباړو  کي  هم انعکاس کوي اوکيداي شي چې ترجمه  هم داستعاري يوه بڼه شي .

په دې برخه کې به بې ځايه نه وي  چې ديو افريقايي ليکوال يادونه وکړو :

انگوکي واتيانگو د افريقا د لويي وچې يو ستر اديب اوتيوريسن دى. د انگلستان په ليدز ښار  کې يې درس لوستى،او  کلونه يې په خپل هيواد کې هم درس ورکړى و . ډير رومانونه او نندارې يې ليکلي دي. هغه يو مهال انگلستان ته راغي چې دخپل کتاب چې ((شيطان پر صليب)) نوميده  مخ کتنه اودهغه له پاره تبليغ وکي. دغه اثر نوموړي په زندان کې کښلى و.  نوموړى ليکي چې :٬٬کله په لندن کې يو کتابتون ته ولاړم  ،هلته چې  ما  لومړى کتاب  وليده د اندريو گور((  Andrew Gurr) ) دشړل شويو ليکوالو(  Writer In  Exile) په نوم اثر و. کله چې مې کتاب راواخيست اوپاڼې مې ورته واړولي  په اثر  کې مې هغه  معاصر ليکوال  وموندل چې دجيمز جويس ايرليندي ليکوال لاره يې غوره کړې وه . يعني دپرديو هيوادونو لويو ښارونو ته يې تيښته  غوره کړي وه. دجويس قهرمان دهغه په اثر په مشهور اثر کې چې (( ديو هنرمند انځور)) نوميږي کښل شوى دى.ياد ليکوال  په دې اثر کې  وايي :  

٬٬اوس به تاسو ته ووايم چې څه کار وکم اوله څه نه لاس واخلم. له دې وروسته به د هغه څه خدمت وکم چې نور پرې باور نه لرم؟ هغه چار به  تر سره هم نه کړم ، ان که هغه څه خپل کور وبولم ، يا يې هيواد وبولم . يا يې خپل مذهب وبولم . همدارنگه هڅه به وکړم چې خپل احساس دژوند په يوه بڼه يا هنر کې بيان کړم چې په  ډيره  ازادانه توگه له هغه څه اويا په ټوليزه توگه نورڅه امکان ونه لري . د دې کار له پاره يوازينۍ وسله چې اجازه ورته  ورکوم او له ځانه ترې دفاع کوم. چوپتيا ، شړنه اوهوښياري به وي.،،

په معاصره نړۍ کې  نړيوالتوب د کډوالۍ نوې شکلونه را  منځ ته کړي دي . دمثال په توگه کډوال کيدل دپانگه والو له  اقتصادي  مرکزونو څخه ددويمې يا دريمې نړۍ هغو ځايونو ته چې دنړيوال کيدلو تر اغيز لاندي راغلي دي  يا د دريمې نړۍ ( دا صطلاح اوس لږه کارول کيږي )  يا وروسته پاتي هيوادونو کپتاليستي هيوادونو ته دخلکو مهاجرت  يوه بله بڼه وه  .همدارنگه ديوه هيواد په دننه کې له اطراف نه ښارونو ته اوداسې نوريې بيا بله بڼه ده  . دکډوالۍ په اړوند دغه نوې شکلونه دهويت؛ سياستونو دنويو شکلونو درامنځ ته کيدو له پاره زمينه برابره کړي ده . ٬٬دياسپورا،، ددغو نويوبدلونونو تراغيز لاندي يوه نوې محتوا موندلې ده.  نوې فکتورونه لکه دنشناليزم اوانتر نيشناليزم تر منځ تضاد د سيمو د هويت تر منځ اړيکي، د بيلابيلو فرهنگونو  اوادبياتو تر منځ اړيکې، ټول اوټول د دياسپورا په  شکل اوماهيت باندي اغيزه کوي . دکډوال کيدلو نويو شکلونو اودهغو څخه رامنځ ته شوي نتايج د دې سبب شوي دي چې دهويت سياستونو (     Politics OF Identification ) نوي شکلونه را منځ ته کړي .  

نړيوالتوب يا گلوبلايزيشن که څه هم اوس ډيره  رواج شوي  گړنه ده خو بيا هم دمهاجرت هغه پخوانۍ لاري يي په دريمه نړۍ کي له منځه نه دې وړي . اوس هم په دغو هيوادونو کې لکه دپخوا په څير پر خلکو باندي بيلابيل کړاوونه اونارواوي  کيږي . چې دهغو له کبله خلک ډله ييزو کډواليو ته اړ کيږي .  په ځانگړي توگه امريکا او اروپا ته ځي. .

دشلمي پيړۍ پاى  دنويو بحرانونو اونويو پيښو زيږون له ځانه سره درلود. ددويمي نړيوالې جگړې وروسته کوم نظم چى هغه مهال را منځ ته شوي و ـ په نړيدو اوشړيدو شو. په نړيواله سطحه کې د يوه زبر ځواک پاتې کيدل دپانگوالي نظام  ديکه تازي سبب شوه. په عربي نړۍ کې د٬٬عرب پسرلي،، را منځ ته کيدلو نوې غميزې راوړي . عراق د دې قربانيو په سر کې و ؛ دعراق په مليونونو اولسونه  تباه ،ووژل اوبې کوره شول . په ليبيا کې همدا اوس يو ناتار روان دى . په مليونونو خلک يې بي کوره اوله هيواد نه په تيښته شول . په يمن کې همدا اوس جگړه روانه ده. دسوريي غميزه لا دوام کوي اولوي طاقتونه کومې موافقى ته نه دې رسيدلي. د دوېمې نړېوالې جگړې وروسته په اسيا کې اوبيا د ټولې  نړۍ په سطح کې  افغانستان  له هغه وخته چې سوله ييز نظام ړنگ  شو اوددوه لويو زبر ځواکونو سيالي دسړې جگړې په نتيجه کې اوج ته ورسيده  دافغانستان   تراژيدي هم پيل شوه . په افغانستان کې څو نسلونه په واقعيت کې دجنگ نسلونه دې. دې پيښو چې همدا اوس لا په نويو بعدونو اونويو بڼو دوام کوي  دخلکو په روان ، ارزښتونو،اخلاقو ، کرکترونو اوپه مجموع کې يې پر فرهنگ اغيزه کړې ده.  

هغه لومړې نسل چې له افغانستان څخه بهرنيو هيوادونو ته کډوال شوي د هغو اخلاف اوس خپل هيواد نه پيژني خو دلومړي نسل درد اوکړاو رواني رنځ، او اضطراب په خپل ځاى پاتې دى.

 

کډوالي که دگلوبالايزيشن په نتيجه کي وي اوکه دسياسي ظلم اوستم ،ملي ستم يا طبيعي غميزي په نتيجه کې وي، پر هغه ځايونو کې چې کډوال  هستوگنه کوي بيلابيل عکس العملونه را منځ ته کوي . چې دغه عکس العملونه دمهاجرتونو په ادبياتو کې هم انعکاس مومي . دکډوالو ډلو اوکوربه هيواد فرهنگونه يو پر بل باندي متقابلي اغيزې کوي . چې دا اغيز دژباړني سره لا پيچلي کيږي . اوس د هويت سياستونو په هکله اودهغه پوري اړوند مسايلو په اړوند پوښتني کيږي اودا اړتيا را منځ ته کيږي چې  هغه لاري چې په يوه هيواد کې هنر پيژندل شوي  دی له سياست اواخلاقو سره يو ځای کيږي . يا تقاطع کوي اوبيا څيړل کيږي . په دې لړ کې  بايد دا هم وڅيړل شي  چی کلتوري توپيرونه پر هغه تقاطع څه اغيزه لري؟

دا پوښتنه هم کيږي چې  فرهنگ  اوادبيات څرنگه يو له بل سره عمل کوي اوبيا په ځانگړې توگه دا مطرح کيږي چې د خپلې خوښې اوجبري کډوالۍ نوي اوزاړه شکلونه يو له بله سره څنگه يوځای کيږي.فرهنگ  اودهويت سياستونه ،ادبيات اوادبي ليکنې اوادبي متنونه له سره ديزاين اوتنظيموي.  .

زموږ پښتو  معاصر ادبيات که په پښتو  ليکل شوي يا په اروپايي ژبوليکل شوي دي   دهويت له سياستونو سره چې له مهاجرت اودياسپورا څخه پيدا شوي دي، نا اشنا نه دی . دهويت سياستونه چې دمهاجرت ،تبعيد اودياسپورا په وسيله را منځ ته شوي دي داسي يو ډول ادبيات را منځ ته کوي چې ځانگړي مشخصات لري. .

دمهاجرت يا دياسپورا پښتو شعر اوکيسه  هغه  پوښتني  رامنځ ته کوي چې  دهغو له  لاري څيړل کيږې چې مهاجرت اوتبعيد پر کلتور، دهويت پر سياستونو، او ادبي تخيل  يا تصوير باندي اغيز کوي او ادبي ليکنه ديزاين کوي  .  افغاني ادبيات پښتو اوکه  دري   له  نړيوال ادبي جريان څخه اوس گوښى اوجلا  نه  دې . اوس په پراخه پيمانه په دواړو ژبو کې داسې هستوني تر سره شوي دي چې د دياسپورا ادب ډير ځلانده مٽالونه دي .

په وروسته برخه کې ددويمي نړيوالي جگړې اوداستعمار ددوران دڅو مشهورو اروپايې ،افريقايي اواسيايي ليکوالو ژوند  او اثارو ته کتنه کووـ بيا به دپښتو ادبياتو مثالونه اوحالتونه ،ځانگړني او ډولونه وښايو ـ   

نوربيا

52 total views, 2 views today

1 comment

  1. زرین ګل Reply

    دا موضوع نوې نه ده پردې باید دکابل پوهنتون استادانو پرهغه مهال چې زه محصل وم کارکړي هیله ده چې لږ له هغو هم ځان خبرکړې اوبله داچې لږ ترلږ داکومه نومه چې تاسو کارولې لکه شړنی ، غربت او شړل شوي ددې ټولو لپاره یو ویی اویوه نومونه وکاروئ ، لکه چې نورو نړیوالو هم داکارکړی دی
    بس همدومره
    زرینګل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *