Categories

اعلان

Loading…

شرعي تعبير/ زبير افغان

د شریعت ټول اسماني متون لومړی خاصې ټولنې ته په ځانګړو شرایطو کې نازل شوي وي. له دې امله نو د هغې ټولنې د غوښتنو، هغه وخت د حالاتو، ژبني اصطلاحاتو او له ګرامر سره تړلي ټول مسایل د هغې یوې ټولنې په نظر کې نیول کېږي. شرعي متن د انساني ټولنې د رفاه له‌پاره نازلېږي، له دې امله نو د بشر حالات، غوښتنې، د ژبې قواعد، د معاشرې تقاضاوې او د هغه وخت حالاتو ته په پام احکام نازلېږي.

د بشر لیکنیزه او ګړنیزه ژبه پر يوه وخت د څو تعبیرونو احتمال هر وخت لري. احتمالات اصلاً د وخت له تېرېدا، معاشرې له بدلېدا او د نورو انسانانو له راتلو سره نوي کېږي او هم يې لمن پراخېږي. یو انسان له بل سره يو رنګه فکر نه لري. وختونه هم خپلې بېلې بېلې غوښتنې لري او هره ټولنه هم له بلې مختلفې تقاضاوې لري. د یوه لغت ډېرې ماناوې، په مختلفو لهجو کې يې جلا جلا شکل، د جملو په ترکیب کې يې مختلف ځایونه استعمال د دې سبب کېږي چې له یوې جملې، یوه توري، یوې اصطلاح، یوې تشبیې او… څخه مختلف تعبیرونه واخیستل شي.

اسماني شرایع چې د انسان لپاره راغلي دي، لازما له دې ټولو عوارضو څخه منزه نه سي کېدای. هر څه چې د بشر ژبې ته ور پېښېږي هغه ټول له شرعي متن سره هم لازمي دي. همدغه لامل دی چې په هره زمانه کې د شریعت له متنه تعبیرونه بېخي زیات وي او هرې ټولنې خپلو حالاتو ته په کتو هغه تعبیر ترې اخیستی چې د دوی په ګومان د متن سم تفسیر، د دوی شته مسایلو ته ځواب او له حالاتو سره د شرعي متن سمه عیارېدنه ده.

دا هغه چاره ده چې انسان په هيڅ وخت کي ترې تېښته نه‌شي کولای. د اسلامي شریعت له راغلي متن سره همداسې معامله شوې ده. دا نن موږ ته را پاتې لسګونه فقهې، مختلف مذهبونه، بېلا بېل شرعي تعبیرونه، د علماوو جلا جلا اجتهادونه او د خپل علم و چاپېریال سره سم د اسلام تفسیر وړاندې کول، د دې ښکاره ثبوتونه دي. دا کار نن هم جاري دی او پرون هم کېده. هيڅکله داسې زمانه نه راځي چې له شرعي متنه د نوي تعبیر مخنیوی وکړي.

انساني ژوند تل نوی پړاوونه وهي. هر نوی پړاو يې له ځان سره په هره برخه کې ډېر نوي مسایل لري چې دا بیا په خپل وار د شریعت د تجدید غوښتنه کوي او همدا نوې کېدنه شرعي تعبیر هم بللای شو. همدې ټکي ته په یوه حدیث کې داسې اشاره شوې؛

«إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا»

(سنن ابي داؤد: ۴۲۹۱)

ژباړه؛ بې‌شکه الله تعالی د دې امت له‌پاره د هرو سلو کلونو په اوږدو کې یو مجدد را لېږي چې شرعي تعبیر يې ورته نوی کړي.

له قران‌کریم او نبوي احادیثو سره د مسلمانانو په تاریخ کې همداسې شوي او اوس هم ورسره کېږي. سعودیان د شریعت له متونو سلفي‌وزمه تعبیر لري چې د دوی له ملي ګټو سره ټکر نه کوي او د دوی په اند هغه څه چې دوی يې فهموي د شرعي متن موخه هماغه ده، ځکه انساني علم هر وخت د حالاتو او چاپېریال له قیده نه‌شي وتلای. سعودیان چې خپل چاپېریال ته ګوري او حالات ورسره ارزوي؛ نو له شریعته همدا تعبیر ورته مناسب او د شریعت و ځان په ګټه ښکاري.

ایران له شرعي متونو جلا تعبیر لري چې پخوا علماوو د هغوی فکري مکتب پيروان روافض بلل او نن يې زیاتره د شیعه‌ګانو په نوم یادوي. دوی له شرعي متنه د استنباط خپل اصول لري. شرعي تعبیر يې له هغه تعبیره ډېر جلا دی چې سعودیان يې ترې کوي. دا شرعي تعبیر نه د ایران او نورو شیعه مېشتو سیمو له هېوادنیو ګټو سره ټکر دی او نه يې هغوی انسان‌وژنې ته اړ کړل. هغوی له همدې تعبیره په استفاده هېواد ساتي، ملي ګټې خوندي کوي، د نظامه دفاع کوي او…

په پاکستان او هند کې مېشت علماء هم د شرعي مسالو په اړه یوه خاصه تګلاره لري. نه سلفي نه شيعي، بلکې ځانونه احناف بولي، خو د احنافو اصلي مذهب يې دومره سکښتی دی چې اوس نو څوک د اصلي حنفي مذهب نوم نه‌شي ورته کارولای، بلکې ځان ته تعبیر دی چې د دیوبندیت نوم دوی هم ورته منلی دی. برصغیر کې یوازې همدا یو تعبیر نه دی، بلکې د بریلویت او پنج‌پيریت په نوم دوه نور تعبیرونه هم شته. هغوی که د خپل برداشت له‌پاره هره تګلاره کاروي، خو د پاکستان او  هند له ملي ګټو سره ټکر نه لري. نظام نه را پرځوي، نظامي اورګان د شریعت تر نوم لاندې له پښو نه غورځوي.

ترکان هم له شريعته د حنفي مذهب تعبیر لري، خو هغه حنفي مذهب د ترکيې له سیکولر نظام سره ټکر نه کوي. هغه تعبیر ډېر سوله‌یز، بشرپاله، د هېواد ملي ګټو ته ژمن، د نظامه مدافع او د ترکانو په ګټه دی.

مصریان هم احناف دي. له شریعته خپل ځانګړی برداشت لري. الازهر يې د شرعي تعبیر لویه سرچینه ده، خو له هغه ځایه د وطن او ملت ضد تعبیر نه راوځي. د مصر نظام له پښو نه په اچوي. د خلګو د ستونزو د زیاتېدو سبب نه دي شوي. د مصر پر پوځ د قیام له‌پاره دا تعبیر و نه کارېده.

زموږ په هېواد کې د شریعت له متنه د یوه داسې سوله‌یز، بشرپاله، ملت‌پاله او په مجموع کې د ملت او هېواد ټولو منافعو ته ژمن تعبیر اړتیا ده چې له بده مرغه تر ننه زموږ علماوو او مذهبي روحانینو دې لور ته پام و نه کړ.

زموږ مذهبي زده‌کونکي که ایران ته ولاړل د شیعه مذهب تر اغېز لاندي وي، که پاکستان ته ولاړل، پاکستانی تعبیر يې منلی وي، که سعودي ته ولاړ شي، سلفي را ستون شي، که مصر ته ولاړ شي اخوانی راشي او که بل ځا ته ولاړ شي هغه تعبیر يې منلی وي او زموږ په ټولنه کې يې د پلي کولو هڅه کوي چې په یوه ټولنه کې یو وخت دا ټول تعبیرونه نه ممکن دي او نه يې ټولنه ورسره مني، له دې امله نو ټکر پېښېږي او شرعي تعبیرونه په خشونت پسې اوړي، ټولنه د رفاه پر ځای د جنګ لور ته وړي.

که موږ د دې تشې د ډکولو هڅه پر وخت کړې وای، نن به د مذهبي مافیا له ګوزارونو سره مخ نه وای.نن به هر هېواد خپل تعبیر دلته نه را لېږلای او زموږ په ټولنه کې به يې د خشونت خاشاک نه په چمتو کولای.

زموږ د هغو ستونزو چې د نورو له شرعي تعبیرونو را پېښې دي، یوازېنی حل دا دی چې دلته نوي شرعي، سوله‌یز او ملي ادبیات را منځ ته شي. داسې ادبیات چې د هېواد او ملت خدمت پکې کفر نه وي. خپلې ملي ګټې ساتنه له شریعت سره ټکر و نه ګڼي. د جنګ پر ځای سولې ته پکې پام شوی وي. د کرکې پر ځای مینه پکې ځای پر ځای شوې وي. د انساني‌وژنې پر ځای يې ژوند ساتنې ته لارې جوړي شوې وي. له خدایه یوازې د ډار پر ځای د هغه د مینې څپرکی هم پرانيزي.

زموږ دولت، علماء، د نظر خاوندان، قلموال او د مدرسو او پوهنتونو استادان دا دنده لري چې لومړی دې خلا ته د ډکولو مناسب توکي پيدا کړي. له ستونزو د وتلو یوازېنۍ لاره همدا ده. هیله ده چې د دې تشې ډکولو ته پام وشي. د خپل دین او شریعت د بدنامي مخه ونیسي او په دنیا کې ځانونه له خشونته خلاص کړي او په اخرت کې يې د خدای د رضا مستحق ثابت کړي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *