Categories

اعلان

Loading…

عمامه بگذار سرش، تمام مملکته میخوره | احسان الله اریانزی

انجینر(و – م) هغه وخت زما اداري مشر او ملګری و چې ما د افغانستان په صنعتي بانک کې کار کاوه.

(و – م) سربېره په دې چې تکړه سېول انجینر او د صنعتي پروژو د څېړنې او ارزونې ښه مدیر و، ډېره خوږه ژبه هم درلوده.

څو ورځې مخکې زما یو ګران ملګري او د افغانستان د ملي راډیو – تلویزیون پخوانی پروډیوسر، ښاغلی نعمت حسیني، داسې یو ټوکه رالېږلې وه چې غواړم له تاسو سره یې شریکه کړم.

(گویند مادری پسرش را نزد طبیب برد و گفت که پسرم چیزی نمیخوره. طبیب در جواب گفته که مادر جان، سر پسرت عمامه بگذار که تمام مملکته بخوره!!)

ما چې دا د عمامه لنډکۍ ټوکه ولوسته، انجینر (و – م) مې سترګو ته ودرېد. هغه یو وخت ویل چې د افغانستان خلک ځکه ډېر بدمرغه دي چې لا د یو رژیم مامورین او چارواکي سم نه وي ماړه شوي، چې کودتا یا پردي یرغل وشي، ډېر چارواکي او مامورین موقوف او نوي (وږی) مقرر شي!

انجینر به ویل چې د پادشاه چارواکی ایله په ځمکو او ماڼیو ماړه شوي وو چې داوود خان کودتا وکړه، یو شمېر پخواني چارواکی یې په کور کینول او په ځای یی خپل ملګري راوستل. ښکاره خبره ده چې نویو چارواکو تشې کڅوړې راوړې وې چې باید ډکې شوی وای!

د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته. د داوود خان د چارواکو کڅوړې لا سمې نه وې ډکې چې کودتا وشوه او بریتورو خلقیانوس واک ترلاسه کړ. خلقیان په رشوت او کڅوړو نه پوهېدل؛ خو کېدای شي چې د پخواني رژیم یو نیم مامورینو به خلک ځورولي وي. پرچمیان هم همداسې وو؛ خو کله چې رژیم مخ په ځوړ شو او بې نظمي  راغله، په هغه خلکو کې هم واړه واړه غله پیدا شول چې له افغانستان څخه د تیښتې له پاره پیسې ومومي؛ ځکه یې کڅوړې جوړې کړې او په غلطه روان شول!

کله چي د ډاکټر نجیب الله دولت ړنګ او د پنجاب د پلان له مخې په کابل اور بل شو؛ په دولتي، عامه او شخصي جایدادونو او شتمنیو داسې (چور) ګډ شو چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري!

په دې پړاو کې د کڅوړو او بوجیو خبره پاته شوه، دا خلک دومره خاکسره و چې د خلکو په دیوالونو کې یې میخونه هم نه پرېښودل!

خیر، دا خلک هم تېښتې ته اړ شول او د تورو لونګیو، تورو سترګو او (حقانیه) مینان په هېواد لاسبري شول. دا وخت افغانستان په داسې شرایطو کې و چې نه په دولت کی د لوټ له پاره څه پاته و او نه د خلکو په جیبونو کې! بس د لوږې پادشاهي وه!

خو چې کله کرزی صیب راغی او امریکایانو تشریف راووړ، د ډالرو باران پیل شو. امریکایانو لکه چې د ټولو افغانانو او په تیره بیا مجاهدینو ایمانونه آزمویل، داسې بديلومې یې کېښودې چې له رهبره تر عسکره ډېر پکې ایسار پاته شول! هغه خلکو چې (وهلی سر په سنګ وو)، خدای داسې وشرمول چې د نرمو لوټونو بنډولو خسرالدنیا والاخرة کړل!

له بده مرغه چې د کرزي صیب په وخت کې انجینر (و – م) وفات شوی و او دا د دوهم ځل تاریخي (چور) کلونه یې ونه لیدل او که نه خپله کیسه به یې اوږده کړې وای چې هو کله چې د ځینو طالبانو کڅوړې ډکې شوې او بیا (وږي مجاهدین) جمع هغه کسان راغلل چې په کلونو – کلونو یې د امریکا او اروپا په رستورانونو کې ګارسوني کړې وه او د ډالرو ډېر وږي وو، په داسې (چور) کې لټار شول چې د هېواد په تاریخ کې ساری نه لري!

ډالرو یو بل کمال هم درلود او هغه دا چې د ملي یووالي په سمبول بدل شول او داسې (ملي) شرکتونه جوړ شول چې په هغه کې پخواني برېتور خلقيان او پرچمیان؛ ږیره ور ملایان، مجاهدین، مقاومت چیان او دموکراتان؛ د ژبې، قوم، سمت، تنظیم او مفکورې له هر راز توپیره پرته په یو دسترخوان کیناستل او په ګډه د ځمکې، قراردادونو، معادنو، مناصبو او عامه شتمنیو په چور لګیا شول!

کله چې اوس سړی د افغانستان د ډالري ملیونرانو لست ته ګوري؛ نو ډېر پکې هغه کسان دي چې یو وخت له زړو بایسکلانو سره یادګاري عکسونه اخستل؛ خو اوس د غلا، غصب او چور په برکت د افسانوي شتمنیو خاوندان دي!

دې حضراتو چې اوس د جهاد سمبولونه (اوږده ږیره، پټکي او پکولونه) هم له ځانه لیرې کړي او د بهرنیانو د خوشالولو له پاره سرې- سرې نکتایي ګانې تړي او د امریکا، روس، عربستان، ایران، هند، پاکستان او کېدای شي اسراییلو په دسترخوانونو هم شریکان وي، همغه ایراني ټوکه رښتیا کړه چې طیب د ناروغ زوی، مور ته ویلي و چې سر پسرت عمامه بگذار که کل مملکته بخوره !!!

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *