Categories

اعلان

Loading…

هندوییزم | عبدالجمیل ممتاز

/ اوومه برخه/

د هندوییزم اصول:

  • پر برهمني دین، کلتور او د هغه پر لرغونو کتابونو باندې اعتقاد او باور.
  • د دوی هغه خدایان چې ظهور یې ډېر پخوا شوی، هغوی ته په عبادت باندې یقین.
  • د تناسخ لړۍ (په نړۍ کې بیا بیا ژوند) باندې باور.
  • په ټولنه او واده کې د ټولنیزو مقرراتو رعایت.
  • د څارویو درناوی (خصوصاً د غوايي).
  • دعا کول.
  • کړاو یا ریاضت ګالل.
  • د برهما لپاره قرباني.
  • روژه نیول.
  • احسان کول.
  • د اولادونو روزنه.

هندو ډلې

په هندو دین کې ګڼې مذهبي ډلې شتون لري، چې یوه د بلې سره په سوله او صمیمیت کې ژوند تېروي. په دوی ټولو کې د شیوا او ویشنو ډلې لویې دي؛ شیوا پاله هندوان د شیوا د عورت هم عبادت کوي او لینګا Lingaیې بولي، چې د لینګا مجسمې او معبدونه هم ښه ډېر دي.

همدارنګه د انسان قرباني کول او د مړي د سر په کاسه کې د شرابو څښل هم د شیوا په ځينو ډلو پورې نسبت ورکول کیږي. شکتي shakti چې د ځواک په معنا دی، د ده ځینې ډلې د روحي تکامل لپاره وحشیانه نڅاوې، په زوره او ناوړه غږونه او جنون ډوله حرکات حتمي ګڼي.

له میلاد نه، نږدې ۵۰۰ کاله وړاندې هندو ټولنه په څلورو ډلو ووېشل شوه:

  • برهمن: (روحاني لارښود (پنډت)
  • چهتري: (اشراف او واکمن)
  • ویش: (کاروباري ډله)
  • شودر: (نوکران او خدمت کوونکي)

له دې ډلو څخه وتلي خلک به رټلي بلل کېدل او د دوی په وړاندې به په ابدي توګه ناپاک او ذلیل ول. د دوی هره ډله بیا په خپلو منځونو کې په څو نورو ډلو وویشل شوې او هرې یوې بېلابېل حقوق او امتیازات لرل، چې هېڅ یوې ډلې دا حق نه درلود، څو له بلې ډلې سره راشه درشه، واده، ناسته پاسته یا هم مرسته وکړي. په هندو ټولنه کې دا ډول تعصباتو تبعیضونو ژور نفوذ کړی ؤ؛ که کوم برهمن به په هر ډول جرم باندې مرتکب شو، نو هیچا هغه ته سزا نه شوای ورکولی. د دیني کتابونو لیکل، لوستل او اورېدل یوازې د برهمنو حق ؤ. که د کومې ټیټې یا کمزورې ډلې یو تن به مازې د دوی د کتابونو لوستو ته غوږ ونیو، نو د ټاکلې سزا له مخې به یې په غوږونو کې سرپ ور اچول او په لوستلو به یې ژبه ترې غوڅوله. په ځینو حالاتو کې به د ټیټې کچې خلکو د احترام لپاره د لوړې کچې خلکو نه ۲۴ قدمه او له برهمن نه به یې ۶۰ قدمه واټن نیو.

کنفیوشس یو فکري مکتب ؤ او په لومړي سر کې یې مذهبي بڼه نه درلودله. خو له نښانو څخه يې دا جوتیږي چې له هندوانو یا بودایانو څخه اغېزمن شوی دی. ځکه خو چینایان لکه د دوی په شان دا مني، چې روح په هر څه کې ننوتلی شي او ان خپل ځانونه د خیر او شر د روحونو تر منځ محصور ګڼي، د هغو تعظیم او تکریم هم کوي، همدارنګه په ډیر اخلاص سره د طبیعت او قدرت د ټولو مظاهرو او ان د پلا ر او نیکه عبادت کوي.

هندو دود او کلتور

له دې وړاندې د هندوانو پر دین او عقیده باندې خورا بحث وشو، اوس ښه ده چې د هغوی ځیني هغه دودونه هم تعریف شي، کوم چې دوی ډېر ورباندې پابند دي او د ژوند په چارو کې یې په کافي ډول د پام وړ دي.

لکه څنګه چې د هندوانو دین ډېر پخوانی دی، همدغسې دودونه او سنتونه یې هم له تاریخي پلوه خورا زاړه دي.دا چې تر اوسه پورېڅنګه ژوندي پاتې دي، د دې راز د هندوانو په وفادارۍ او پالنه کې نغښتی دی چې خپله عقیده او کلتور یې ټينګ ساتلي دي.

دلته ددوی د ځينو عامو دودونو یادونه کوو:

نمسکار Namaskar

دا په هندوانو کې ډېره پخوانۍ او مشهوره کلمه ده چې د سلام یا (ښه راغلاست) پر ځای یې کاروي.

هندوان د نمسکار ویلو پر مهال خپل دواړه لاسونه سره نښلوي، تر زنې لاندې یې مخپورته نیسي او لږ ورسره کړوپیږي؛ وروسته بیا په همدغه ډول مقابل لوري (شخص) ته نمسکار (سلام) کوي.

هندوان پر دې عقیده دي چې د دواړو لاسونو مخ په مخ نښلول، د مقابل شخص سره د همفکرۍ او همرنګۍ نښانه ده.

ټیلاک  Tilak

د هندوانو هغه مذهبي نښان دی چې هغوی یې پر تندي باندې ږدي. دوی دا باور لري چې دا نښان ورته بریا، خیر او برکت ور په برخه کوي.

دا نښان په معمول ډول سور رنګ لري او د موادو ترکیب یې چې په معمول ډول سندور بلل کیږي، له (کورکمن، پټاس، آیوډین او کافور) څخه شوی دی. سره د دې چې هندوان دا نښان د سعادت او برکت سمبول ګڼي، د بندګۍ په مسایلو کې یې هم درناوي ته ژمن دي او د وجود دریمه سترګه یې بولي او کله کله یې مېلمنو ته د هرکلي یا خدای پامانۍ لپاره هم د هغو پر تندي لګوي.

منګلسوترMangalsutr

دا هغه غاړکۍ ده چې د مېړوښو (متأهلو) ښځو پر غاړه وي، یعنې د واده کولو پر وخت ور په غاړه کیږي. دا غاړکۍ معمولاً له تورو مریو او سرو زرو جوړه شوې وي، چې د واده په ورځ د زوم یا خاوند لخوا ناوې ته ور په غاړه کیږي. هندوان په دې عقیده دي چې د منګلسوتر تورې مرۍ ناوې سره له شیطان څخه په ژغورلو کې پوره مرسته کوي، نو ځکه تورې مرۍ پکې حتمي بولي.

شکنا پولا  Shakna- paula

دا هغه لاسبند دی، چې له سرو مرجانو او همدارنګه له صدفو څخه جوړیږي او د واده په ورځ د ناوې پر لاس تړل کیږي. هندوانو ته د دغه لاسبند مفهوم دا دی، چې د هغه په مرسته زوم له ناوې سره ژمنه کوي، تر څو هغه خوشحاله او نېکبخته وساتي او تر پايه ورسره مینه ولري.

په معمول ډول هندوان دغه لاسبندي ته د عشق لاسبندی وايي.

55 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *