Categories

اعلان

Loading…

د ارګ ګړندی اقتدار؛ څه پېښېدونکي دي؟/لیکوال: دوکتور مصدق یحیی

د ولسمشر غني له واک څخه څه باندې درې کاله تېریږي. په تېرو درېیو کلونو کې د سیاسي اقتدار د ټینګښت او د مشروع قدرت د کارونې په لارو چارو متواتر تمرکز د ښاغلي غني د کورنیو متعهدانه سیاستونو بارزې بېلګې وي.

ما [مصدق یحیی] په تېرو دوه کلونو کې د څو متواتر لیکنو په ترڅ کې چې هغه مهال په هېواد کې دننه اوسېدم، د جهادي ډلو او مشرانو د کمزورې کېدا، مرکزي اقتدار او دې ته ورته مسایلو دوامدارې لیکنې وکړې او دا مې په ډاګه وویل چې موږ بلاخره په تېر څه باندې سل کلن تاریخ کې د دولت جوړونې یوه موډرنه تجربه کوو چې کافي تاریخي اساسات او بسترونه ورته رغول شوي دي. د نوې دولت جوړونې په لړ کې د ارګ له لوري په خورا سمبولیکه او ډراماتیکه توګه د بلخ مېشتي جمعیتي سیاستوال عطا محمد نور استعفاء منل، د مرکزي اقتدار یوه ډېره تاریخي او مهمه پېښه وه چې د ښاغلي ولسمشر غني په سیاسي درایت، تدبیر او سنجیده ګۍ کې حسابیږي.

د افغانستان روان سیاست د بدمعاشانو سیاست دی. په بدمعاش پارلمان کې، له بدمعاشانو جهادیانو او بدمعاشو پلویانو ترمنځ د مرکزي اقتدار ټینګښت یو ستونزمن کار دی. د اقتدار د ټینګښت د روانو تجربو مسیر کوم خواته روان دی؟ او وروسته څه پېښېدونکي دي؟ یو احتمالي تحلیل لپاره ممکنه زمینه داسې تعریفولی شو.

د شمال ټلوالې ستراتېژیک او تاریخي زوال

د تېرو ټاکنو پر مهال جمعیت ګوند چې فکر یې کاوه یو عمیق سیاسي او ستراتېژیک تصمیم نیسي، له کابل مېشتو حزبیانو سره لاس یو کړ. په دې تصمیم کې چې له جمعیت ګوند سره د دوی بهرني سلاکاران هم شامل وو، باور درلود چې له دې کاره به دوې ګټې وکړي؛

لومړی: د پښتنو په منځ کې به یې له داسې چا سره معامله کړي وي چې جهادي سابقه لري او له دې لارې به د پښتنو زړونه ترلاسه کړي. دا محاسبه له سره ناچله او ناکاره وه. د دې د ناچلۍ له څو عمده عواملو ځني مهم یې له دې ډلې سره د افرادو د نشتون باوجود له دوی سره د سیاسي تعامل او په خلکو او سیاسي ډلو کې د نفوذ د مهارت نه موجودیت هم و.

دویم: جمعیتي سیاستوالو فکر کاوه چې که غني د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سولې ته رسیږي، له دوی سره به د کابل حزبیانو بودن دوه متضاد امکانات په یو وخت کې دوی ته په لاس ورکړي؛ لومړی که یې مخالفت وکړي هم به یې تر څنګ حزبیان ولاړ وي او که له حکمتیار سره روغه جوړه کوي هم به یې تر منځ کابلي حزبیان ګرځي را ګرځي.

له حکمتیار سره سیاسي مصالحه له وړاندې پیش بیني شوې وه. په سیاست کې ښکېلو ډېرو لوریو باور درلود چې غني له حکمتیار سره د سولې او روغې جوړوې لومړني تارونه د ۲۰۰۹ کال ټاکنو پر مهال غځولي و، خو دا چې غني هغه مهال ونه توانید، ټاکنې وګټی، دا موافقه د ده تر راتګه وځنډېده او بریالۍ نشوه. د جمعیت ګوند چې د سیاسي تصمیم له مخې یې پتیلې وه تر څو د عبدالجبار شلګري، عبدالهادي ارغندیوال او انجنیر محمدخان په مرسته د سړې او کورنۍ جګړې د یو مهم لوري مخه ډب کړي او یا د دوی په مرسته هغه ته ځان ور لنډ کړي، خطا وتلي ول. دوی نه پوهېدل چې د حزب په کابل مېشتو افرادو که نه دومره ژور سیاسي جوهر شته نه ظرفیت.

د تاجیکانو د ګټو او سیاسي مفاداتو دا یوازینۍ نسبتاْ منسجم او منظم جوړښت د سیاسي لوبې ډېره نامنظمه او غیرسنجیده مرحله تېروي. دوی له حکومت، جنبش ګوند، محمد محقق او نورو سیاسي ډلو سره د هېڅ سالمو او مفیدو سیاسي راکړو ورکړو سابقه نه لري. دا خورا ګرانه ښکاري چې په راتلونکو ټاکنو او نورو سیاسي مناسبتونو کې دې پښتانه، هزاره ګان او ازبکان د جمعیت ګوند په لوري ګام واخلي. جمعیت ګوند د سیاسي هوښیارتیا وروستۍ لوبه بایلي.

د جهاد پر سابقې د قوم سیاست؛ حکمتیار څه غواړي؟

تېر پنځلس کلونه د قومي سیاستونو د تشکیل او بنسټیز کېدو لپاره مناسب فرصت و. ټول هغه جهادي افراد او ډلې چې یې کولای شوائ له هر موقف څخه ګټه واخلي، حتی د قومي هویت څخه استفاده وکړه. په اکثرو سیاسي تحلیلونو کې جمعیت ګوند د تاجیکانو د منافعو سنګر بلل کېږي. دا سنګر چې دیني – جهادي بستر لري، د قوم په نوم په سیاست کې یې پراخ امتیازات واخیستل. ورته چاره هزاره مشرانو او د ازبکانو لپاره دوستم ترسره کړه.

د تېرې یوې نیمې لسیزې په لړ کې د حکومت مشر ښاغلی حامد کرزی د پښتنو په سهم د مشر او مصلح ورور په نقش کې مقرر و. له ده شاوخوا راټول پښتانه ښاغلي هم یا د جهادي او دیني مفکورې له مخې قومي ګټې مردودې ګڼلې یا یې هم سیاسي مفادات تر قومي ګټو پورته بلل. د تېر پنځلس کلن سیاست وضعیت، پښتانه د مشرتابه له بحران سره مخ کړل. طالب هم د پښتون استازی وبلل شو، کرزی د پښتنو د سهم له مخې د حکومت مشر و او نور پښتانه حکومتي مشران هم چې خاص ستراتېژیک قومي احساسات یې نه لرل، د پښتني مفاداتو له ټکر سره مخ شول.

حکمتیار چې په اوسني سیاست کې تر ډېره بریده لرې پاتې دی، د ده په اړه دا مناسب مصلحت نه دی چې د قوم په نوم په سیاست کې دې دی، محض سیاسي لوبه مدنظر ولري. حکمتیار په دې پوهېږې چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د پښتنو په سهم کې ترسره شوي کارونه یوه ډېره بارزه جفا ده. ولې اصلي مسله باید دا وي چې حکمتیار د خپلې داعیې څرنګوالی او لحن چورلټ بدل کړي.

ولسمشر غني به د حکمتیار په وروستيو څرګندونو او دریځونو چوپه خوله پاتې شي. د قوم په نوم د یو بدنام جهادي مشر چیغې وهل، د نړیوالو لپاره یوه عادي چاره برېښي او باور هم دا دی چې د ده پر دې چیغو به بهرنیان او خپله مرکزي حکومت د ولایتي خلکو او وګړیو د رضایت په خاطر یو شمېر کارونه ترسره هم کړي او ونډه به ورکړي.

حکمتیار د یو خپه خو سنجیده بدمعاش په څېره کې لوبېدل غواړي. هغه چې تر نورو جهادي مشرانو حساس او ځانګړی سیاسي تدبیر لري، او دا یې زده دي چې له پنځلسو کلونو راهیسې د ناهیلو پښتنو په برخه کې د سیاست ځای چا ته ور پرېږدي. د جهاد او د اسلام په نوم د مبارزې داعیه اوس د حکمتیار له وس پورته خبره ده. د داعش په نوم د جهادي تنظیم شتون، له حکمتیار څخه د جهاد داعیه سلبوي او دا چې حکمتیار بل کوم مناسب سیاسي ځای نه لري، مهمه باید وبولي چې د قوم په نوم سیاست وکړي. له حکمتیار سره د قوم په نوم په سیاست کې باید پښتانه ټیکنوکراتان آرامه چلند وکړي او پرېږدي چې دا له وخت تېر مشر خپل وروستی سیاسي زور و ازمايي.

پښتانه لنډغر کوم مسیر ته روان دي؟

د غني په مشرۍ په حکومت کې یو شی حداقل ښکاره شوی دی، هغه له لنډغرو سره دایمي بدي ده. له پښتنو سپکو سیاستوالو سره د ولسمشر غني غوڅ چلند کې د ولسمشر لاس تر بل هر لوري لوړ دی. دا ډېره کمرنګه برېښي چې په خوست کې دې خلک د همایون همایون په غوښتنه د ولسمشر غني پر وړاندې ودریږي. یا دې په ننګرهار کې خلک د ظاهر قدیر له خوا خلک د غني پر خلاف راپورته شي. د کندهار او نورو سیمو وضعیت همداسې وسنجوئ. ولسمشر غني په دې پوهېږي چې د ده پر وړاندې هېڅ یو وګړی له دې افرادو سره نه دریږي او له همدې اړخه یې سرخوږی نه بولي.

د ولسمشر غني لپاره به دا ډېره اړینه وي چې د خپل سیاسي – ولسي تاثیراتو له مخې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د سالمو او وړ ځوانانو په ملاتړ کې برخه واخلي. له جنګي جنایتکارانو او د جهاد په نوم د لنډغرو مجاهدینو مخه باید ډب شي. ولسي جرګه د سالمې قانون جوړونې او د نظارت په موخه سالمو او قابلو افرادو ته جدي اړتیا لري.

پښتانه غیردیموکرات، غله، ټوپکماران، او جنایتکاره ډلې باید د غني د سیاسي اقتدار د ټینګښت په بل ګام کې فتحه شي. په کندهار، خوست، ننګرهار او نورو سیمو کې د خبایثو دا حلقات باید جداْ تر نظارت لاندې ونیول شي. غني باید په دې ډاډه وي چې په پښتني سیمو کې یې د ده پر وړاندې د خلکو د عدم رضایت هېڅ بل عنصر نشته چې دی له ولسي ګواښ سره مخ کړي. له دې فاسدو افرادو سره غوڅ چلند به د ولسمشر محبوبیت نور هم پیاوړی کړي.

وروستۍ پایلې

په دولتي دستګاه کې د شمال ټلوالې اجرايي ونډې ژور ګوزار وخوړ. دا ګوزار به په خورا آرامۍ په راتلونکو ټاکنو هم عمیق اثرات پرېباسي. د ولسمشر غني لپاره د راتلونکو ټاکنو پر مهال په دولت کې دننه مخالف اجرايي افراد تر بل هرې ممکنې ستونزې، لوی او بالفعل مشکل و. تېرې ټاکنې چې د جمعیت ګوند په خورا پراخ دولتي – اجرايي واکدارۍ کې ترسره شوې، دا ستونزمنه بلل کېدای شوای چې ولسمشر غني دې په دومره جنجالونو د دولت مشر شي. اوس چې په متواتر ډول جدي او اړین ځایونه له دې ډول وګړیو پاکېږي، په راتلونکو هر ډول ټاکنو کې د ولسمشر غني د بریا چانس زیاتوي.

تر دې د ولسمشر غني سیاستونو او اصلي مسیر ته جدي ګواښ ممکن بهرنۍ ګواښ دی. په کورني سیاست کې د ولسمشر بر لاس به له کورنیو ځپل شويو سیاسي کړیو سره د بېروني ګروپونو ملاتړ د غني دریځ تاواني کړي. د امکان وړ وړاندیز دا دی چې د ملي امنیت او بهرني سیاست په برخه کې د ټولې مهمې او جدي ادارې باید د غني تر واک لاندې راشي. له بهرنیو هېوادنو او سازمانونو سره اړیکې باید د ملي مصلحت، سیاسي ثبات او ملي ګټو په چوکاټ کې تعریف او تفسیر شي. دا کار هله ممکن او درست ترسره کېدای شي چې د نړیوالو مطالعاتو متخصصین په کافي اندازه د ولسمشر او نظام د غښتلتیا لپاره عملي کارونه ترسره کړي.

12 total views, 1 views today

1 comment

  1. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    AFGHAN EDUCATED YOUNG GENERATION MUST UNDERSTAND,
    BOOTH LEADER HONOR ASHRAF GHANI AND Dr.SAHIB ABDULLAH WORKING HARD FOR REBUILD OF THIS COUNTRY,
    PLEASE DO NOT GIVE CHANCE OF ANY SABOTAGE TO WARLORDS,

    THANKS FOR TAAND

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *